کور / تازه خبرونه / د هند د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل

د هند د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل

اسلام اباد : د هند د بهرنیو چارو وزیر، اس .ام . کریشناد پاکستان په پلازمېنه، اسلام آباد کې ددغه هېواد له لومړي وزیر، راجا پرویز اشرف سره خبرې اترې وکړې. ددې رپوټ له مخې، د پاکستان لومړي وزیز د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې دې ته د اشارې ترڅنګ چې د اسلام آباد او نوي ډهلي ترمنځ اړیکې به ددواړو هېوادونو له خوا د خپل شویو سیاستونو له امله، په نږدې را تلونکې کې پراخې شي، ټینګار یې وکړ چې په پاکستان کې له هند سره د ښو او نږدې اړیکو رامنځ ته کېدو په اړه یوه کلي اجماع موجوده ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار وکړ چې هند په پاکستان کې سولې، ټيکاو او پرمختګ ته ژمن دی.