د کابل چاپ زیاترو ورځپاڼو نن د امریکا په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د یولسمې نیټې د پیښې د یولسمې کالیزې په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
ویسا ورځپاڼې د سپتمبر د یولسمې پيښه د وحشتونو پیلامه بللې.
ورځپاڼې د خپلې سرمقالې په یوې برخې کې ليکلي دغه حملې القاعده شبکې وکړې خو له بده مرغه له امله یې په افغانستان کې د مرګونو څپې پیل شوې.
چراغ ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې په همدې مسئلې تبصره کړې.
چراغ لیکلي سره له دې چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن نشته؛ خو له ترهګرۍ سره په جګړې کې لا هم وینې توییږي.
ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې دا مسئله هم څیړلې؛ چې ولې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړه دومره اوږده شوه.
چراغ د دې یو علت د ترهګرۍ پر ضد د جګړې ناسمه پالیسي بولي.
د سرمقالې په یوې برخه کې راغلي؛ چې له یولسو کلونو مبارزې سره سره اوس هم وسلوال طالبان او القاعده له پاکستان سره په سرحدي ولایتونو او نورو سیمو کې د پاکستان د استخباراتو په مرسته مجهز شوي دي.
ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې افغان دولت ته د باګرام زندان د سپارلو مسئله څیړلې او لیکلي یې دي افغان دولت که څه هم دغه زندان په واک کې واخیست؛ خو د ساتلو جوګه یې نه دی.
ماندګار لیکلي افغان دولت ته د باګرام زندان سپارل د طالبانو لپاره یوه بریا وه او ښايي هرکلۍ یې وکړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور ښايي له دې زندان څخه د طالب مشرانو د پریښودلو هلې ځلې هم پیل شي او په دې توګه به د طالبانو لیکي هم له سیاسي او هم له پوځي پلوه پیاوړي شي.
سرنوشت ورځپاڼې په یوه مطلب کې د جمهور رئیس حامد کرزي له قوله لیکلي، د بګرام زندان له سپارلو سره نور په افغانستان کې د بهرنیانو له خوا د زندانونو لړۍ ختمه شوه.
سرنوشت خپله سرمقاله هم په همدې مسئلې لیکلې او د بګرام زندان سپارل یې د افغان دولت یو بری بللی دی.
ورځپاڼې لیکلي جمهور رئیس حامد کرزي د دې زندان د سپارلو په مسئلې کې یو ډیر جدي دریځ نیولی و او په کار ده چې د هېواد په ځینو نورو مسایلو کې هم همداسې جدي و اوسي.
سرنوشت د خپل لومړي مخ د یوه بل مطلب په غټ سرلیک کې لیکلي، وسلوال طالبان له امریکا سره خبرو ته چمتو دي.
ورځپانې د یوې غربي انستیتوت په حواله لیکلي؛ چې ممکن طالبان له دوه زرو څلورویشتم وروسته هم په افغانستان کې د امریکا په حضور خبرو ته چمتوالی وښيي.