د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ګرشک اولسوالۍ کي ئې عمليات کړي او په پايله کي ئې درې ته وسله وال وژلي او يو ژوندى نيولى.
چارواکي وايي چي ياد کسان ئې تېره شپه د يادي اولسوالۍ د باوړيو په سيمه کي د ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي وژلي او يو ئې نيولى.
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي د يادو کسانو د وژني او نيوني د پخلي ترڅنګ پکښي د يوشمېر وسلو د نيولو خبره هم سوې.
خبرپاڼه همدا ډول زياتوي چي په دې شپه د نهرسراج د کونجک په سيمه کي وسله والو د بهرنيانو پر يوه الوتکي د ډوز پلان لاره چي د آيساف تر بريد لاندي راغلل او ووژل سول.
تېره ورځ هم لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه رالېږل سوې وه چي پکښي د څلورو وسله والو د وژلو خبره سوې وه .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.