کور / تازه خبرونه / د اولمسشر کرزي او جان الن ترمنځ د شخړيې علت څه وو؟

د اولمسشر کرزي او جان الن ترمنځ د شخړيې علت څه وو؟

د کابل چاپ ورځپتاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له بیلابیلو نورو مسایلو سربیره افغان دولت ته د امریکاییو ځواکونو له خوا د بګرام زندان د سپارلو په موضوع لیکنې او مطالب خپاره کړي دي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د بګرام د زندان له سپارلو سره د افغانستان ملي حاکمیت پياوړی کیږي، خو په دې اړه لا هم ځینې پوښتنې موجودې دي.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د چارواکو شکایتونو ته اشاره کړې؛ چې ویلي یې دي، امریکايي ځواکونو له افغان دولت سره له وروستي تړون سره سره په تیرو شپږو میاشتو کې شپږ سوه افغانان په خپل سر نیولي دي.

سرنوشت لیکلي د تیرې شنبې په ورځ د جمهوري حامد کرزي او د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن ترمنځ د لفظي شخړې یوه علت هم همدا و.

ویسا ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې افغان دولت ته د بګرام زندان د سپارلو موضوع څیړلې.

ویسا د بشر د حقونو د یوه افغان مدافع نظر خپور کړی، چې وايي، د افغانستان دولت باید ژر تر ژره د بګرام زندان د بندیانو دوسیې په شفافه توګه وڅيړي.

ورځپاڼې لیکلي په دې زندان کې شاوخوا درې زره کسان ساتل کیدل؛ خو په تیرو کلونو کې د یوه زنداني محاکمه یې هم نه ده شوې.

ویسا لیکلي د بګرام زندان په داسې حال کې افغان دولت ته سپارل کیږي؛ چې لا هم د دې زندان پر سر د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ ځینې اختلافات پر ځای پاتې دي.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې افغان دولت ته د بګرام زندان د سپارلو موضوع څیړلې او دا یې د ملي حاکمیت پر لور یو ستر ګام بللی دی.

د سرمقالې لیکوال باور ښودلی، چې د افغانستان دولت به د بګرام د زندان مسوولیتونه ترلاسه او په سمه توګه به یې پر مخ یوسي.

هیواد په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې جمهور رییس په کابل کې د چاپان سفیر ته د میرمسجدي خان عالي دولتي میډال ورکړ.

ماندګار ورځپاڼې د امریکا له خوا په تور لست کې د حقاني شبکې د شاملولو په موضوع یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د یوه امریکايي چارواکي څرګندونې راخیستل شوي؛ چې وايي، پلان نه لري، پاکستان د ترهګرو د ملاتړ کوونکي دولت په توګه ونوموي.

ماندګار په یوه بل مطلب کې د بریتانیا د پارلمان د یوه غړي خبرې راخیستي؛ چې وايي، افغانستان باید په اتو ایالتونو وویشل شي.

ورځپانې د یوه بل مطلب په غټ سرلیک کې له فساد سره د مبارزې د ادارې د رئیس خبره راخیستې چې ویلي یې دي، جمهور رئیس کرزی دې یا جدي شي او یا دې د فساد پر ضد دغه اداره لغوه کړي.