کور / راپور / په هرات کې د بنسټيزې ادارې سيمينار راپور

په هرات کې د بنسټيزې ادارې سيمينار راپور

په هرات ښار کې د افغان يون د ځوانانو په نوښت د بنسټيزې ادارې څلور ورځنی سيمينار جوړ شو. دا سيمينار چې پکې د هرات لسګونه ځوانانو ګډون کړی دی، د افغان يون د کاري او مشورتي جرګې د غړي عزت الله اديب له لوري پر مخ وړل کيږي. د سيمينار په پای کې به ګډونکوونکو ته بری ليکونه هم ووېشل شي. د يادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکې کې به د دې ډول روزنيزو غونډو لړۍ د هېواد نورو سيمو ته هم وغزيږي.
افغان يون يو سراسري ولسي خوځښت دی چې په ټول افغانستان کې د فکري ويښتابه، د پوهې او علم لور ته د بلنې او ملي يووالي لپاره هڅې کوي. افغان يون د لومړي ځل لپاره د فېسبوک پر پاڼه خپل کار پیل کړ او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ېې څه کم دېرش زره افغانان په يوه ټغر کښېنول. اوس مهال له فیسبوک پرته په زرګونه مینه وال او خواخوږي لري چې ښايي شمیر ېې سلګونه زره ته ورسیږي.




د ډیرو لویو او پخوانیو سیاسي ګوندونو او ډلو پر خلاف افغان یون د سراسري فکري ویښتابه لپاره هڅې کوي او غواړي خلکو ته داسې څه وړاندې کړي چې د هغوی لپاره د بنسټیز پرمختګ لامل شي. سراسري ملي یووالی او ویښتوب د افغان یون له بنسټیزو هدفونو څخه دي او دا کار یوازې د ځوانانو په مخامخ ونډه اخیستنه تر سره کیدای شي.
افغان یون بیروني او غولوونکې غونډې او هڅې نه کوي، بلکې د ټولنې له جرړو څخه په پیل شوي پیاوړي خوځښت باندې باور لري او دا څرکونه به د هیواد لپاره په یو لوی لمر بدلوي.
انشاءالله
د افغان يون کاري او مشورتي جرګه