کور / تازه خبرونه / افغان قونسلگرۍ پر کډوالو خوراکي مواد ووېشل

افغان قونسلگرۍ پر کډوالو خوراکي مواد ووېشل

پېښور : په پېښور کې دافغان قونسلگرۍ د دپلوماتانو لخوا د پېښور د کبابيانو او تمبوانو سيمه کې په ميشتو افغان سيلاب ځپلوخوراکي مواد ووېشل شول. د وېشلو په غونډه کې چې د افغان کډوالو مرستيال عبدالحميد جليلي، د افغان قونسلگرۍ دريم مرستيال عبدالحسيب نوري د قونسلگرۍ د دپلوماتانو په استازيتوب وينا وکړه او ويې ويل چې د افغان قونسلگرۍ د دپلوماتانو د خواخوږۍ له مخې د کبابيانو او تمبوانو د افغان کډوالو په سيلاب ځپلو مرستې ووېشل شوې. چې په کې غوړي، لوبيا، وريژې او کالي شامل دي. افغان کډوالو د قونسلگرۍ د دپلوماتانو د خواخوږۍ څخه مننه وکړه.