کور / تازه خبرونه / د غزني ولايتي شورا ريس ووژل سو

د غزني ولايتي شورا ريس ووژل سو

بیړنۍ خبر!
غزنی : نن داګست۲۹) نا پیژندو وسله والو ډلو نن ماښام د غزني د ولایتي شورا پر رئیس صاحب شاه باندي مرګونې برید وکړې او هغه یې د خپل ورور سره ځای پر ځای وواژه. د غزني د ولایتي چارواکو په وینا نامالومو وسله والو کسانو ماښام مهال د نواباد په سیمه کې د غزني د ولایتي شورا پر رييس قاضي صاحب شاه ډزې وکړې. پر نوموړۍ باندي مخکي هم څو ځله وسله والي حملي شوی وی ،ولې ّهغه ځیني روغ رمټ وتلي وو.
تراوسه پوري د غزني د ولایتي شورا د ريیس د وژلو پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً وسله وال طالبان کوي.
په دی وروستیو وختو کې طالبانو د مخورو کسانو دوژلو هڅې زیاتي کړی دی. د ملګروملتو په وینا د طالبانو له خوا دا ډول بریدونه د تېر کال په پرتله په سلو کې ۵۷ زیات شويدي ،او د ا ډول بریدونو په سیمه کي دخلکو په منځوکي دګډوډی او بی امنیتي ویری هم زیاتی کړیدي.