د خيبر پښتونخوا ايالت د افغان کډوالو په يوه پنډغالي کې د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي.دا پېښه تېره شپه د خيبر پښتونخوا ايالت د صوابۍ په ولسوالۍ (ضلع) کې رامنځته شوې ده.د صوابۍ د پوليسو مشر عبدالرشيد خبريالانو ته وويل، چې داپېښه د ګندف په سيمه کې د افغان کډوالو په يوه پنډغالي کې رامنځته شوې ده.هغه زياته کړه، چې په ياد پنډغالي کې تېره اونۍ له سختو اورښتونو وروسته دمحمداکبر په نوم د يوه افغان کډوال د کور د يوې خونې چت رالوېدلى، چې له امله يې نهه تنه مړه شوي دي.د پوليسو دغه چارواکي وويل، چې په مړو شوو کې په خپله محمداکبر، د هغه مېرمن، څلور اولادونه او د درې لمسيان شامل دي او درې تنه نور ټپي شوي دي.عبدالرشيد وايي، چې ټپيان د سيمې د نورو اوسېدونکو له خوا د صوابۍ ملکيروغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.د اخترمحمد په نوم د ياد پنډغالي يوه اوسېدونکي افغان وويل، چې ياد کور دوه خونې درلودلې، چې يوه يې نړېدلې ده.هغه زياته کړه، چې په دې پنډغالي کې شپږ زره افغانان اوسېږي او د تېرې اونۍ اورښتونو ډېرى کورونه زيانمن کړي دي.د نوموړي په وينا، د پاکستان حکومت د دغه پنډغالي اوسېدونکو ته امر کړى، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې ووځي.د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په پاکستان کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.