اوس دې يادونه افسانې ښكاري
دا څه دستور د زمانې ښكاري
لاندې تصوير د درنو، پوهانو، ليكوالو، شاعرانو او د هېواد اتلو مېړنو دى، په دې عكس كې ټول هغه كسان ليدلى شى چې په خپل وخت كې يې په پښتو ادب كې نوى ساه پوه كړه، د پښتانه تر خاورو لاندې تاريخ يې له كړځونو پاك كړ، پښتو ټرمينالوژي يې رامنځ ته كړه، د پښتو غزل ته يې نوې ړنګه بنګه ځواني ورپه نصيب كړه، فولكلور چې د خواره واره ولس په سينو كې و، تر ډېره ورته نوې پاملرنه وشوه او را ټولوشو.
د دې لپاره چې له ډېرو مينه والو سره دا عكس شريك شوي وي، همدلته يې خپره وم او د دې لپاره چې د دوى پر پلونو مو پل ايښى وي، دا تصوير ستاسو د كمپيوټرونو پر سكرين د امانت په توګه ږدم.
په دې تصوير كې د پښتنو خزان شوي ګلان چې لا تراوسه يې د پښتنو وطن له بركته معطره ده ډېرى يې د ځوان پر مهال دي ښكاري.
د دې لپاره چې په اسانۍ سره دا وياړلې څهرې ښې وپيژندلى شي نمبر او نوم ته پام وكړئ.
لپې مو له دعاوو ورته ډكې شه!
۱- د ښاغلي مولانا خانمیر خان زوی
۲- د وزیر بابا وراره ښاغلی محمد پتنګ مومند
۳- ښاغلی نور احمد خان ستانکزی
۴- ښاغلی ډاکټر عبدالحق خان
۵- ښاغلی مولانا عبدالقادر خان
۶- ښاغلی او منلى پیاړوې وزیر محمد ګل خان مومند بابا
۷- ښاغلی ملک سیدا خان شینواری
۸- ښاغلی مولوي خانمیر خان هلالي
۹- ښاغلی عبدالخالق خان خالق
۱۰- ښاغلی مولوي محمد امین خان خوګیاڼې
۱۱ – د وزیر بابا نږدی ملګری او د بلخ حکمران حاجي داد محمد خان عمرخېل
۱۲- ؟
۱۳- پښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی او منلى عبدالرووف خان بینوا
۱۴- ښاغلی او منلى سید قاسم خان رشتیا
۱۵- ښاغلی حاجي ګل محمد خان بړېڅ
۱۴- ښاغلی اې.اېم قادر
۱۶- ښاغلی محمد نواز خټک
۱۷- ښاغلی ى حاجي عبدالشکور خان
۱۸- ښاغلی ى حاجي نیازمحمد خان ځاځی
۱۹- ښاغلی او منلى پوهاند شهيد سید شمس الدین خان مجروح
۲۰- د پښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی او منلى استاد ګل پاچا الفت
۲۱- ښاغلی او منلى سید رسول خان رسا
۲۲ – پښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی او منلى قیام الدین خان خادم
۲۳- ښاغلی او منلى نیک محمد خان احمدزی
۲۴- پښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی او منلى صدیق الله خان رښتین
۲۵- ښاغلی مولوي عبیدالله خان ساپی
۲۶- د پښتو غزل بابا ښاغلی او منلى میر حمزه شینواری
۲۷- ښاغلی محمد نور خان
۲۸- ؟
۲۹- ښاغلی محمد رفیق خان کړوخېل
۳۰- ښاغلی نور احمد خان بړېڅ
۳۱- ښاغلی عبدالحق خان کابلی سوداګر