د هرات او بادغیس تر منځ د ۲۳۴ کیلومتره حلقوي سړک کار نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي، چي د فواید عامی او ترانسپورت وزیرانو هم پکښي ګډون کړی وو، پیل سو.
د فوايد عامی وزارت د معلوماتو له مخې، د هیواد حلقوي سړک د کابل څخه پيلیږی، د پلخمري، مزارشريف، جوزجان، شبرغان، ميمنې، قلعه نو، هرات او کندهار څخه په تیریدو، بیرته کابل ته راګرځي. ددغه سړک چاري ټول هیواد کي بشپړي او یوازي بادغیس ولایت مربوطاتو کي د امنیتي او ځیني نورو ملحوظاتو له کبله معطل وی.
دغه سړک د ۴۰۰ ملیونه امریکایی ډالرو په بیه د آسیا پرمختیایې بانک په مالې لګښت د څلور کالو په موده کښي جوړیږي. د یادوني وړ ده چي دغه سړک به هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونه سره و نښلوي او د سیمي د امنیت، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ په برخه کي د پام وړ بدلونونه را منځ ته کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه