ناڅرګندو وسله والو ډيورنډ پولې ته څېرمه د خوست ولايت د غلام خان په سيمه كې د سرحدي پوليسو په يوه امنيتي پوسته بريد كړى چې له امله يې د يوه عام وګړي په ګډون درې پوليس ټپيان شوي دي.
په خوست كې د دوېمې سرلوا قوماندان جنت ګل ساپى وايي ناڅرګندو كسانو چې سپكې وسلې يې كارولې له ډيورنډ پولې دې غاړې ته رواوښتل او د غلام خان په سرحدي سيمه كې يې د دوې په يوه امنيتې پوسته بريد وكړ، چې په پايله كې يې دوه تنه پوليس ټپيان شول او يو بل تن چې د نږدې سيمې اوسيدونكى و، هم ټپي شوى دى.
ساپى وايي چې له نيم ساعت جګړې وروسته بريدكوونكي په منډه له ډيورنډ پولې بلې غاړې ته واوښتل د نوموړي په خبره په سيمه كې د بريدكوونكو له تويو شويو وينو څرګنديږي چې هغوى ته هم زيان رسيدلى دي.
بل پلو افغان او ايتلافي ځواكونود دغه ولايت د ګربزو په ولسوالۍ كې عمليات كړي چې په پايله كې يې شپږ شكمن كسان نيول شوي دي.
همداشان افغان پوليسو او ايتلافي ځواكونو د شپې پرمهال د خوست په ګربزو ولسوالۍ كې د پلټونكو عملياتو په لړ كې شپږ شكمن كسان نيولي دي، خو پدې اړه نور جزيات نه دي وركړل شوي .
د يوبل خبر له مخې د خوست ولايت د كليو پراختيا ريس انجينر محمدعمر آرين وايي چې د پنجشنبې په شپه ناڅرګندكسان دغه ولايت د عليشېرو ولسوالۍ په ښارګوټي كې د ملي پيوستون پروګرام دفتر ته ورغلي، د فتر څوكيداران يې تړلي اونوموړي دفتر او د هغه په مخه كې ولاړ موټر ته يې اور اچولى او دواړه يې سوځولي دي.
تراوسه پورې نه د دې پېښو مسؤليت چاپرغاړه اخيستى او نه يې هم په تور څوك نيول شوي دي.