افغانستان د امريکا په انتخاباتو کې يوه غلې موضوع، فايننشل ټايمز ورځپاڼې تر همدې سرليک لاندې ليکي:
زیاتره داسې جګړه چې اتيا زره امريکايي پوځيان په کې برخه لري پرته له څه شکه د انتخاباتي مبارزې يوه اساسي مساله جوړوي.
خو د ورځپاڼې په وينا د امريکا د ولسمشرۍ په روانو انتخاباتو کې ډيموکراتان او جمهوري غوښتونکي پر دې جګړې پټه خوله شوې دي.
فاننشل ټايمز بيا ليکي: د دې لپاره چې د افغانستان د جګړې په برخه کې څرګنده ستراتيژي نه شته، ان کانديدان چمتو نه دي چې د افغانستان د شخړو په اړه خپل مخالفت بيان کړي.
د ورځپاڼې په باور په وروستيو کې د افغانستان د جګړې د امريکايي پوځيانو د قربانيانو شمېر دوو زرو ته ورسيد، خو دا خبره هم غلې تيره شوه او د افغان ځواکونو له لوري د امريکايي پوځيانو د وژلو موضوع هم پر انتخاباتو اغيز و نه کړ.
ورځپاڼه زياتوي، دا سمه ده چې د امريکا د جمهوري رياست کانديدانو د خپل هېواد پر اقتصادي ستونزو تمرکز کړي، خو افغانستان هم داسې مساله نه ده چې پاملرنه ورته ونه کړي، ځکه چې له دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته چې بهرني پوځيان له افغانستانه وځي بيا هم يو شمېر امريکايي سرتيري هلته ايساريږي او هغه مهال هم د امريکا په ګډون نړېوالې ټولنې له افغانستان سره ژمنه کړې چې هر کال به پنځه ميليارډه ډالر د افغانستان پر امنيتي بوديجې ولګوي.
فايننشل ټايمز بيا ليکي، امريکا به د افغانستان په بيارغاونه هم مصرف وکړي او کوم پوځيان چې يې په دې هېواد کې پاتيږي د هغوي لګښت به هم لږ نه وي.
په داسې حال کې د ورځپاڼې په اند هغه جګړه، چې اوس او په راتلونکې کې د امريکا د ماليه ورکوونکو په ميليارډونو ډالر پرې لګول کيږي، څرنګه کيدای شي چې د امريکا د ولسمشرۍ د انتخاباتي مبارزې پر مهال د کانديدانو له نظره پاتې شي.
يوې بلې لويديځې خپرونې، د سولې او جګړې انسټټيوټ بيا په افغانستان کې د سولې پر هڅو ليکنه کړې ده، دا خپرونه ليکي:
د روغې جوړې پروګرام له ستونزو سره مخامخ دي. خپرونه زياتوي، کله ناکله هغه کسان چې د سولې له بهير سره يوځای کيږي د هغوي په اړه سم تحقيقات نه کيږي، ځيني تسليم شوي کسان د امتياز ترلاسه کولو لپاره له مخالفې ډلې سره دريږي او چې کله وسله ږدي بيا د پيسو د ټولولو لټه پيلوي.
د سولې او جګړې د انسټټيوټ د ليکنې په باور بله ستونزه دا ده چې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې د سولې هڅې د سولې د عالي شورا د استازيو له لورې کيږي، چې کله ناکله هغوي د شخصي دښمنۍ او غچ اخيستنې لپاره د مخالفانو له مهمو کسانو سره چې سولې ته تياريږي، اړيکي نه نيسي او د هغوي د روغې جوړې مخه نيسي.