امریکا له هغی ورځی نه چی شوروی اتحاد ړنګ شوی دی ، په دی فکر کښی ده چی څنګه به په مرکزی آسیا کښی اډی جوړی کړی او پدی ترتیب به له یوی خوا چين او له بلی خوا روسیه تر نظر لاندی ونیسی . د افغانستان مسئله او د تروریزم په مقابل کی د مبارزی بهانه د امریکا لپاره یوه په زړه پوری فرصت وو چی لاس ته ورغی . څنګه چی تاجکستان د افغانستان سره پوله لری ، نو په دی لحاظ امریکا ته دا هیواد زیات اهمیت لری ، دا ځکه چی له یوه پلوه د ایساف لپاره مهمات د تاجکستان ، ازبکستان ، قرغستان او ترکمنستان له لاری رسیږی او له بله پلوه دا هغه هیوادونه دی چی په اقتصادی لحاظ و روسیی ته اړ دی . تاجکستان یو هیواد دی چی که نن فرصت ورته برابر شی ، له روسیی نه به خپل اقصاد ځانګړی کړی . امریکا پخوا په خیال کی لرل چی په قرستان کی یوه هوایی اډه جوړه کړی ، اما څنګه چی تاجکستان په اقصادی لحاظ تر قرغستان و روسیی ته زیات اړتیا لری او امریکا کافی اقصادی مرستی ور منی ، نو امریکا به د قرغستان په عوض کی به په تاجکستان کی یوه لویه نظامی اډه جوړه کړی .
په تاجکستان کی نظامی اډه و امریکا ته هغه چانس برابره وی چی هغوی به خوب هم نه لیده . دا ځای د آسیا زړه دی چی امریکا کولای شی له دی ځایه هر پلو تر نظر لاندی ونیسی مخصوصاً چين او روسیه چی بیله هغه د هغوی دريځ د سوریی په مقابل کی د امریکا په سترګو کی اغزی دی . امریکا د شوروی په پخوانیو جمهوریتونو کښی سیاسی او اقتصادی مانوری وینی ، که څه هم امریکا په دی ځای پوه ده چی هلته نه یواځی د امریکا ګټی پرتی دی بلکه روسیه هم پدی هیوادونو کښی خپل سیاسی هدفونه تر سره کول غواړی . روسیی په مرکزی آسیا کښی همیشه یو مخصوص دريځ درلود او دا منطقه یی تر خپل نفوذ لاندی راوستلی وه. اوس داسی معلومیږی چی د افغانستان سیاسی وضعی روسیه دی ځای ته درولی ده چی دا پخوانی حالت کرار کرار له لاسه ورکی . په تاجکستان کی د روسیی او امریکا دلچسپی یو پربل ټکر کوی چی دا حالت به منطقی ته لوی خطرونه او بی ثباتی له ځانه سره راوړی . له بلی خوا د مرکزی آسیا هیوادونه لکه تاجکستان ، ازبکستان، قرغستان او ترکمستان غواړی ددی لویو ځواکونو له حریفی نه ګته واخلی .
پخوانی شوروی جمهوریتونه د روسیی سره په اقتصادی لحاظ تاریخی تړاونه در لودل او اوس یی هم لری . که امریکا خپل پلان رشتیا کړی او په تاجکستان کښی د اډی جوړول وغواړی ، نو تاجکستان به له دی موقع نه پوره استفاده وکړی او تاریخی اقتصادی تړاو به د روسیی سره وشلوی او خپل اقتصاد به د امریکا په ډالرونو ځانګړی کړی ، چی دا موقع د تاجکستان لپاره هم یوه طلایی موقع بلل کیدای شی . د امریکا بهرنی وزیری هیلاری کلینټن د لوړ پوړو امریکایی دیپلوماتانو په ګډون په تیر کال کی له تاجکستان او ازبکستان نه د همدی مطلب لپاره لیدنه وکړه . دا امریکایی پلاوی لا کورونو ته نه ستانه شوی چه ازبکستان د روسی له ګډ امنیتی تړون نه په دی امید ووتی چی امریکا به دهغوی ومرستی ته ور دانګی . اوس داسی ویل کیږی چی امریکا د ازبکستان او تاجکستان سره په مذاکرو بوخت دی او د خپلو اډو لپاره لاری هواروی . په نظر کی ده چی له افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتلو وروسته زیات نظامی مهمات په ازبکستان کی تر هغه وخته پاته شی تر څو هلته یوه لویه نظامی اډه جوړه شی . د امریکا له دی حرکاتو نه څرګندیږی چی هغوی په مرکزی آسیا کښی یو پراخه جغرافیایی بدلون په نظر کی لری .د کلونو را په دی خوا امریکا د آسیا له پاره یو لوی جغرافیای پلان جوړ کړی دی چی د هغه به پولی کیدو سره به د منځنی آسیا په چاپیریال کښی دومره زیاتی نظامی اډی جوړی کړی چی د هغوی په واسطه به روسیه له اقتصادی او ستراتیژی له نظره تر ستونی ونیول شی او خفه به شی . روسیه اوس مهال په تاجکستان کی خپله ۲۰۱ نظامی اډه لری او په قرغستان کی د کانټ په نامه یوه نظامی اډه لری . امریکا په نظر کی لری چی دا اډی د دغو هیوادونو د واکدارانو په فیصله وتړل شی ، چی البته دا کار به د کریملن په هیڅ وجه خوښ نه شی .
»ټول افغانستان«