پام چي د دې مبارکي میاشتي په اړه څوک په وروڼو ؟!! پسي څه ونه وایي !!!
اخر غوایې هم د خدای بنده ګان دي ؟!!!
په نننئ دیموکراته ؟! نړئ کي خو هر څوک ورځ او هر شئ حق لري !!! د چا مساوي د چا دوه برابره څوک تر حق لوړ څوک تر حق لاندي … لنډه دا چي ، ورځ او د هغې د تجلیل حق د زور او طاقت درلودل کارول او د فن ! مظاهره کول دي . د خدای (ج) په بندګانو کښي تر غوایي بل کم داسي بنده سته چي زورور ښکر ، لوی خو د عقل نه خالي سر ، زورور اندام او د بادار رسئ ته ، وړ غاړه ولري ؟. تاسي ګران لوستونکي د نننئ نړئ پرمختللې بڼه له پورتني مثال څخه لیدلای سئ . په رشتیا چي نن په نړئ کښي انس او جنس ورځ لري . ښځي ، نارینه ، څاروي ، الوتونکي ، نیټې او داسي نور … له ټولو نه جالبه د ورځي تعریف او تفصیر دئ ، چا ته که کومي ورځي چانس راوړي خو بل چا په همدی ورځ تاوان کړی او کله ناکله خو داسي هم سوي چي چا په تاوان کي چانس راوړی دئ . د ۲۰۰۷ ع کال د هسپانیي هیواد د غوایانو په ځغاسته کښي ډیری منډي وهونکي تر پښو لاندي سول ، د ځغاستي ژوري پلاوي د دې پر ځای چي غوایي پړه وګڼي ، دا منډي وهونکي چي نور نو د پښو دریدلو طاقت نه وو پکښي ، پړه او له مسابقی نه ویستل . خلګو اعتراض وکړ چي ، غوایی له وخت نه وړاندي د غوجل نه خوشي سول او خلګوو ته خبردارې نه وو ورکړل سوی ! خو ژوري ځکه نه منل چي په لوبه کښي ګټونکي او بایلونکي خامخا وي …!!! اوریدل کیږي چي د کابل ښاریان هم ، یو ځل بیا د غوایی د ورځي د تجلیل او تحسین په درشل کښي د شنو غوایی د انقلابیونو د لازمي پاملرني وړ ګرځیدلي دي . لاري يي تړلي دي … دا ځکه چي * دا ځل د ژوري پلاوي مشر تر نورو مشرانو ، ځان عادل او د لوبو پر ګډونوالو محربان ګڼي !!! او پریکړه یي کړی ده چي که ؛ خلګ د غوایی د تجلیل او تحسین لپاره تیاری اوس وویني ، نو د غوایي د ورځي په رخصتئ کښي به بیا څه کوي ؟ او همدارنګه د کابلیانو په پټه د خپلو ښکرونو او لغتو په وسیله کومي ابادئ !!! چي د همدی ورځي په ویاړ تر سره سوی وې … خپلو عسکرو او دوستانو ته وښیئ .
زه خو دا کار د قدر وړ ګڼم ، ځکه چي ؛ د سیل او منظرې په وخت کښي لازمه نه ده چي کابلیان خوږی خاطری ترخی کړي ؟!
دلته خو لا د مساجدو محرابونه تر اوسه د کعبی خواته نه دي راسته !!!
دلته خو لا مزدور او غریب کابلیان د جنت له خوږو نه ، نه دي برخمن !!!
دلته لا میرنئ ورور سته چي ګوانتنامو ته په مجاني سیاحت ولاړ سي !!!
دلته لا د ړندو بم غورځونکو ته ( لبیک ، لبیک ) ویونکي سته !!!
دلته لا افغان اولس کله ناکله اخترونه او نوي کلونه لمانځي !!!
دلته لا خلګ انساني ژوند غواړي !!!
د نړئ دغه لړئ ده ، زموږ مړئ.