څو تنه ماشومان د بریښنا له لوړې او غټې اوسپنیزې ستنې را تاو وو. چا په کې لاسونه نښلول او ټالونه یې خوړل، څوک لږ ور پورته کیدل او بیرته کوزیدل. یو دولس کلن ماشوم چې له لستوڼو یې لغړې مټې راوتلې وې له نورو همزولو لږ پورته شو او لا هم بره روان و. ور غږ مې کړ: پام ، ډېر پورته لاړ نه شي ، و ه به دې نیسي!
– و مې دې نیسې ، څه به وکړي؟
– مړ به شې
– مړ دې شم، هسې هم مرګ ته پیدا یوو،دې ژوند کې څه پاتي؟
دې ځواب حیران کړم ، ځان سره مې ویل : ولې زموږ نسل یواځې مرګ ته پیدا دی؟ ولې ماشومان مو په راتلونکې دومره بې باوره دي؟ دا چا دومره نهیلي کړي؟ او ؟؟؟؟؟؟
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د وږي ۱۴مه،۱۳۹۱