بسم الله الرحمن الرحیم
ټولو هیواد والو ته څرګنده ده ، چې افغانستان په ښکاره ډول د امریکې او ناټود وسله والو ځواکونو او په پټه د پاکستان ، ایران او نورو ګاونډیوهیوادونو د استخباراتي او اجنتوري شبکو له خوا اشغال شوی دی . دا بهرني ځواکونه اوشبکې د خپلو ستراتیژیکو موخو او ګټو د پاره کله یو بل سره په همغږۍ او کله یو د بل سره په ټکر کې په افغانستان کې خپل شتون او فعالیتونو ته دوام ورکوي . دوﺉ افغانستان ته د دې د پاره نه دي راغلي چې د افغانانو د ګټو او حقوقو څخه د فاع وکړي ، بلکې دې د پاره راغلي دي ، چې د دې سرلوړي هیواد جیو ستراتیژیک موقعیت څخه د خپلو پراختیا غوښتونکو موخو د پاره ګټه واخلي او دا نه ایل کیدونکي خلک ایل کړي .
باید پوه اوسو چې ټول دغه هیوادونه ، چې د افغانستان په وړاندې د تیري ، لاسوهنې او توطیې سیاست پرمخ بیایي هیڅکله به د افغانانو د ملي ګټو او نوامیسو لکه خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاسته راوړو، ساتنه او دفاع کې له موږ سره مرسته ونه کړي . له دوﺉ څخه د دې تمه کول د هوښیارتیا خبره نه ده . دا خو په عمل کې ثابته شوې ده چې افغانستان ته د امریکې او ناټود ځواکونو په راتګ سره زموږ ملي نوامیس خوندي نه ، بلکې د ګواښ او خطر سره مخامخ شوي دي . د ناټوپه تیره بیا د امریکایي ځواکونو خپلسریو ، خشونت او د افغانانو عقیدو او مقدساتو ته نه درناوی ، د افغانانو د اخلاقي معیارونو څخه په ډیره ټیټه کچه چلند ، د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې په خپلوکورونو کې د بیګناه ښځو ، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون د بې شمیره افغانانو وژل اونوم پرې د طالب او تروریست ایښودل هغه څه دي چې د امریکایي ځواکونو په وړاندې یې د افغانستان د خلکو کرکه راپارولې ده . د ملي اردو او پولیسو منسوبین ، چې په امریکایي پوځیانو وخت په وخت وسله وال بریدونه کوي د دې خبرې ثبوت دی. د امریکایانو په راتګ سره په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ځای بې ثباتي او جګړې په ټول افغانستان کې د خلکو ژوند د کړاوونو او ستونزو سره مخامخ کړی دی . د امریکایانو او ناټو د ځواکونو په موجودیت کې افغانستان په ټوله نړۍ کې د مخدره موادو د تولید مرکز وګرځید . د امریکایي او ناټو د وسلوالو ځواکونو په موجودیت کې د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنې او تیري په بربنډه توګه سرته رسیږي . د دې ښه مثال د افغانستان په ځینو ولایتونو ، په تیره بیا کونړ کې ، چې د ډیورنډ د تورې تپل شوې کرښې ته څیرمه پراته دي زموږ په بې دفاع خلکو د توغندیو هره ورځ ورول دي . چې بیا هم امریکایان ورته د ستراتیژیک تړون له لاسلیک کیدو نه وروسته دومره په بې تفاوتۍ ګوري ، چې سړي ته شک پیدا کیږي ، چې ښایي پاکستان د امریکایانو سره په تفاهم کې له جنایت نه ډک دا تیري سرته رسوي . له دې ټولوڅخه دا پایله لاس ته راځي چې امریکایان او د ناټو نور پوځونه چې افغانستان ته راغلي دي د خپلو ستراتیژیکو موخو او ګټو د پاره راغلي دي ، نه ددې د پاره چې د ګاونډیو او نورو هیوادونو په وړاندې د افغانانو له حقوقو په تیره بیا ملي نوامیسو څخه دفاع وکړي .
په ګاونډیو هیوادونو کې پاکستان ، چې په ۱۹۴۷ کال کې د انګریزي استعمارچیانو د ستراتیژیکو استعماري پلانونو سره سم منځ ته راغی ، د انګریزانو په واسطه په زور ، توطیې ، شانتاژ او رشوت سره د دیورند د کرغیړنې کرښې په تپلو سره په ۱۸۹۳ کال کې غصب شوې افغان خاورې باندې د انګریزانو له وتلو څخه وروسته خیټه واچوله او د خپل منځته راتګ له لومړۍ ورځې څخه یې د افغانانو سره نه پخلا کیدونکې دښمني پیل کړې ده . د پاکستان نظامیګر حکومت د انګریزانو د استعماري سیاست په پیروۍ د پراختیا غوښتنې سیاست ته دوام ورکوي . نه یواځې یې د انګریزانو د استعماري واک لاندې افغاني سیمو باندې خیټه واچوله ، بلکې د « ازادو قبایلو » په سیمه کې یې هم لاس وهنې زیاتې کړې او د انګریزانو سیاست « بیل یې کړه ایل یې کړه » سیاست ته یې دوام ورکړ . په محکومو او ازادو سیمو کې یې د استخباراتي شبکو جال خپور کړ ، سست عنصره او ټنګه سري یې تطمیع کړل او ملي وطنپالو مشرانو او روحانینو ته یې ډول ډول توطیې او ستونزې جوړې کړې ، ترڅو پرې د پنجاب استعماري واکمني ومني . ډیر شمیر پښتانه قومي او سیاسي مشران چې د پنجاب څخه یې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله په جیلونو کې واچول او یا د خپلو اجنټانو پواسطه یې له منځه یوړل . په پاکستان کې په واقعیت کې د پنجاب واکمني ده . د نورو صوبو اشخاص او افراد ، چې د پنجاب د ګټو په وړاندې د خپلو خلکو له ګټو څخه تیر وي کولای شي د یو څه امتیازاتو خاوند شي او په واک کې هم برخه واخلي ، خو دصوبو د عامو خلکو ژوند د مستعمرو د خلکو له ژوند څخه توپیر نه لري . د همدې کبله چې د نورو صوبود محصولاتو زیاته برخه ، په تیره بیا اومه توکي، په پنجاب کې په وړیا ډول او یا په ډیرکم قیمت سره مصرفیږي او د پنجاب محصولات ،صنعتي توکي ، په ډیره لوړه بیه په نورو صوبو کې پلورل کیږي او ډیر وخت په ضروري توکو لکه وړه ،وریجې او نورو باندې بند یز لګیږي او نه پریښودل کیږي چې د نورو صوبو خلک ترې په مناسبه بیه ګټه واخلي . بریښنا او غاز په پښتونخوا او بلوچستان کې لاسته راځي ، خو ګټه ترې پنجاب اخلي او د پښتونخوا او بلو چستان خلک نه د ضرورت وړ بریښنا لري او نه غاز . د پنجاب استعماري سیاست د دې صوبو د خلکو د هویت ، ژبې ، دود او دستور د لمنځه وړو د پاره له هیڅ ډول توطیې او زور زیاتي څخه ډډه نه ده کړې او هلې ځلې کوي ، چې دا خلک خپله ژبه او کلتور ونه لري او د بې هویته وګړو په څیر د پنجاب استعماري سیاست ومني او سرغړونه ترې ونه کړي . پاکستان لکه د انګریزانوپه څیر هر ډول ازادي بښونکی خوځښت ، د خپل استعماري واک پرضد یو ګواښ ګڼي نو ځکه یې پر وړاندې توطیې کوي او د ځپلو د پاره یې له هیڅ ډول وحشت څخه ډډه نه کوي . د پښتونخوااو بلوچستان په صوبو کې داسې خونړۍ پیښې کمې نه دي تیرې شوي . په ازادو قبایلو کې د پاکستان پوځي عملیات او نه یواځې پخپله ، بلکې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په واسطه د قبایلي ازادي غوښتونکو مشرانو د القاعدې په نوم له منځه وړل او خلک په دې ډول د ویرې او وحشت سره مخامخ کول د پاکستان د استعماري چلند بیلګه ده . په همدې ډول یې د صوات په پښتنو کې د خپلو استخباراتي شبکو پواسطه په دې وروستۍ موده کې ډرامه جوړه کړه او د توپونو او ټانکونو په کار اچولو سره یې داسې د بیرحمۍ او وحشت نه ډک عملیات وکړل ، چې په زرګونو صواتیان پکې مړه او په لکونو نر، ښځې ، ماشومان او بوډا ګان مجبور شول خپل کورونه پریږدي او نورو ځایونو ته کډه وکړي .
اوس چې د دیورند د کرغیړنې کرښې دواړو خواوو افغانانوکې د یووالي احساس ورځ په ورځ ځواکمن کیږي او د پنجاب د استعماري کړۍ ماتول غواړي ، نو پاکستان ( پنجاب ) لیونی شوی دی او غواړي د ټوپک په زور په خلکو خپلې استعماري واکمنۍ ته دوام ورکړي ، نو نه یواځې په پښتونخوا او بلوچستان کې یې خلک د ډول ډول ستونزو ، تنګسو او کړاوونو سره مخامخ کړي دي ، بلکې په ازادو قبایلو کې یې هم د خپلو وسله والو پوځونو په واسطه د ویجاړوونکو جګړو اور بل کړی دی او هم د خپلو جاسوسي شبکو په واسطه د قبایلو د ډیروهغو مشرانو کورونه ، چې د پاکستان واکداري نه مني امریکایي بې پیلوټه الوتکو ته ښایي ، چې د القاعدې په نوم یې له منځه یوسي . د پاکستان نظامي واکداران نور په رښتیا سره د خپلې بقا په اړوند شکمن شوي دي او له همدې کبله یې له ځانونو څخه بدماشان جوړ کړي دي او په لوی لاس افغانانو په وړاندې یې د دښمنۍ او تیري لار خپله کړې ده . په کونړ باندې په پرله پسې ډول د پاکستاني پوځیانو راکټونو ورول پاکستان د افغان ولس د قهر او کرکې سره مخامخ کړی دی . پنجابیان دې دا فکر نه کوي چې ټول افغان ملت لکه د کرزي د حکومت په څیر کیدای شي د دوﺉ د تیریو په وړاندي تر ډیرې مودې چوپ پاتې شي او یا د پاکستاني پوځیانو تیري بې ځوابه پریږدي . افغانان هیڅکله د پردیو واک نه مني ، دوﺉ دې د انګریزانو ، روسانو او امریکایانو سره مشوره وکړي او افغانانو ته دې په سپکه نه ګوري . د افغان ملت حوصله نوره سرته رسیدلې ده ډیر ځنډ به نه وي چې ټول افغان ملت له اموڅخه تر اباسینه پورې په یوې کړیکې راپاڅیږي چې نور دې نه منم پاکستانی استعماره او د تور پنجاب تور واک د دوﺉ د اجنټانو سره یو ځای د اباسین په مست سین کې لاهو کړي .
د تاریخ په اوږدو کې ایران تل د افغانانو په بې اتفاقۍ کې خپلې ګټې لټولې دي او چې وسه یې شویده په افغانستان کې یې د خپلو اجنټانو په واسطه قومي ، ژبني او مذهبي بې اتفاقیو ته لمن وهلې او افغانان یې د خپلو ناروا ګټو د پاره په خپل منځ کې په جنګ اچولي دي . ایران لا له پخوا وختونو را په دې خوا په افغانستان کې د فرهنګي استعمار لاندې د افغانانو د ښکیلاک د پاره له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه نه ده کړې او په تیره بیا اوس چې ورسره مذهبي تعصب هم ملګری شوی دی ، نو د ایران ورځنی سیاست ګرځیدلی دی ،چې په ښکاره په افغانستان کې سیاسي او مذهبي کړۍ او ډلې جوړې کړي ، په ښکاره ترې دفاع وکړي او په دولتي دستګاه کې د خپل نفوذ د لرلو د پاره تر هر بل قومي جوړښت یې د امتیازاتو خاوندان کړي . ایران د افغانستان په دولتي دستګاه کې دومره نفوذ لري ، چې هیڅ داسې دولتي پریکړه به نه وي شوې ، چې له هغې څخه ایران خبر نه وي او یا د ایران سره په توافق کې نه وي شوي . ایران چې د خپل بشپړ نفوذ په وړاندې پښتانه خنډ ګڼي ، نو ځکه د دوﺉ د بې هویته کیدو لپاره د مختلفو لارو چارو نه کار اخلي . د سیاسي او فرهنګي ډګرونو څخه د پښتو ژبې په ویستلو سره غواړي دې متل ته د رښتیا جامه واغوندي ، چې : « که غواړې یو قوم مړ کړې ، نو ژبه یې مړه کړه ! » . دا ځکه چې یو قوم چې خپله ژبه او فرهنګ ونه لري په واقعیت کې هغه مړ دی . ایرانیان هڅه کوي ، چې په افغانستان کې د پښتون قوم په اکثریت سترګې پټې کړي او د خپلو اجنټانوپه واسطه یې داسې تبلیغاتي جګړه پیل کړې ده چې له یو پلوه پښتو ژبه یوه ډیره سخته ژبه وښایي ، چې د یادولو وړ نه ده او ضرورت هم نه شته چې یاده شي . او له بل پلوه په پښتو خبرې کول یو ډول تعصب ګڼل کیږي او څوک چې په پښتو خبرې کوي د ملي یووالي ضد عمل یې ګڼي او متعصب یې بولي . دا پروپیګنډه او د پښتو ضد احساس دومره قوي دی ، چې حتی ډیر داسې کسان چې پښتو یې مورنۍ ژبه ده هم نه شي کولای په ډاډه زړه په پښتو خبرې وکړې او دا یره یې په زړه کې تیره نه شي چې متعصب ونه بلل شي . دولتي چارواکي خو د دولت د پالیسۍ سره سم باید په پښتو ژبه خبرې ونه کړي ، تر څو متعصب او د ملي یووالي ضد عنصر ونه ګڼل شي او امتیازات یې په خطر کې ونه لویږي . ښاغلي کرزي خو د پښتون جمهور رییس په نوم څومره یې چې له وسه کیده د دولتي دفترونو او ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو څخه د پښتو ژبې په ایستلو او ورکیدو کې هیڅ ډول سستي نه ده کړې . د کرزي د پاره افغانانو په تیره بیا پښتنو ته له دې نه زیات د سپکاوي او بې هویته کولو بله بیلګه نه شي لاسته راتلای ، چې د ایران د مستقیم نفوذ لاندې یې افغانستان په فارسي ژبو هیوادونو کې د ایران او تاجکستان سره وتاړه او په همدې نوم یې په افغانستان کې د ایران نفوذ ته لاپسې رسمیت ورکړ. ایران تل هڅه کړې ده چې د افغانستان په دولتي دستګاه کې نفوذ ولري ، خو هغه نفوذ چې اوس یې ایران په افغانستان کې په پټه او ښکاره ، په رسمي او غیر رسمي ډول په دولت کې لري او له کبله یې زموږ خپلواکي ، ملي واکمني ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالی د سوال او خطر سر ه مخامخ کړي دي ، هیڅکله پخوا نه و لیدل شوی .
انګریزان او روسان به هیڅکله د افغانانو د لاسه د خپلو امپراطوریود استعماري سیاستونو او یرغلونو په وړاندې مقاومت او په پایله کې د خپلو ماتې خوړلو اوپه افغانستان کې د دغو دواړو امپراطوریود ځواک او دبدبو د ښخیدلو پیښې هیرې نه کړي او تل به له افغانانو څخه د غچ اخستلو په فکر او هڅه کې وي . انګریزان په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د دې دپاره نه دي راغلي ، چې په افغانستان کې سوله ثبات او دموکراسي منځته راشي او د افغانستان په بیا رغاونه کې برخه واخلي . دوﺉ د دې د پاره راغلي دي چې د افغانانود ویاړ او د انګریزانو د ماتې یادګارونه لکه د شیر پور نظامي قلعه ړنګ ، طبیعي ارزښتناک د ځمکې لاندې توکي لکه په هلمند کې یورانیم لوټ او د پخوانیو غازیانو بچي د غچ اخستو په موخه وځپي او له منځه یې یوسي . انګریزان اوس هم په دې هلو ځلو کې دي ،چې د اشغال شوي افغانستان اشغال ته د پاکستان په وجود کې دوام ورکړي . اوس هم نه پریږدي چې د دوﺉ په توطیو په ظلم او جبر سره ویشل شوی افغان ملت بیرته یوځای شي او په شریکه له امو څخه تر اباسینه پورې د خپلو ملي نوامیسو ساتنه او دفاع وکړي . انګریزان د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې په واسطه د افغان واحد ملت د ویشلو او له دې ویشلو څخه د راپیداشوو ټولو ستونزو او کړاوونو د راپیدا کیدو مسؤلیت په غاړه لري . په تیره بیا د ازادو قبایلو په سیمه کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو د بنسټپالو استخباراتي تروریستي شبکو ځای پر ځای کول ، چې زموږ د قبایلو ورونو ، په تیره بیا د قومي مشرانو ژوند یې د خطر سره مخامخ کړی او د سیمې سوله او ثبات یې له منځه وړي دي مسؤلیت د انګریزانو او دوﺉ پورې تړلې پاکستاني استخباراتي شبکې په اوږو پروت دی . انګریزانو د ډیورنډ د کرښې په اړوند د امیر عبدالرحمن خان سره دسلو کلونو د قرارداد په هکله چې په ۱۹۹۳کال کې پای ته رسیدلی دی هم غدارۍ ته ملا تړلې ده او نه یواځې په دې هکله یې چوپه خوله نیولې ، بلکې هڅه کوي په غصب شوي افغانستان باندې د پاکستان استعماري واک ته دوام ورکړي .
روسان په افغانانو باندې د ۳۳ کالو اوږدې غمیزې ، چې لا تر اوسه روانه ده او بې انډوله ځاني ، مالي او معنوي زیانونه یې زموږ خلکو ته اړولي دي ، د تپلو مسؤلیت په غاړه لري . پر افغانستان باندې په ۱۳۵۸کال کې د جدي پر ۶ نیټې تیری او دحفیظ الله آمین په مشرۍ د یو ملي قانوني حکومت ، چې د افغانانو د اکثریت ملاتړ ورسره و، نسکورول اود ببرک کارمل په مشرۍ د یو ګواډاګي حکومت واک ته رسول د دې سبب شو ، چې په ټول افغانستان کې د یرغلګرو ځواکونو او ګوډاګي حکومت پر ضد سراسري ملي پاڅون سرته ورسیږي . د شورویانو پر ضد د افغانانو په دې جګړه کې د شورویانو د ساړه جنګ رقیبانو ، په تیره بیا امریکې اود افغانستان ګاونډیو هیوادونو د خپلو موخو د پاره ځانونه راګډ کړل . په دې ویجاړوونکې جګړې کې افغانانو د خپلې خپلواکۍ تر څنګ د نوموړو هیوادونو د موخو د پاره هم جګړه کوله ، چې له کبله یې ستر ځاني ، مالي او معنوي زیانونه وګالل او هیواد یې په کنډوالو بدل شو . د دې د پاره چې شورویان دا جګړه وګټي ، نو د هیڅ ډول توطیې او زور زیاتي څخه یې ډډه ونه کړه ، دخپلو لاسپوڅو په واسطه یې د افغانانو د ویشلو د پاره قومي ، ژبني ، مذهبي او نورو ډول ډول بې اتفاقیو ته لمن ووهله ، خو نه یواځې دا چې ماتې یې وخوړه ، بلکې د شوروي امپراطورۍ زور هم لکه دنورو امپراطوریو په څیر ، چې پر افغانستان یې تیری کړی و ، د امپراطوریو په هدیره کې اوبه او تر خاوړو لاندې شو. روسان هم لکه د نورو ځبر ځواکونو په څیر د اوښ کینه لري ، هیڅکله به په افغانستان کې خپله شرمیدلې ماته هیره نه کړي ، او لکه چې په عمل کې لیدل شوي دي ، تل به د افغانانو د کمزورتیا ، بې اتفاقۍ او بې وسۍ د پاره هر څه چې یې په وس پوره وي ونه سپموي . په دې لړ کې څو ځلې یې د خپلو اجنټانو پواسطه د افغانستان د تجزیې هڅې کړې دي ، خو د افغانستان د ملي نوامیسو د مدافعینو له خوا د تجزیې ټولې توطیې شنډې شوې دي .
په لنډ ډول د پورتنیو بیلګو په نظر کې نیولو سره دې پایلې ته رسیدای شو چې هیڅ بهرنی هیواد ، هغه ځبر ځواک وي او که ګاونډی هیواد، د افغانستان د خپلواکې ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاسته راوړو او دفاع کې د افغانانو سره نه مرسته کولای شي او نه یې کوي . افغانان پخپله مجبور او مکلف دي خپل ملي نوامیس خوندي کړي او دفاع ترې وکړی . په دې کې هیڅ شک نه شته چې یو شمیرکسان د پردیوتر حاکمیت او واک لاندې یوڅه شخصي ګټې او امتیازات لاسته راوړي چې په دې کار سره د خپلواک ژوند څخه د بل واک لاندې په ژوند کولو خوښ وي او د خپلپالنې او وطنپالنې څخه ورته پردي پالنه غوره ښکاري او په دې ډول د افغان او افغانیت ټولې ځانګړتیاوې له لاسه ورکوي او په داسې بې هویته موجود بدلیږي چې د هیڅ ډول ارزښت وړ نه وي . په افغانستان کې داسې کسان شته ، خو شمیر یې ډیر کم دی او په ټولنه کې یې اغیز دومره د اندیښنې وړ نه دي . افغانان په ټول کې وطنپالونکي او په خپلې خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا مین خلک دي او د دفاع د پاره یې هر ډول سرښندنې او قربانۍ ته تیار دي . دا ضرور ده چې پوه شو چې خپلواکي او ملي واکمني بې د ځمکنۍ بشپړتیا دخوندیتوب څخه نه شي تر لاسه کیدای . افغانستان په هغه وخت کې رښتیانۍ خپلواکي او ملي واکمني لاسته راوړای شي،چې په رښتیا سره د خپل تاریخي او طبیعي افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي او دفاع ترې وکړي . کله چې دانګریزانواستعماري واکدارانو په واسطه غصب شوی نیم افغانستان لاتراوسه د پاکستان استعماري ولکې لاندې وي، نو څرنګه ویلای شو، چې افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا خاوند دی . تر څو د انګریزانو په واسطه د افغانستان ټولې غصب شوې برخې بیرته د خپلې طبیعي برخې سر ه یو ځای نه شي د افغانستان خپلواکي او ملي واکمني لاسته راوړل او ساتل هیڅ د پوهیدو خبره نه ده . یا په بله وینا د افغانستان د ملي نوامیسو څخه دفاع به یواځې تشې خبرې وي او بس . شته ځیني کسان ،چې د تعصب او تنګ نظرۍ له کبله چې دانګریزانو په واسطه د افغانستان د غصب شوو برخو یووالی به په افغانستان کې پښتانه په مطلق اکثریت بدل کړي ، له خپلې خاورې څخه تیریږي او پر ځان د پردیو واکمني مني . همدارنګه ځینې کسان بیا په ډیرو کمو امتیازاتو ځان پلوري د پردیو غړوندي په غاړو کې اچوي او د افغان واحد ملت دبیلتون کرښې ډیورنډد په رسمیت پیژندلو د پاره اوتې بوتې وایي . خو د افغانستان مطلق اکثریت خلک ، له امو څخه تر اباسینه پورې ټول افغانان د پنجابي استعمار څخه د غصب شوې برخې د ازادۍ د پاره هر ډول سر ښندنو ته چمتو دي . یواځې یو ملي زعامت په کاردی چې د خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب ، ساتنې او دفاع د پاره د خلکو هلې ځلې او مبارزه همغږې او لار ښوونه یې وکړي . د افغانستان په اوږد تاریخ کې افغانانو څو ځلې ثابته کړې ده چې په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې هم کله چې افغانان د خپل ملي زعامت په لرلو سره په یو اواز راپاڅیدلي دي ، نه یواځې ځانونه یې د موجوده ستونزو څخه ژغورلي دي ، بلکې تاریخي سترې د پام وړ چارې یې سرته رسولې دي او ستر تاریخي بدلونونه یې منځته راوړي دي . دا ځل به هم افغانان د خپل رښتیاني ملي زعامت په لرلو سره خپل رښتینی تاریخ جوړوي اوپه افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګولو سربیره به خپل ملي نوامیس ، چې هغه رښتیانۍ خپلواکي ، رښتیانۍ ملي واکمني او رښتیانۍ ځمکنۍ بشپړتیا دي خوندي کوي او له امو څخه تر اباسینه پورې افغان واحد دولت به جوړوي اود هرډول بهرنیو تیریو او لاسوهنو په وړاندې به دفاع ترې کوي .
د ځینو کسانو په آند به داخبرې عملي نه معلومیږي ، خو دا تاریخي جبر دی ، بې له دې څخه بله لار وجود نه لري . افغانان که دا کار ونه کړي ، د خپل منځي بې اتفاقیو ، بهرنیو توطیواو دې توطیو ته د بې تفاوتیو له کبله د تاریخ په کنده کې لویدو ته نژدې دي .اوسنی افغانستان په هیڅ ډول دافغان په ا صیل هویت د بقا وړتیا نه لري . یواځې متحد ستر افغانستان له امو څخه تر اباسینه پورې کولای شي په خپل اصلي هویت سره خپل موجودیت ته دوام ورکړي او د پردیو په وړاندې د خپل ځان څخه دفاع وکړي . ټول ملي وطنپال افغانان په هر ځای کې چې دي ملي او اسلامي دنده لري ، چې د خپلو ملي نوامیسو د خوندیتوب او دفاع په خاطر د سلیقوي او شخصي اختلافونو څخه تیر شي، په داسې یو مکانیزم فکر وکړي چې د افغانستان د ملي نوامیسو د دفاع پلویا ن شخصیتونه او ځواکونه په ګده د یو رښتیاني ملي زعامت په منځته راوړلواو د خلکو په ویښولو او د خپل ستر هیواد څخه دفاع ته چمتو کولو کې بریالي شي . که د بهرنیو یر غلګرو په وړاندې د خپلو ملي نوامیسو او خپل اصیل افغاني هویت څخه دفاع ونه شوکړای ، نو بې هویته د محکومیت ژوند څخه به بله کومه لویه بلا وي چې پر ۶۰ ملیونوڅخه زیاتو افغانانو را پریوزي او د نشت کندې ته یې وغورځوي . راشۍ ، چې نور ځان د تاریخي شرم ، محکومیت او زوال څخه وژغورو ، یود بل لاس ونیسو او خپل برخه لیک پخپله په خپل لاس کې ونیسو !
و من الله التوفیق
د ۲۰۱۲کال د سپتمبر ۵