که څه هم داسې ویل کیږي چې افغان حکومت په ادارې فساد کې اخته شوی ده خو د عمل په ډګر نه یواځې ټول حکومتی دوایرو په یو یا بل ډول په فساد کې اخته شوی دی بلکې ټول افغان دولت د ملی شورا (ولسې جرګه او مشرانو جرګه) څخه نیولې تر عدلی او قضایی نظامه پورې ټول په اداري فساد اخته دي. له بلې خوا په اصطلاح افغان ملی سودا ګر هم په قاچاقو ، رشوت ورکولو او نا انډوله غیر منصفانه سوداګري باندې لګیا دي. ښوونکو هم په صادقانه توګه زده کوونکو ته زدکړې نه ورکوي او پوهنې تجارتی بڼه غوره کړی چې په پوهنیز نظام يو ډول فساد ګڼل کیږي. په اصطلاح ملی اردو هم له هیواده په میړانه دفاع نه کوي او د افغانستان په معاصر تاریخ کې افغان ملی اردو د کوم بهرنی په وړاندې په منظمه توګه جنګیدلې نه دي خو په منظمه توګه تنخوا اخیستي دي. په اصطلاح ملی پولیس هم د غل هم د قاچاقبر هم د زور واکانو ملګري دي. دوکانداران هم نه نرخ مراعاتوي نه انصاف په نظر نیسي یواځې خاص خپلې ګټې ګوري لکه چې دوکانداران خدای ته تګ نه لري. ګڼ شمیر بزګران هم خاشخاش ، چرس او یا تنباکو کري لکه چې له اسلامه ګردسره بې خبر دي.ګڼ شمیر دین علما او ملایان نه د ښونځیو د پرانستلو او نه د تعلیم په فرضیت او نه د ښځو په حقونو باندې خبرې کوي او نه په لارو او بازارونوکې د ځان مرکې بریدونو په منع کولو کې فتوا ورکوي چې دا ډول کړنو په د ینې چارو کې فساد ګڼل کیږي. کورنیو هم په خپلو اولادونو زور زیاتی کوي او خپلې لونې ښونځیو ته نه پرږدي ، کم سنه انجونې او یابالغه انجونې او حتی هلکان بې له رضایت وادوي چې دا ډول کړنې کورنی فساد ګڼل کیږي.
لوړ رتبه مامورین په قرار دادونو کې رشوت اخلي او یا مسلکې کار نا اهل او غیر مسلکیو ته یی سپاري او یا د بهرنیو هیوادونو د استخباراتی ټولنې په ګټه کار کوي خو په زرها و ټیټ رتبه مامورینو د هر ډول قانونې او یا غیر قانوني کارد اجرا لپاره په سپین ورځ په ښکاره ډول رشوت اخلي. دومره چې مفسدې ټیټې رتبې مامورینو ملت ځوروي مفسدې لوړې رتبې مامورینو وګړي نه ځوروي ځکه چې وګړي د لوړ رتبې مامورین سره سر او کار نه لري.
د ولسواکې په ټینګښت کې هم فساد خپره شويده ولس خپلې نا اهلې ته یی رای ورکوي بیا به نا اهلې ، ظالمې ،قاتلې ، قاچاقبر او جنګسالار په ولسي جرګه کې د ولس وکیل کیږي او بیا خپله وګړي د خپلې منتخبې وکیل له لاسه ژاړي. ولس خپلې رای په ناسمه توګه کاروي. سیمه ایزې چارواکې د رای صندوقونه ډکوي او د شکایاتو کمسیون د رای ورکولو او زای شمیرنې په هکله شکایت نه آوري.
همدارنګه فساد په آزادو مطبوعاتو ، رادیوګانې او تلویزیونو کې هم ژوره لاره مندلې ده. ګڼ شمیر ژورنالستان د ایران له سفارت څخه معاش اخلي بیا د ایرانی لغاتو او اصطلاحاتو د عامکولو د پاره کار کوي او له دې لارې څخه معاش اخلي. افغان ویندویان په تلویزیونو کې هم د داسې لهجې او اصطلاحاتو څخه کار اخلی لکه چې د ایرانی یا تاجکستاتی نطاق خبرې وکړي ، په افغانستان کې ژوندې کوي خوا د ایراني توب په هوا کې سوزي. د تلویزیونو چلونکو وګړي په ایرانی، هندي او ترکي سریالونو روږدې کړي دي.
ځنې سیاست مداران او د ګوندونو مشران خو له لویه سر د پاکستان او ایران د استخباراتو په د سترخان کې لوي شویدي سر له اوسه د راتلونکو کورنیو جګړو د رامنځ ته کیدو په اړه ولس ته زیری ورکوي، کرکه نقرت نفاق او شقاق خپروي، هغوی نه یواځې په سیاسی فساد بلکې په ملی خیانت اخته شوي دي.
په دې ورانه ، ډیرانه کی کم علمه ،کمسواده ، لوږې تږي ټولنه کې په زرهاو ځوانانو سندرغاړې شوي په تاجکستان او ازبکستان کې د انجونو سره ویدیو یی سندرې جوړوي بیا د تلویزیونو له لارې خپروي دا د هنر په ډګر کې هنري فساد ګڼل کیږي.
په ټولیزه توګه ټول وګړي له دولتي اداري فساده سر ټکوي ولس مشر د نړیوالې ټولنې د مفسدو مامورینو له لاسه ژاړي خو نړیوالې ټولنې په ڼړیواله کچه افغان حکومت په اداري فساد تورنوي.
په دا تیرو لس کالو کې د ټولو ناخواړو او بدمرغیو مسبب خپله وګړي دي چې خپلې رای سم نه دې کارولې ، نا اهل ته یی رای ورکړې، لوړ او ټیتې رتبې مامورینو هم خپلې د ندې سم ندې سرته رسولې، وسلوال ځواکونو سم امنیت تدې ټینګ کړې، سیاست مدارانو د بلې هیوادنو د ګټو لپاره کار کوي او له بده مرغه د اجنتو سیاست مدارانو تر شا په زرهاو ناپو ځوانان ولاړ دي لکه چې دا ځوانان تنظیمی جنګونه او د کورنیو جګړو بد مرغیو هیر کړي دي.
که هر څوک خپل محول شوي کار په سمه توګه ترسره کړي ټولنه خپله سمیږي او کنه نو که لس ځله حکومت بدل شي وګړي خپلې اهل ته یی رای ورنکړي هم دغه آش او هم دغه کاسه وي. په رشوت کې د زرهاو تنو روږدو شویو مامورینو مخه هیڅ حکومت نیولې نشي دا د افغانستان د پاره لوی بدمرغۍ ده.
حکومت د یو اجرائیوی ځواک په توګه نه یواځې د اداری فساد د مخنیوی او له منځه وړلو لپاره بڼستیزه برخه ګڼل کیږي بلکې د ټولنیز فساد په کابو کولو کې هم رغنده ونده لوبولی شي. ښه حکومت یواځې قانون پلې کولای شي خو خبره دا ده چې ولس لومړی ښه ولس مشر او ولسی جرګه وټاکي چې دا یوه دو اړخیزه مسله ده چې په یوه ویشتم پیړۍ کې د ولس رای مشروع واکمنې او دولت منځ ته راوړي بیا حکومت د یو ستر ځواک په توګه ټولنه نه یواځی د اداري فساد مخه نیسي بلکې د ټولنیز فساد هم مخه نیولی شي.
له بده مرغه نه افغان ولس خپلې رایې په سمه توګه د یوې ښې دولت د جوړولو د پاره وکارول او نه افغان دولت د اداري فساد په وړاندې کوم رغنده ګام پورته کړي دي. د بلې خوا دا ناشونې دی چې دا حکومت یا راتلونکې حکومتونه د دومره ډیر رشوت خواره مامورینو مخه ونیسي. هيڅ څوک هم نشي کولای چې په بشپړه توګه د افغانستان د بوروکراسی نظام ټول مامورین له دندې کوښه کړي او د هغوی بل مامورین ودروي. داسې ډیر لږ افغان حکومتی اداره لیدل کیږي چې مامورینې د قانونی یا غیر قانونی اداری کار د اجرا د پاره رشوت ونخوري. زموږ په ولسوالیو کې د طالبانو له لاسه ټول ښوونځي تړل شوي دي چې دا بله بد مرغی ګڼل کیږي.
دمګړۍ داسې څوک نشته چې د رشوتخورو او ملی خاینینو او غدارانو او بډې اخیستونکو او بډې ورکوونکو مخه ونیسي او ولس یی پر ضد را ؤپاروي. په درناوی