کور / تازه خبرونه / پخوانې لوی څارنوال عبد الجبار ثابت له بنده خوښي شو.

پخوانې لوی څارنوال عبد الجبار ثابت له بنده خوښي شو.

د لراوبر خبری څانګه خبرراکوی چي ښاغلی عبدالجبار ثابت پخوانې لوی څارنوال د وسله والو ډلو د بند څخه آزادشویدی.
پخوانې لوی څارنوال عبدالجبار ثابت دننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالي اوسیدونکې دی چي ۱۳۸۴- ۱۳۸۷ کلنو کي دلوی څارنوال په توګه د څارنوالې پر چوکي ناست وو.
عبدالجبار ثابت هغه وخت دلوی څارنوالې د مقام څخه ګوښه شو چي په ۱۳۹۰ کال د چنګاښ په میاشت کي دکرزی په مقابل کي د جمهوری ریاست چوکي ته ځان کاندید کړی.
عبدالجبار ثابت دعدلیی او بهرنیو چارو وزارت سلاکار،د پیښورد منځنې آسیا دمطالعاتو په مرکزکي استاد، د پيښورداسلامی پوهنتون مرستیال اودامریکا ږغ راډیوکی یی دندي ترسره کړیدي.
عبدالجبار ثابت پروسږ کال د میزان په ۱۴ نیټه د چها آسیاب ولسوالي د سقاو په دښت کي د خپلي کروندي دلیدولو په وخت کي دوسله والو کسانو لخواو تښتول شو. د ثابت دتښتولو مسؤلیت تردی دمه هیچاه په غاړه ندی اخیستي، ولې دده د کورنې غړو په ځلونو رسنیو ته ویلي چه هغه د طالبانو لخوا تښتول شویدي. دده دکورني غړو ویلی وو، چي ثابت د شمالی وزیرستان د میرانشاه په سیمه کي بندی دی. ځینو سرچینو ویل چي د ثابت تښتونکي ډلې د طالبانو د بندیانو دآزادولو په بدل کي د ثابت خوښی کیدل مني خو ځينو بیا د پیسو دورکولو آوازي خپرې کړی وي.
عبدالجبار ثابت دلوی څارنوالي پر چوکي هغه وخت ډیر مشهور شو چي د اداری فساد او ددر غلیو سره یی دجهاد مبارزه پیل کړه. ثابت دحکومت په ډیرو لوړ پوړو چارواکو باندي ددرغلې او فساد دوسیي جوړی کړلي، ولی یوه یی هم د قانون د تطبیق منګولو ته ونه سپارله. دهغو دوسیو د ډلي نه یو یي د جمعیت دډلي زور واکی صدیق چکری وو، چي دلوی څارنوالي دتورونو سره سره په کابل کي آزاد ګرځيدی او دفساد ددرغلي دوسیه یی تراوسه پوری قضایي مقام ته نده وړاندي سوی. صدیق چکری دنورو تورونوپه تور له هیواده پښي سپکې کړی او اوس په لندن کي چکر وهي
داچه پخوانې لوی څارنوال عبدالجبار ثابت څنګه خوښی شویدی دخبر سر چینی په دي اړه څه نه دی ویلي.