کور / هراړخیز / د لغمان ځايي چارواکي په فساد ککړ دي

د لغمان ځايي چارواکي په فساد ککړ دي

لغمان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې تر اوسه پورې پکې د نورو ډېرو سيمو په پرتله امنيتي حالت ښه و.

خو په دې وروستيو کې د ځايي ادارې د بې غورۍ، فساد او بېکاري له کبله دغه ولايت نه يوازې ورو ورو د ناامنۍ لوري ته روان دی، بلکې دغلته سيمه ييزې او قومي شخړې هم تر پخوا زياتې شوې دي .

د ولسمشر کرزي د ادارې د نورو ځايي مامورينو په څېر د لغمان ځايي مامورين هم د والي په ګډون په فساد، درغليو او نورو ناوړه چارو کې ښکېل دي.

دغو کارونو د لغمان پر حالاتو فوق العاده بده اغېزه کړې ده . امنيتي حالات پکې په فوق العاده ډول خراب شوي دي ، د خلکو تر منځ نه يوازې نوې دښمنۍ پيدا شوې دي، بلکې د ځايي ادارې د فساد له کبله هغه پخوانۍ هغه هم راژوندۍ شوې دي .

د فساد له کبله ډېر خلک اړ شوي دي چې د دولت پر ځای مخالفينو ته مخه کړي او د ځايي ادارې فساد او نورې ستونزې ټولې ددې لامل شوي چې د مخالفينو ليکې پياوړې کړي .

د لغمان والي اقبال عزيزي يو له هغو واليانو څخه دی چې د بډو په زور مقرر شوی دی. ويل کېږي چې ده په کابل کې د يوه چارواکي ته د څه کم درې لکه ډالره په ارزښت يو کور واخيست چې هغه يې په بدل کې دی د لغمان والي کړ.

د لغمان والي له همدغه ځايه فساد ته مخه کړه چې زه يې دلته څو وړې وړې بېلګې راوړم.

د لغمان والي اقبال عزيزي هره ورځ د لغمان د سرخکانو د ترانسپورت له مسول زلمي څخه ٢٠ زره افغانۍ د خپل ځان لپاره راخلي .

دغه راز د خيروخيلو د لوړ تناژ په تله کې له هر بارداره موټر څخه ٨ زره کلدارې اخستل کېږي او دا ټولې د والي شخصي جيب ته لوېږي.

په لغمان ولايت کې د کډوالو د ښارګوټي پر سر ستونزې او ناندرۍ له ډېره وخته روانې دي.

د اسنادو پر بنسټ والي د سرخکانو د کډوالو په ښارګوټي کې له دې کبله د سړکونو سور کم کړی دی چې نورې نومرې پکې زياتې شي او دی يې وپلوري. دغه راز يې په عزيز خان کڅ کې د قرغيو د ولسوال په مرسته دولتي ځمکه پلورلې ده.

له ځمکې سړه تړلې په يوه بله قضیه کې والي د سلطان غازي د نوي ښارګوټي له ١٧٠٠ نمرو څخه ١٣٠٠ نمرې پخپله پلورلې او پاتې يې له قرعه کشۍ پرته تقسيم کړي دي.

د ملي امنيت په نمرو کې هم والي اختلاس کړی او ددې لپاره چې اختلاس ته يې لاره هواره شی د لغمان د ملي امنيت پخوانی رييس يې له خپلې دندې لري کړی او هغه بيا وروسته په ګاونډي ولايت کې مقرر شو.

اقبال عزيزي ددې لپاره چې پر څوکۍ باندې ورکړې پيسې پوره کړي ، نو پراخ اداري فساد ته يې لاس اچولی دی .لومړۍ پېښه دا ده چې والي د قرغيو ولسوالۍ او عبدالرحمزيو په سړکونو کې رشوت اخستی دی.دغه راز يې د مهترلام ښار دننه د يوه کيلو متر سړک لپاره له سوداګرو او شرکتونو څخه ٦ لکه ډالر راټول کړل، مګر سړک يې بيا د ښاروالۍ پر پيسو جوړ کړ او راټولې شوې پيسې يې پخپل جيب کې واچولې.

دغه راز والي په مهترلام ښار کې د څارنوال حفيظ الله شخصي دوکانونه ړنګ کړي او اوس ورته وايي چې که بډې ورنه کړي نو نوره ځمکه به ور نه کړي .

ورته پېښه په الينګار ولسوالي کې هم شوې چې دوکانونه ړنګ شوي او دنورې ځمکې په بدل کې ترې رشوت غوښتل کېږي چې دوسيه يې په ستره محکمه کې پرته ده.

په ترلاسه شويو اسنادو کې د کوچيانو او بزګرانو په نوم د راويستل شويو زرګونو بوجيو غنمو د غلا خبره هم شته چې له غلا پاتې شونې بيا په ولسواليو کې ملکانو ته ورکول شوي دي.

دغه راز والي له راستنو شويو کډوالو څخه د مهاجرت دچکن په يوه فورمه لس زره افغانۍ رشوت اخلي او بيا ورته نومرې ورکوي.

د اسنادو له مخې والي پر ټولو ساختماني پروژو او د ښونځيو پر جوړېدونکو ودانيو باندې باج ايښی ، د ولسواليو ثابتې قومي شوراګانې يې ړنګې او پخپله خوښه يې نورې جوړې کړې ، په لغمان کې يې قومي شخړې راپارولې ، ازادې رسنۍ ګواښي او يوازې د خپلې خوښې خبريالانو ته معلومات ورکوي او پر دې سربېره يې د ولايت له بوديجې څخه د شمشاد ټلويزيون خبريال ته معاش مقرر کړی دی.

همدا رنګه والي په درواغو خبرونه خپروي، چې ګني په لغمان کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه شوي، په داسې حال کې چې د مهترلام تر دروازو پورې وسلوال را رسېدلي دي.

والي په درواغو د فرهنګي کړيو او ژورنالستانو د نړيوالو سيمنارونو د جوړولو ادعا کوي، د درواغو بلونه جوړول او بيا د (PBJF) له بوديجې څخه پرې پيسې راباسي.

دغه راز له ټولو سکتوري ادارو څخه مياشتنی باج اخلي چې پخواني امنيه قوماندان غرني په دې اړه ورسره په يوه شخړه کې دنده له لاسه ورکړه.

د قومي مخورو او د ولايتي شورا استازو پر ضد داسې توطيې جوړوي چې ګوندې له مخالفينو سره لاس لري او په دې ډول هغوی ځپي .

پر ولايت نه حاکميت تر دې حده رسېدلی چې له مهترلام ښاره خلک صرافان او سوداګر تښتوي او د کورنيو عسکرو په جامو کې وسلوالوالې غلاوې کېږي.

له هغو کورنيو څخه د مرستو هغه پيسې غلا کېږي، چې د نړيوالو ځواکونو په عملياتو او يا سهوي بريدونو کې زيانمنې شوي وي. له ديني علماوو سره کرکه کوي او هغوی ګواښي.

د ولايت په مقام کې اخلاقي بې لاري چې د دغه ولايت پخوانى وياند يې قرباني شوټول هغه څه دي چې د لغمان اوسنۍ اداره يې خرابه کړې او د خلکو او دولت تر منځ يې واټن پيدا کړی دی.

ددې ټولو خبرو په موجوديت کې د لغمان خلک له ولسمشر کرزي څخه غواړي چې لغمان ته يو وړ او پاک والي راولېږي.

که مرکزي حکومت غواړي چې په لغمان کې د خلکو او ځايي ادارې تر منځ زياتېدونکی واټن بېرته راکم کړي نو يو په کار پوه، سپېڅلی او د وطن او ولس خواخوږی والي دې ورته راولېږي .

د لغمان ولس له ولسمشر کرزي څخه غواړي چې د لغمان موقعيت او ددغه ولايت د وضعیت حساسيت ته په پام سره په ځايي اداره کې ژر تر ژره بدلون راولي کنه اوسنۍ اداره ددې لپاره چې په لغمان کې دولتي واک ټينګ کړي په غير مستقيم ډول له مخالفينوسره مرسته کوي، د هغوی تبر ته لاستی ورکوي او د خلکو او دولت ترمنځ واټن زياتوي.