کور / تازه خبرونه / دکندوز بزګران: شولې مو اوبه نلرې

دکندوز بزګران: شولې مو اوبه نلرې

د کندوز یوشمیر بزګران پدغه ولایت کې د شولو کر لپاره د کافې اندازې اوبو نشتوالې څخه سرټکوي، بزګران وايې سږکال د اوبو کموالې له امله ډیری بزګرانو شولو کر ته زړه ښه نه کړ اوبیا هغه بزګرانو چې شولې کرلې د اوبو له اړخه د ستونزو سره مخ دی.

بزګران وايي کندوز د اوبو له اړخه په تیروکلونو کې کومه ستونزه نه درلوده، چې د همدې امله ډیری بزګرانو پخپلو ځمکو شولې کرلې چې د خپلو اړتیاوو ترڅنګ ېې بازارکې هم پلورلې خوسږکال په داسې حال کې چې شولې مخ په پخیدو دی داوبو له کمښت سره مخ دی چې ډیری بزګران ېې اندیښمن کړیدي.

بزګران دعوه لری چې د کندوز ولایت داوبو حق ګاونډی ولایتونه تخار اوبغلان ورځنې اخلې همدغه راز دوی خبرداری ورکوئ که چیرې د اوبوستونزه اواره نشي ښايي ډیری بزګرانو ته به اقتصادی تاوانونه ور واوړي، دوی داهم وايې دولتې اړونده ادارو تراوسه پوری له دوی سره کومه مرسته نده کړی.

په دی اړه یوتن بزګرسهارګل چې د علې آباد ولسوالۍ اوسیدونکې دی داسې وايي ” اوبه نشته ، داوبو په سرخلک جګړه کوي ، خلک په پټه زمونږ اړوی، که چیرې اوبه وی زمونږ حاصلات به ډیر زیات شي چې زمونږ اړتیاوي به هم پوره کړئ اومارکیټ ته به هم عرضه شي .”

خود بزګرانو د اوبوکمښت ستونزې په اړه د شمال ختیز زون د اوبو کنترول اداره د بزګرانو ادعاوې بې بنسټه بولې د یادی ادارې چارواکې واېې تیرو کلونو کې دوی د اوبو کمښت ستونزه درلوده خوسږکال په وینا یې له نیکه مرغه کومه ستونزه نه لیدل کیږي اوهمدا رنګه د بند لپاره د تحکیماتو کارونه هم په سمه توګه ترسره شویدي.
په کندوز کې دآموسیند د۵ حوزې رئیس انجینرسید احمد ناصری وايي ” نوموړی هیله من دی چې سږکال به بزګران د نورو کلونو په پرتله ښه حاصلات لاسته راوړئ.”

همدغه راز نوموړی زیاتوي ” زه دا نه منم چې سږکال دی یوه عریضه د اوبو د کمښت په غرض مونږ ته راغلې وی ، سږکال د اوبو له اړخه کومه ستونزه نلرو،زمونږټول ټیمونه په سربندونواونیزې څارنې لری سږکال سربندونه کوم مشکل نلرئ.”
د کندوز د بزګرانود اوبو د کمښت شکایت پداسې حال کې راپورته کیږی چې د همدې کال په پيل کې د سختو اورښتونو،سیلابونو اوپه سیند کې د اوبو د کچې لوړیدو له امله په شمال ختیز کې د ځینو ځانې تلفاتو ترڅنګ په زرګونه جریب کرنیزه ځمکه هم له منځه ولاړه چې یوشمیر بزګرانو په زرګونه سره څاروی هم له لاسه ورکړل چې له امله يې بزګرانو ته سخت اقتصادی تاوانونه واوښتل بزګران اومالداران بیا وايي تراوسه پورې هیچا ورسره هیڅ ډول مرسته نده کړئ.