د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې دافغانستان په سفارت کې دافغان وتلواوممتازو محصلینو قدردانی وشو. په دغه غونډه کې چي دمازدیګر په څلوربجو دسفارت په تالار کې دقرآن کر یم په مبارکو ایاتونو پیل شوه ، ترسلو زیاتو محصلینو چی زیاتره یی په دهلی پوهنتون ِ جواهرلال نهرو ِ جامعه ملیه اسلامیه ، همدرد اونورو پوهنتونوکې زده کړې کوي ګډون کړی و. دغه غونډه چي په هند کي دافغانستان دسفارت دښوونیزې ـ فرهنګي څانګې له خوا جوړه شوې وه په پیل کې ددغی څانګی لارښود پرو فیسورعبدالخالق رشید دپرانستنې پرمهال په خبري توګه وویل :
افغانستان نن سبا په هند کې تر پنځو زرو زیاتو زده کونکي لري ، دغه زده کونکي دهندوستان په بیلابیلو ښارونو او پوهنتونوکې دعلومو په بیلابیلو برخو لکه اقتصاد، کمپیوتر ساینس ، طب ، انجینري ، حقوقو ، معدنو ، کرنې اونورو برخوکې په زده کړو بوخت دي په دوی له شکه پرته دپاملرنې وړ استعدادونه راټوکیدلي دي چې نن یې موږ یوازې دلسو تنوستاینه ، یادودنه او قدردانی کوو دوی په هغه ډله زده کونکو کې دي چې دهندپه بیلابیلو پوهنتونوکي یې د ۸۰ او ۹۵ نمرو (A+) ترمنځ سلنه راغلې ده ، دا یوه لویه بریاده چې زموږ افغان ځوانانوپه خپلو پوهنتونوکې ترلاسه کړې ده او دخپلوپوهنتونوپه لوړو (ټاپرانو) کې یې نومونه راغلي دي…
ورپسي دهرپوهنتون په استازیتوب یوشمیر زده کونکو له دغه قدرداني څخه د مننې په ترڅ کې خبرې وکړې ، دخپلو ستونزو اوبریاووپه اړه یې خپل وړاندیزونه په ډاګه کړل، په دغو زده کونکو کې د دهلي پوهتنون الیاس انور زي ، د همدرد په استازیتوب شجاع الدین د جامعه ملیه اسلامیه په استازیتوب عبدالهادي بارک، دپنجاب یونیورستي په استازیتوب اغلې مرجان ، دحیدرآباد دمحصلینو په استازیتوب ذکریا دکرنې د انستیوت په استازیتوب فرهارد انیس خبرې وکړې دوی هم دافغانستان دسفارت اوسفیر له دغه نوښت څخه چې ترسلو زیات محصلین یې دممتاز زده کونکو دقدرداني غونډې ته رابللي وو او دهغو قدردانی یې دلومړي ځل لپاره په ډالیو او ستاینلیکونو سره وکړ مننه وکړه . .
له محصلینو وروسته دافغانستان داسلامي جمهوریت سفیر ښاغلی شیدامحمد ابدالي خپله وینا واوروله هغه وویل چی :
کله چې زه دافغانستان د ولس مشرله خوا هند ته دنوي سفیرپه توګه وټاکل شوم ماته دهغه له لویو اولومړنیوسپارښتنوڅخه یوه داوه چي په هند کې دمحصلینو د روزنې چارو ته په هراړخیزه توګه پاملرنه وکړم ، ما په لومړۍ اوونۍ کې هوډ کړی و چې باید له تاسو سره لکه دنن په شان دلته وګورم له تاسوڅخه هغه څه واورم چی ستا سی ستونزې دي هغه چي دهغو په حل کې سفارت کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي . داچې د روژې مبارکه میا شت راغله خبره ترنن پورې را ورسیده …
ښاغلی سفیر دخپلوخبرو په لړکې زیاته کړه :
یوه ټکي ته مو باید پام وي او هغه داچې تاسې په هندوستان کې زده کړې کوئ ، موږ له هندوستان سره تمدني ، فرهنګی او ژورکلتوری اوهنري اړیکي لرو ، دهم هغو تاریخی اوتمدني اړیکو په رڼاکې به نن هم یوه اوبل ته لاس ورکوو او دهغوپه پام کې نیولو سره به د دوی د نویو تجربو ترلاسه کولو په لور ددواړو هیوادو د آبادۍ اوسوکالې اوپه عامه توګه دبشریت دسوکالۍ په موخه ګډ ګامونه پورته کوو . زموږ دملت سترګې تاسو ته دي ، تاسی ته زموږ دوطن مسوولیت درپه غاړه دی او تاسې یاست چې دغه مسوولیت ته به دعلم اوپوهې په زور سره ځواب ورکوئ ، موږ باید دهندوستان غوندې لوی اوصنعتی هیواد تجربې زده کړو اوله دغو تجربو څخه باید دخپل هیواد دودې اوتعلیم په لاره کې کار واخلو، زموږ دهیواد دښمنان اوس هم غواړي چې زموږ له ناپوهۍ څخه زموږ دبربادۍ او بدمرغه کولو په برخه کې کار واخلي ، زموږ بچیان همداسې دتورتم په تیارو کې وساتې خو زه تاسې ته په ډاګه وایم چې دا ستاسې کار اورسالت دی چې ددغې ستونزې دلرې کولو او د دښمن ددغو توطیو دشنډولو چا ره دپوهې په زور سره وکړئ او داباور دی چې دا کارستاسې په وس پوره خبره ده . ستاسو لپاره دلته دبریو لوی لوی چانسونه شته ، زه هیله من یم چی دغه چانسونه به یوازې د ورځوپه شمارلو سره له لاسه ورنه کړئ . زه پوهیږم چی ستونزې شته ، خو چاره څه ده ، موږ په داسې یوه هیواد کې ژوند کوو چی دیرش کاله د جنګونو او ورانیوپه ستونزوکې کړیدلی دی . دیرش کاله زموږ ښونځي تړلي وو ، اوس داستاسو رسالت اوهیوادنۍ دنده ده چې دهغو تیرو ستونزو دتلافۍ په برخه کې له خپل هیواد ، خلکو او کورنیو سره مرسته وکړئ تاسې ته د دیرشوملیونو افغانانو، کونډو او یتیمانو سترګی په لاره دي ، هغوی ستاسې لارې څاري اوهره شیبه په دي هیله دي اووایي چې له لویو بریاوو سره به افغانستان ته راځۍاو دوی ته به خدمت کوئ . داستاسې رسالت دی چې تاسو باید خپل هیواد په علمي او فرهنګی لحاظ دنړۍ دپرمختللو هیوادو په لړکې ودروئ ، تا سو ددی استعدادونه لرئ چې دخپل هیواد بیلابیل جوړښتواوبنسټونه د راتلونکو نسلونو لپاره په پیاوړې توګه له همدې اوسه پیل کړئ ، زه باورلرم چې تاسو دا کارکولای شئ اودا توانمندي په تاسو کې وینم چې ښه نښه اوبیلګه یې زموږ ننې ځوانان اوپیغلې دي چې نن یې په یوه باندنۍ هیواد کې لوړې نمرې په خپلو مسلکونوکې ترلاسه کړې ، د دوی وړتیاوې او بري زموږ دهیواد او زموږ دخلکو بریاوې دي چې دزړه له کومي پرې ویاړلي شو.
له وینا وروسته دافغانستان لوی سفیر هغه زده کونکی چې دسږ کال په ترڅ کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې دسفارت له خوا په برابرو شویو یادګاري تحفو اوستاینلیکونوونازول او د دوی قدردانی یي وکړ . دجایزو او ستاینلیکونه وړونکي دغه زده کونکي ول : بهار شگوفان (ډیلی پوهنتون ( محمدحلیم( همدرد پوهنتون ) محمد ظفر(همدرد پوهنتون ) سیداجان (پنجاب پوهنتون ) مرجانه (پنجاب پوهنتون ) ذکریا (حیدرآباد دژبو پوهنتون ( فرشته کریم (پنجاب پوهنتون )
دغه غونډه دخوشالیو په فضا کی د قران کریم دڅوایاتونو په تلاوت او ددعايی په لوستلو سره په دغه وړاندیز چې دا شان غونډې به هره میاشت دعلمي اوفرهنګی فعالیتونو په موخه دافغانستان دسفارت له خوا دمحصلینو په مرسته په ډیلی او دهند په نورو ښارونو کې هم جوړیږي پای ته ورسیده.