دسهار شپږ بجې وې چي ټليفون ته مي يو زنګ راغی نن ديکشنبې ورځ وه زه هم تراوسه دفتر ته نه وم تللی کورته، وم کله چي مي دځواب ټنۍ کښېکښه ويل يې: هلو سلام عليکم!
شما جواد داوري هستيند؟
بلي ما خودش هستم!
رئيس صاحب برما ګفته بودند که به جواد داوري زنګ بزند وبه کابلش دعوت کنند.
ازي خاطر زنګ زدم.
(صحيح است ما صبحکي حرکت ميکنم)
په دې اړيکه کي نوري خبري هم وې، خو زما دسفر په اړه ټليفون والا څه نه وويل.
ددوشنبې ورځ مي کابل ته دتللو وټاکله زړه مي خپل داسفر ته رنګارنګ کيسې جوړولې زه نه پوهېدم چي ولي يې په داسي ناڅاپي ډول کابل ته بلنه راکړه؟
مګر هو! دفتري چاري همداسي وي،ځکه بېړنۍ اړتيا وي منځته راځي، او يا کېدای سي دفترمي يوه بهرني هېواد ته په سياحتي سفر لېږي ځکه مشر مو لوېديځ ته ديوه ساتېرونکي سفر ژمنه راکړې وه دې خبرو مي زړه ته تسکين راکاوه.
خپلي اندېښنې مي لکه دللمي باران دبيديا پرخېټه دانه دانه ځغلولې ددوشنبې ورځ که څه هم عادي وه ،خو دنورو په پرتله يو څه اوږده سوه.
له هلمنده ترکابله دمځکي پر سفر يو څه نا امني کرلې وه،خو زما ځکه په برخه سو چي زموږ له ښاره يوې الوتکي الوتني کولې، هغې هم ټکټونه پر هغو دولتي مامورينو او مشرانو خرڅ کړي ول، چي دطالبانو له بېري يې دمځکي تګ نه خوښاوه.
“له يوې خوا پړانګ بلي خواته پاڼ” زما زړګی دو اندېښنو بېراوه يوه دطالب پڅه چاړه او بل پلو ته زموږ ددفتر بېړنۍ بلنه چي ما پکښي لوېديځ ته دسفر خيالونه جوړول.
زه ددولت مامور نه وم، خو بيا هم هغه ويډيوګاني مي سترګو ته تېرېدې چي دطالبانو په نامه انسانان پکښي ليدل کېدل چي له نوروکسانو سرونه پرې کوي.
ددوئ په اړه ويل کېده چي ددولت سره پرچاسوسۍ يې سرونه پرې کوي، خو ځينو داسي هم ويل چي په دې کسانو کي اکثريت يې بې ګناه نيول سوي وي.
دامي هم اورېدلي وه چي دلويي لاري ترغاړه يې له درې سوه درې موټرونو داسي کسان کښته کړي سر،غوڅ کړي چي ددولتيانو شک يې پرې کاوه .
کابل ته دخپل سفر بېړنی حال مي له يوه ملګري سره شريک کړ، هغه ته مي بې له نورو جزياتو وويل: څنګه وکړم الوتکه بارسوې او ماته دموټر تګ پاته دی؟!
ملګري مي هم پرلاره دامنيتي اندېښونو حالت، او دطالبانو دسخت چلند حال راکړ.
خو لنډه داچي ددوشنبې ورځ مي کابل ته په درې سوه درې کي دتګ وټاکله .
دهلمند مسافرين مامولا دشپې پردوې بجې او دېرش دقيقې اډې ته ورځي، خو زه پريوه بجه ورغلم که څه هم کابل ته موټريز سفر مي لومړنی نه و.
دو حالتونو زه دشپې پر يوه بجه د اډې تلني ته وهڅولم يوه دا اوازه چي دطالبانو په اړه ويل کېده چي خپل سړي دڅارني لپاره اډې ته لېږي او څوک چي يې په کار وي پرلاره يې له موټره کوزه وي.
ما داسي فکر کاوه چي ګوندي پر يوه بجه مي څوک ونه ويني او پټ به په موټر کي کښېنم.
دويم حالت مي دزړه په باغ حرم کي دلوېديځي نړۍ تخيلات ول چي ګرځېده راګرځېده احساس مي ويل چي څنګه ښه ښارونه به ووينم؟
پريوه بجه د اډې پر غولي چوپتيا خپره وه موټروانان اکثريت په موټرونو او نور دترانسپورتي دفترونو مخونوته بيده ښکارېدل، يواځي دنيژدې هټيو څوکيداران ويښ ول.
ماهم ديوه موټر بغل ته ځان پناه کړ، يوه ګړۍ انتظار مي وکيښ چي د اډې پرخوله نور مسافرين هم چي لاسي بکسونه ورسره ول را ښکاره سول.
دې شېبې مي بيا زړه ته لږه موسکا راتوی کړه فکر مي وکړ چي سفري ملګري راغلل اوس نو يواځيتوب نه احساسوم.
زه چي يې څنګ ته غلی ناست وم ددې موټر له سره يو جګ سړی ترپ سو را تاسو سترګي يې موږلې ، اخوا دې خوا يې کتل ويې ويل: عبدالرازق چيري دی؟
مادې پوښتني ته ځوابي ژبه ښوروله چي له بلي خوايې پوښتنه ځواب سوه…..)
درې سوه درې کابل ته په مسافرو بار چمتو سو موږ دشپې پر درې بجې حرکت وکړ،زما څنګ ته يو پوخ ځوان چي ږيره يې پر څېره برابره ښکارېده خورا په خوند ناست و.
دخپل همڅنګي مسافر په اړه مي دملاامام شک کاوه،خو کله چي يې خبري راسره وکړې دا مالومه سوه چي ديوه ښوونځي ښوونکی و.
له دې مسافر سره مي خورا بانډار تودسو موټروان هم ګړندی تګ کاوه، تياره داسمان پر کرونده پرته وه چي دکندهار له ښاره واوښتو.
په کيسو کيسو کي دسباوون وړانګي دموټر پرښيښو وځلېدې، موږ ټولو په يوه خوله دسهار دلمانځه ږغ وکړ، داګړی موږ په يوه دښتي ساحه کي تګ کاوه چي نيژدې کورونه، او کلي نه ښکارېدل موټروان هم موټر دتيلو له يوه پمپ سره ودراوه .
کله چي له موټره کښته سو زما دڅوکۍ انډيوال وويل: مخته ساحې ډېري نا امنه دي ژر ژر لمونځ کو چي په خېر ترې تېر سو.
داخبري مي بيا هغه افسانې مخته راوستې چي جلاتانو پکښي دانسانانو سرونه پرې کول، ويل کېده چي داطالبان دي او دلته هم دطالبانوله امله نا امني جوړه وه .
لمونځ اداء سو موږټول موټر ته ور پورته سو پرلاره نور موټرونه هم روان ول.
داسړک دمخکني په پرتله ډېر خراب و يو شمېر مسافرينو ويل: دا ماينونو خراب کړی،ځينو ويل: دا له سره بيا رغېږي.
خو زما په اند دا سړک ځکه خراب و چي خراب جوړ سوی و اود موټرونو ډېر تګ ددې لامل سوی و چي سړک ژر وران کړي.
دموټر لويو لويو چمپونو مي په زړه کي دطالبانو بېري ته ساه ورپوکله اندېښنو مي پر خوله دخبرو دبندښت مهر ولګاوه .
دلوېديځ خيالونه مي دښاري صفا او کلات تر منځ پر کږه او لوکه بوکه لاره خزانېدل، وروـ ورو مي پر خپل راتګ دپښېمانۍ احساس پيدا کاوه .
دسړک ترغاړه څو سپېرې هټۍ را ښکاره سوې له ښوونکي مي وپوښتل:دا کوم ځای دی؟هغه چي ترما پردې لاره بلد و ويې ويل: دا دکلات ښاردی.
په دې ترڅ کي دا ښوونکي دزابل دبادامو يوه لنډوکي کيسه راته پيل کړه، ده دا کيسه خورا په خوند کوله، او ما يې هم په اورېدو دطالبانو ظلم يو څه له زړه ټولاوه .
دکيسې له ختمېدو سره سم زما پرزړه دخوب څپې راپورته سوې؛
کښهاری سو چي له مخامخ څوکيه مي سر وموښت، دادموټر ناڅاپي بريکونه ول چي پر سړک دچاودلي ماين کندي ته يې ووهل .
موټر ودرېد له ښوونکي مي وپوښتل: څه خبره ده؟
هغه راته وويل: دلته نه ګورې چي ماين چاودلی؟
دموټر دې زورورو برېکانو ټولي سپرلۍ وارخطا کړې زه هم له څوکيه راجګ سوم، د ټولو پر څېرو بېره غوړېدلې وه.
يواري مي هغه څوڼور مخپټی انسان سترګو ته انځور سو چي لويه چاړه يې په لاس کي وه او ديوه ځوان پر غاړه يې ايښوده هغه چغي وهلې چي په الله قسم زه بې ګناه يم….. زه بې ګناه يم زه ژباړونکی نه يم زه بېخي پښتو نه سم ويلای انګليسي به څنګه وژباړم دخدای، او دقران روی ته وګورئ زه بې ګناه يم……. زه له ايرانه راشړل سوی يو غريب افغان يم…..)
زما له خولې لويه چغه ووته(ها) ښوونکي وويل: څه خبره ده؟
ما وويل: هيڅ نه!بس همداسي…)
دموټر په شاتنۍ خواکي دکوچنيانو ږغ و ږيغ پورته سو ټول مسافرين د(خېر کې خدايه!) غونډلي له خولې باسي.
وايي: الله ته مهربان ذات يې…) له شره مو وساتې . ..)
ددوعا په دې نارو کي زما زړه ډوبېدونکی غوندي و
نيمه ګړۍ دلته تم سو، بيا دلاري امنيتي ساتونکو موټروان ته وويل: له پخې لاري واوړئ او له پورته کلي بېرته لويي لاري ته راپورته سئ.
موټروان هم موټر دکلي پر خوا ورتاو کړ زما زړه که څه هم دطالب له وهمه لړزېد،خو له ځان سره مي ويل: چي زما سره نو طالب څه کار لري زه،خو دحکومت مامور نه يم!؟
دا اندېښنې رنګارنګ وې چي زما په پام کي راتلې؛ يواري مي تر سترګو ټوپک ترغاړه مخ تړلی کس وليدل سو. چي موټروان ته يې دموټر ددرېدو امر وکړ.
موټر لا درېدلی نه و چي يو وسلوال بيا دروازه و دربوله او په زوره يې نارې وهلې دروازه خلاصه کړئ! کلېنر هم ددروازې غېږه ور پرانسته .
داسړی چي موټر ته راوخوت ډېرله ساه ډک ډک کېدی په سترګو کي يې ظلم له ورايه ښکارېدی.
په ډېره لوړه او قهرجنه ژبه يې وويل: له کوم ځايه راځئ؟؟
په ناستو کي يو سپين ږيری ور پورته سو ويې ويل: ملا صاحب موږ له لښکرګاه راروان يو زه خپل ناروغان کابل ته ددرملني….) داخبره بشپړه نه وه چي وسلوال ورغبرګه کړه له تامي پوښتنه نه ده کړې.
دې بوډا خپله ږيره وموږله او پرخپل ځای کښېناست.
موټروان د وسلوال پوښتنو ته خوله ور جوړه کړه ورته ويې ويل: موږ له لښکرګاه کابل ته ځو ..)
په دې مهال کي دوه غبرګ نور طالبانو هم موټر ته را پورته سول.
ديوه مخابره په لاس کي وه چي رنګارنګ خبري ترې اورېده کېدې؛ دستي يې په مخابره کي ږغ وکړ قوماندان صاحب په نخښه سوی موټر مو درولی دی.
هغه د کافر زامن لټو او دستي يې تر تاپوري در ولو .
ماچي کله دا خبره واورېده د موټر شا اومخته مي بيا وکتل ما ويل: داسي نه وي چي دکومي بهرنۍ موسيسې کارکونکي راسره وي،خو هغه مي هيڅ يو بهرنی ترسترګو نه سو.
په موټر کي درې وسلوال يو په سر، بل په منځ او دريم د موټر په شا کي ولاړ ول ژر ـ ژر يې نارې کړې در تاسئ هلئ ژر کوئ!!
دلته ځنيو کسانو هڅه وکړه چي طالبان په دې قانع کړي چي موږ ټول بې ګناه خلک يو،خو هغوئ دخپلو خبرو چاوانه ړول.
وسلوالو ټولي سپرلۍ له موټره کښته کړې؛ او لاندي يې په يوه باغ کي ليکه ودرولې ټولو ته يې ويل: لاسونه پورته کړئ، او ټليفونونه وغورځوئ!
دوسلوالو دا مرونو زماتر زړه بيا په ويډيو کي دليدل سوو ځونانو ترشاتړلي لاسونه انځور کړل چي نورو به يې سرونه ورغوڅول.
داسي فکر مي کاوه چي دمرګ او ژوند پرېکړه ددې وسلوالو ظالمانو دتوپک په دې زړه شپېلۍ کي ده.
دوئ ټولو په لوی واړه، او زاړه کي تلاښي وکړه او له هغو ښځو يې قسمونه واخيستل چي هيڅ طالب ضد، شی ورسره نسته.
دوه کسان طالبانو له ځان سره وګرځول او موږبېرته موټر ته پورته سو.
په دې مهال کي نورو سپرليو دخپلي مهربانۍ له مخي پر موټروان ږغ وکړ، چي وروره ته ورسه ګوندي چي ستا په خوله يې خوشي کړي ورته ووايه چي دا بې ګناه خلک دي.
موټروان يو څو دقيقې په ماته اوګوډه ژبه له وسلوالو سره ددغو کسانو دبې ګناهۍ په اړه استدلال وکړ،خو هغوئ هيڅ ونه منل.
موټروان چي بېرته ناهيلی راغی په ناستو سپرليو کي يو سپين ږيری چي خورا نوراني څېره يې لرله ورتا سو.
ما فکر وکړ چي ځه! هغه دوه کسه راخوشي کوي،ځکه خلکو ويل: چي طالبان دسپين ږيرو خلکو ډېر احترام کوي.
يوڅو له بېري ډکي دقيقې واوښتې؛ چي دسپين ږيري له خولې لوړي لوړي چغي راوځي وايي: داڅنګه اسلام دی مُسلمانانو زه يې تربې عزتۍ بدتره کړم.
که ګورم چي دبوډا سپين کالي په خټکو کلک، او لنګوټه يې غاړي ته لوېدلې سترګو يې داوښکو څاڅکي جوړول.
سپين ږيری ډېر ستړی او ځورېدلی پرخپل ځای کښېنست؛ ويې ويل: زما خبره يې ونه منله او زه يې ووهلم ښکنځل يې راته وکړل او بيا يې په وهلو وهلو دباغ لښتي ته واچولم.
اوس سپرلۍ پريوه خوله نه وې يو شمېرو ويل: درځئ چي ځو! ځينو ويل: چي هغه نور کسان را پرې نږدې امکان نلري چي ولاړسو.
داموضوع يو څه جنجالي سوه، موټر وان وويل:يو ګړی به صبر وکړو ځکه پخوا هم دلته طالبانو له موټرونو ددولت سره پراړيکو ځني کسان نيولي او تر صبر وروسته يې بېرته را خوشي کړي.
په موټر کي دغه خبري کېدې چي له باغه سپين رنګه وسلوال چي غټه ژړه لنګوټه يې پر سروه زموږ لوري ته راغی. په دې مهال کي زما دولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی رايادسو چي پرټلوېزيونو مي ليدلی و.
دا وسلوال تر موږ پوري لا نه و رارسېدلی چي مخابره يې لاس ته کړه اوږغ يې کړ چي راولئ هغه دوه کسه.
نورو وسلوالو ددولت په تور نيول سوي دوه کسه موټر ته راوستل او طالبانو په خورا قهرجن ګړدود(لهجه) وويل: استاده ګېر په واغونده ځه چي برېک ونه وهې.
موږ دا خبره له اسمانه غوښتنه موټر روان سو؛ خو زه لږ اندېښمن وم ،ځکه دطالبانو په اړه مي اورېدلي وه چي ددولت په تور چي څوک ونيسي خامخا يې وژني. مګر پوښتنه واه چي دا خلک يې څنګه خوشي کړل؟
ددې پوښتني ځواب ته مي فکر کاوه چي دخوشي کېدو مسئله نورو مسافرينو ياده کړ
له هغو دو خوشي سوو يوه يې په لوړ ږغ وويل: دخپل معاش ګټل سوي ۵۰۰۰۰ زره افغانۍ مو ورکړې خوشي يې کړو.
ماته هم دولسمشر هغه خبره راياده سوه چي يوه غونډه کي يې ويلي وه: چي داداري فساد پر ضد به کلکه مبارزه کو. .)
ماچي کله دا مامله وليده پوه سوم چي نن سبا پيسې هرڅه دي؛
په دې ترڅ کي مي خبريال اجمل نقشبندي هم ذهن ته راغی چي وسلوالو طالبانو يې د 2007 زېږديزکال داپريل پر14 03:05 دقيقې دهلمند دګرمسېر په ولسوالۍ کي سر غوڅ کړ، او دهغه سره بل ايټالوی خبريال يې خوشي کړ.
له طالبانو سره په سنګر کي هم غريبان وژل کېږي او څوک چي پيسې لري هغه بيا له وخته په بهر کي ځانته بېلډينګ جوړ کړی وي.
دطالبانو مشران هم په استراحت ناست وي او دلته يې غريبان او لوږي کسان دتوپونو خولې ته ورکړي وي.
“دايې جهاد او دايې دهېواد جوړېدنه” .