پرون چهار شنبه د وږی د میاشتي په ۱۵ نیټه وسله والو طالبانو دوردګوو لایت دسید آباد ولسوالي د ملی خیلو په سیمه کي د ناټو د اکمالاتو شپږ لاري موټران وسوځول. په خبر کي ویل شوی چي دغه پیښه ځانې تلفات نلری.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددي پیښي پخلې کړی اووایی چي دغه پیښه د حیدرخیلو،ملی خیلو، سلطان خیلو او ماشین قله په سیمو کي را منځ ته شوه او د ناټو ۱۷ اکمالاتې وسیلي و سوځول شوي. او ۱۹ امنیتي سرتیري پکي وژل شویدي.
دیوبل خبر له مخي د میدان وردګو ولایت امنیتي مقاماتو خبر ور کړیدی چي د وردګو په ولایت کي ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوله اووښتي ده.
د وردګو ولایت د والي ویاند وایی چي پرون غرمه ناوخته ددي ولایت دکوته عشيرو، ملا خيلو، کهنه خمار و چارکى سیموکي د افغان امنیتي او بهرنیوځواکونو په ګډ ه عملیات پیل کړل چي ددي عملیاتو په ترڅ کي د طالبانو یو قوماندان د روح ا لله په نامه دوه پاکستانی وګړي د۱۲ طالبانو سره یوځای ووژل شول او پنځه تپيان شول. دئ وایی چي دمړو جسدونه په سیمه کي پراته دی. د میدان وردګو ولایت د والي ویاند زیاتوی چي موږ تلفات نلرو یواځي پنځه کسان موسطحي زخمیان دي.