د کندوز د ښار په منځ کي نن د يوه لاريون پر مهال درنه چاودنه رامنځته سوه چي د لومړنيو خبرونو پر بنسټ د پوليسو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل سوي او لسګونه نور زخميان دي .
په افغان جګړه کي ښکېلو ډلو تر اوسه ددغي چاودني مسوليت پر غاړه نه دی اخستی .
د کندوز ولايت کي نژدې ۴۵۰ هالنډيان افغان پوليسو ته د روزني په موخه مېشت دي ، د هالنډ ددفاع وزارت د تازه خبر له مخي په نننۍ پېښه د هالنډي کمپ په ۷ کيلومټري کي رامنځته سوې خو هالنډيانو ته زيان ندئ اوښتی ، خو په پېښه کي لږ تر لږه ۱۷ داسي پوليس وژل سوي دي چي د هالنډي روزونکو لخوا خلکو ته د خدمت روزنه ورکول سوې وه .
د کندوز امنيتي چارواکو په وينا چاودنه هغه وخت رامنځه سوه چي پوليس د مظاهره چيانو د امنيت نيولو لپاره راټول سوي وه .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه