کور / تازه خبرونه / د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اعتراض کې مظاهرې وشوې .

د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اعتراض کې مظاهرې وشوې .

د نوښار په زرګونو اوسیدونکو د پراخو مظاهرو په تر سره کولو سره پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو غندنه وکړه . مظاهره کوونکو مرګ پر امریکا شعارونه ورکړل او د خپل هیواد په خاوره ېې د امریکايي الوتکو د بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړه . د یوه بل خبر له مخې د پاکستان بیلابیلو مذهبي علماؤؤ او ګوندونو په دې هیواد کې د شیعه یانو وژله وغندله . د انجمن متحده بین المسلمین مشر مولانا تنویر الحق تهانوي وویل پې له شکه د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې هدفمنې وژلې د دې هیواد ملي حاکمیت په وړاندې یوه پلان شوې دسیسه ده . له دې سره په یوه وخت نن په بلوچستان کې بیا هم نا پيزاندو وسله والو یو پولیس وواژه او یو بل ېې ټپي کړ .