کور / تازه خبرونه / نن په کابل کي افغانانود پاکستان په وړاندې لاریون وکړ.

نن په کابل کي افغانانود پاکستان په وړاندې لاریون وکړ.

کابل :د لراوبر خبری څانګۍ ته دافغانی رسنیو دخبر له مخې نن په کابل کې لاريون کوونکو په قهر اوخښم سره د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې د کونړدخلکو د جهاد له اعلان څخه ملاتړ وکړی، او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه، چې که دوی خپله خاوره نشي ساتلای نو خلکو ته دي وسلې ورکړي ترڅو د پاکستان د مداخلو پر وړاندې له خپل هېواد، ناموس اوخاوری څخه په کلکه دفاع وکړو.
لاریون کونکو څرګند کړه چي له تیر یونیم کال راهسي په وارو وارود پاکستان راکټی بریدونو د ډیورند دکرښی پرپوله دکنړولایت پرځینو سیمو اونورو محلاتو باندی د پاکستان بیشرمانه بریدونه دوام لری چي په په نتیجه کی زموږ دردیلي اوجنګ ځپلي افغان اولس سخت ځوریدلي دی. ددغو بریدونو له امله ۱۵۰۰ کورني له خپل پلارنې
تاټوبی نه کډه شوی او په سلګونونور مړه او یا زخمیان سویدی.
د لاريون کوونکو شمېر، چې له زرو څخه ډېر وو، د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا، د اسلامي هېوادونو له سازمان، د اروپا له اتحاديې، امريکا ، ناټو او د بشري حقونو له ادارو څخه یی غوښتنه وکړه،چي ژر ترژره د پاکستان د راکټي بريدونو مخنيوى وکړي.
هغوى خبردارى ورکړ، که دولت د دغو بريدونو په وړاندې ځانګړۍ غوره اقدام پورته نکړي خلک به چوپ پاتې نه شي او د دغو مداخلو پر وړاندې به سخت غبرګون وښيي.
دغه لاريون د مشارکت ملي ګوند له خوا نن په لاره اچول شوى و، چې د خيرخانې مېنې د لب جر له سيمې پيل او د سليم کاروان په څلورلارې کې د پاکستان د ولسمشر او د استخباراتو (ISI) د مشر د انځورونو په سوځولو پاى ته ورسېد.
لاریون کونکو خبردارى ورکړ، که د پاکستان راکټي بريدونه بند نه شي، خلک به د پاکستان پر وړاندې پر وسلوال اقدام لاس پورې کړي او لکه څنګه چې شوروي د يرغل پرمهال د افغانانو پر وړاندې ماته وخوړه، ډېر ژر به دغه شان د پاکستان مداخله کوونکى حکومت له دننه ټوټې ټوټې شي.
تېره اوونۍ په کونړ ولايت کې هم سلګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ او ديني عالمانو وويل، چې د بريدکوونکي هېواد پر وړاندې مقابله او جهاد په اسلامي شريعت کې جواز لري.
لاريون کوونکو په اخيره کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړی، چې د پریکړه لیک په يوې برخې کې يې راغلي وو “بهرني ځواکونه د دې لپاره افغانستان ته راغلل، ترڅو د بهرنيو بريدونو پر وړاندې له افغانستان څخه دفاع وکړي، خو په خواشينۍ سره نن د بشريت ضد بريدونه له پاکستانه پر افغانستان رهبري کېږي خو بدبختانه بهرني ځواکونو او نړيوالې ټولني يې پر وړاندې چوپتيا غوره کړې ده. ”
د پرېکړه ليک په بله برخه کې ويل شوي: چي “په ښکاره ډول زموږ په هېواد کې د راکټي بريدونو له امله بېګناه ماشومان، د ښوونځي استادان، ښځې او نور ملکي خلک وژل کېږي، ولې دولتی اړوندو چارواکو ټولو چوپتيا غوره کړېده او د پاکستان له نوم څخه يادونه هم نه کوي؟ په کونړ کې واړه او لويان د پاکستان د راکټي بريدونو قرباني شول او که دولت او ملګري ملتونه په دې اړه نور هم خپلې بې پروايۍ ته ادامه ورکړي، خلک به خپله تصميم ونيسي. “او ددی خاوری دفاع به په خپله وکړي
د يادونې وړ ده، چې پنځه ورځې وړاندې د ملي وفاق ګوند او په شرقي ولاياتو کې پخواني سرحدي قوماندان امين الله امرخېل هم د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې د خلکو له يوځاى کېدو ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې ډېر ژر به له هېواد څخه د دفاع په موخه د ځوانانو نوم ليکنه پيل کړي.د کونړ ځوانانو د پاکستان له راکټي بريدونو د دفاع په موخه نوم ليکنه پيل کړېده.دنن ورځی لاریون کونکو پرټولو افغانانوږغ وکړی چي د پاکستان دراکټی بریدونوپه مقابل کي چوپ پاته نشي.لاریون په سوله ییزډول پای ته ورسیدي.