د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ځوانانو لپاره په ټولنيزو چارو کې د فکر لوړنې په موخه د اوښتون کولتوري ټولنې له لوري او د ملګرو ملتونو د سيميز دفتر يوناما په تخنيکې همکاري سره يوه لويه علمي غونډه جوړه شوي وه .
په غونډه کې ددې ولايت له دوو سو زياتو ځوانانو د پوهنتون محصيلينو د ښوونځيو زده کوونکو برخه اخيستي وه چې د هېواد دوو تکړه اوستادانو حبیب الله رفيع او اوستاد اسدالله غضنفر هم برخه اخيستې وه
په غونډه کې ځوانانو په شته ستونزو له راغليو اوستادانو د ځوانانو دستونزو د هواري په موخه پوښتنې وکړې .دوئ وويل ( په پکتيا کې اوس هم ډېر ځوانان له بیکاري سره مخ او په دې نه دې توانيدلي په ډليز توګه ستونزمنو کارونو ته د حل پيدا کړي )
ددوئ په خبره کله چې ځوانان له پوهنتونو فارغ شي بیا هم نشي کولی چې د ځان لپاره په دولتي او غيري دولتي ادارو دندې پيدا کړي .
دوئ غوښتنه کوله چې په پوهنتونو کې دې د مسلکي اوستادانو کچه لوړه شي چې د محصلينو د ښې روزنې زمينه برابره شوي وي
ځوانانو د غونډې په جوړيدو خوښې وښوده دوئ ويل چې ډول علمي او ګټورې غونډې کولي شي چې د ځوانانو د فکري لوړه ونې په روزنه کې ګټورې تمامي شي د غونډې ډېره برخه د ځوانانو پوښتنو ته ځانکړې شوي وه
د غونډې په ترڅ کې حبيب الله رفیع وويل ، ځوانان د يوې ټولنې قوت ده ، چې افغان ځوانان هم کولی شي ټولنې په سم توګه کار وکړي .
د ښاغلي رفيع په وينا ، پخوانيو زمانو کې به چې کله ځوانان پنځلس کلني ته ورسيدل نو د کورنيو د مشرانو له لوري به ورته په دې موخه کمربندونه تړل کيدل چې نور نو ځوانان بې مسووليته ندي او د ټولنط ټولنيزې چارې به ورسپارل کيدې .
د يادې غونډې بل برخوال اوستاد اسدالله غضنفر په ځوانانو غږ وکړ چې يو موټي شي او دخپلو حقه حقوقو لپاره دي په يوالي سره ملا وتړي
غضنفر سوله د هيواد او د خلکو په خير وبلله چې په وينايي تېرو جنګونو افغانانو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ډېر زياني زيانو هم واړول .
ښاغلي غضنفر وويل ( د ټولې دنيا د پرمختګ لاري دادي چې په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو د ښه کولو لپاره مدني ټولني او نورې ورته اتحادې جوړيږي چې په ټولنه يي ګټورې اغيزې پرېوزي )
د يادولو ده چې تېر کال هم د اوښتون کلتوري ټولنې له لوري د پکتيا پېژندنې په نوم يو ورځنی سمينار جوړ شوی وو ، چې تر څنګ يي يولس ټوکه بېلابېل کتابونه هم هم چاپ کړي و، ديادې ټولنې مسولين وايي په راتلوونکي کې هم غواړې د ځوانانو لپاره دې ته ورته علمي غونډې اوسمينارو جوړ کړي .
د اوښتون کلتوري ټولنې له لوري دا غونډه په داسې مهال جوړيږي چې اوس هم ډېری ځوانان په بېلا بېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي .