لراوبر ته د ایساف ځواکونو په یوه خبر کي راغلې دي چي ایساف او افغان ځواکونود ګډو عملیاتو په ترڅ کي د طالبانو یو مشر چي دچاودیدونکو توکو د جوړولو په چارو بوخت وو، دهلمند ولایت د نهر سراج په سیمه کي نیولی دی.
نوموړۍ طالب مشر دچاودیدونکو توکو د جوړوني ، دچاودیدونو دنښې ځاي او پر سړکانو باندی د بمانو د ایښودلو دامر او هدایت مسؤلیت په غاړه در لودی.
دخبر سرچینه زیاتوی چي دایساف او افغان په دری ورځنې ګډوعملیاتو کي دهمدغه ولایت د واشیر ولسوالي په یوه سیمه کي د چاودیدونکو توکو لویی ذخیري، ۲۴۰ کیلو ګرامه هیروئین ،۳۰۰ کیلو ګرامه تریاک او نوري جنګي وسلي د امنیتي پو ځیانو لاس ته ور غلي دي. په دغه عملیاتوکي افغا نوا و بهرنیو ځواکونو ته تاوان ندی رسیدلي او ځانې تلفات نلری.
همدارنګه دایساف او افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کي دسرپل ولایت په یوه سیمه کي دطالبانو د وسلو یولویه ذخیره ویجاړه کړیده، په دغه ذخیره کي. دنارنجک ټوپکونه، څو کیلو ګرامه چادیدونکي توکي، راکټونه ،مرمي او نور ی وسلي موندل شویدي، چي ددی عملیاتو سره سم څو شکمن کسان هم نیول شوي، او دوسلو د ذخیرو محل اوځای له منځه تللي دی. دهمدغه خبر له مخي په کندوز کي د ازبکستان داسلامی حرکت غړي نیول شویدی چي دنیولو په وخت کي له دوی سره یو ځای دپلونواو لو یولارو د ویجاړولوچاودیدونکي توکی هم دامنیتی پو ځیانولاسته ورغلې دی.
کور / تازه خبرونه / د افغانستان په شمالي او جنوبي بر خوکی ایساف او افغان ځواکونو ګډ عملیات تر سره کړل