په باغيس کي د مېشتي ولايتي بيا رغاوني ډلي PRT له خوا چي د هسپانيې هيواد له خوا پر مخ بېول کېږي د دې ولايت د قديس ولسوالۍ له اوسيدونکو سره د پنخه ټنه خوراکي توکيو او پخلنځی سامان الاتو مرسته وکړه ، د بادغيس ولايت د پي ار ټي يو تن مسول لراوبر ته وويل چي په دې مرسته کي لومړني خوراکي توکي لکه اوړه ، غوړي ، وريجي او تر پنځوسو زيات بېلابېل د پخلنځئ د اړتيا وړ مواد شامل دي .
ډيرئ افغانان په خپلو ولايتونو کي د ولايتي بيا رغوني پر ډلو يا پي آر ټيانو تور لګوي چي دوی د بيا روغوني په نوم په ولايتونو کي ډير وخت پر بيا ورانونه تېروي او په ښارونو کي د بېځايه او بې وخته ګرځېدو راګرځېدو له امله د عامه وګړيو او خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي .د بادغيس ولايت يوه اوسيدونکي لراوبر ته وويل که د هر ولايت د ولايتي بيا رغوني ډله د خپل ولايت پر بې وزلو وګړو د اړتيا وړ مرستي وويشي هم به ولس خوښ وي او هم به ددوی مخالفينو ته پر دوی د بريدونو موقع په لاس نه ورځي .