یو وخت درې غویایي وه. هغوی ډېر ټینګ شریکان وه. ټول کارونه ئې په ګډه سره کول. په دې ډول هغوی څو کاله خوشحاله ژوند وکړ. هغوی دونده زورور وه، چي ټول حیوانان ځني بېرېدل، او په هغوی ئې کار نه درلود. حتیا زمری لا ځني بېرېدی ځکه زمري یو غویی نیولای سوای مګر درې سره نه. اخیر زمري یو پلان جوړ کړ، چي څنګه هغوی سره جلا کړي او بیا ئې وخوري. یوه ورځ زمري درې سره غوایي پیدا کړل، په ډېر ادب ئې سلام ورواچاوه او خبري ئې ورسره شروع کړې. په دې ډول په لږ وخت کي هغوی د زمري شریکان سوه. یوه ورځ زمري تر ټولو مشر غويي ته وویل:
– ته خپلو کشرانو ملګرو ته وګوره! هغوی ستا څخه څنګه جلا جلا ګرځي! دوی لکه چي ستا په وړاني یو پلان جوړوي، خو خیر ته مه بېرېږه، زه ستا پر خوا یم.
غویي پر زمري باور وکړ. سبا زمری ولاړی او تر ټولو کشر غویي ته ئې وویل:
– ته خپلو مشرانو شریکانو ته وګوره! هغوی ستا څخه څنګه جلا جلا ګرځي! دوي لکه چي ستا په وړاندي یو پلان جوړوي، خو خیر ته مه بېرېږه، زه ستا پر خوا یم.
کشر غویي هم باور پر وکړ. په دې ډول زمري هغوی سره جلا کړل. اوس نو د زمري له پاره ډېره آسانه وه چي یو – یو غویی مړ کړي او وئې خوري. دې کار ډېر وخت ونه نیوی، زمری ډېر ژر د درو سره ژوند پای ته ورسوی.
دا نکل موږ ته رازده کوي چي په یووالي سره موږ زورور یو.
(د افریقا له لوئې وچي څخه)