پېښور: د پښتو ژبې د ځواني او خواږه غږ لرونکي وژل شوې هنر مندې د قتل په تور د پېښور پولیسو د هغې پخوانی خاوند ملک جهانګیر نیولی دی .د پېښور پولیسو ویلي چې د غزاله جاوید او د پلار یې جاوید د قتل په تور له دې وړاندې دوه نور کسان هم نیول شوي دي .راپورونه وايي چې ملک جهانګیر له لاهوره پېښور ته په لاره وه چې د پولیسو له خوا ونیول شو او زندان ته واستول شو ملک جهانگير په سترمحمکه کې خبريالانو ته څرگنده کړې چې ما غزاله جاويد ته طلاق ورکړې وو او په وژنه کې يې لاس نه لرم ،اوبې گناه يم دغه ځوانه سندغاړې نږدې دوه میاشتې وړاندې د پېښور د ډبګرۍ په سیمه کې د دریو کسانو له خوا د خپل پلار سره یو ځاي په ډزو ووژل شوه