کور / تازه خبرونه / اولس نور د اربکیانو وحشت نه سي زغملای

اولس نور د اربکیانو وحشت نه سي زغملای

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له نورو موضوعاتو سربیره د جمهور رییس له خوا د نویو وزیرانو په ټاکنې او په کندز کې د یوه سیمه ییز قومندان له خوا چې خلک وایي؛ د دولت اربکی دی، د عامو خلکو په وژنې تبصرې کړي دي.

خدمتګار ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، که څه جمهور رییس په هیواد کې د سیاسي ثبات لپاره له ځانه زیات انعطاف ښودلی؛ خو د ځینو انحصارګرو کړیو په وړاندې د ده دارنګه چلند ناوړه نتایج لري.

ورځپاڼې دغو ټاکنو ته په کتو سره لیکلي د افغانستان اساسي ستونزه د یو شمېر کړیو له خوا د واک د انحصار لپاره دوامدارې هڅې دي.

خدمتګار لیکلي، په دارنګه یوې فضا کې جمهور رییس حامد کرزي ته ډیره ستونزمنه ده؛ چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ کې د جمهور رییس له خوا د دریو وزراتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست ته د نویو کسانو د نومونې راپور او په دې اړه د جمهور رییس د احکامو متن خپور کړی دی.

د هیواد د نننۍ ورځې سرمقاله د هغو ادعاوو په اړه ده چې وايي؛ د حیراتو په بندر کې اویا ملیونه ډالره اختلاس شوی دی.

په سرمقالې کې له ادارې فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د مشر عزیز الله لودین خبرې هم راخیستل شوي؛ چې وايي، هغه کس چې دغه پیسې یې په بډه وهلي، پيژني او څارنوالۍ ته به یې ور وپيژني.

هیواد لیکلي، حکومت له ولس او نړیوالې ټولنې سره له اداري فساد سره د مبارزې کلکې ژمنې کړي؛ خو بې ځایه مصلحتونو یې د دغو ژمنو د عملي کیدو مخه نیولې.

په سرمقالې کې راغلي، تر څو چې د عدلي او قضايي ارګانونو صلاحیتونه ډیر نشي او د زور واکانو لاسونه لنډ نشي؛ د فساد مخنیوی ستونزمن دی.

سرنوشت ورځپاڼې د “ولس نور د اربکیو وحشت نشي زغملای” تر سرلیک لاندې خپله سرمقاله کښلې.
ورځپاڼې په کندز کې هغې پیښې ته اشاره کړې؛ چې ویل کیږي، په کندز کې یوه دولت پلوه وسلوال قومندان د خپل یوه کس د وژل کیدو په انتقام کې لس ملکي خلک وژلي دي.

سرنوشت لیکلي دولت اربکیان یا سیمه یېز پولیس په بیلابیلو سیمو کې د امنیت ټینګولو لپاره جوړې کړي، خو هغوی د خلکو ځورنې، د عامو خلکو وژنو او بیلابیلو نورو جنایتونو ته ملا تړلې ده.

ورځپاڼې لیکلي جمهور رییس باید د لا ډیرو جنابتونو د مخنیوي لپاره د سیمه یېزو پولیسو تشکیلات له منځه یو سي او هغو کسانو ته چې په کندز او نورو سیمو کې یې جنابتونه کړي، جدي سزا ورکړي.

ویسا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یوه مطلب د کندز د پیښې په اړه لیکلي دی.

ویسا د یوه کارپوه نظر راخیستی چې وايي چې د افغانستان په شمال کې زرګونه میله وسله د سیمه یېزو پولیس په نوم اخیستل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي ځينې پخواني قومندانان له دغو وسلو او وسلوالو څخه د خپلو سیاسي اهدافو او خپلمنځي شخړو لپاره کار اخلي.