کور / تازه خبرونه / ارغنداو: تړل سوي مکتبونه بيا پرانستل سول

ارغنداو: تړل سوي مکتبونه بيا پرانستل سول

کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د شمال غربي ولسوالۍ ارغنداؤ ټول ٢٤ عدده ښوونځي چي زياته برخه يې د کلونو لپاره تړلي ول يو ځل بيا له سره پرانستل سول.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا چي نن يې د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي سره يو ځاى دې ولسوالۍ ته سفر وکړى هلته ولسوال او ټولو قومي مشرانو او متنفذينو ته ددې بريا مبارکي وويل او پر نورو ولسواليو يې ږغ وکړى چي له دوى څخه الهام واخلي .
نوموړي زياته کړه چي وسلوال دي هم په هيڅ توګه ددوى په منځ کي هغو عناصرو ته چي غواړي معارف ته خنډونه پيښ کړي او ښوونکى و زدکوونکى وځپي اجازه نه ورکوي او هڅه دي وکړي چي دغه بهير پياوړى کړي ځکه دده په خبره چي پوهنه د هر رژيم او هري ادارې تر ټولو لومړنى او اساسي اړتيا ده.
د ارغنداؤ ولسوال حاجي شاه محمد احمدي د ولسوالۍ په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي په ولسوالي کي يې امنيتي حالت سل فيصده تضمين دى او ترڅنګ يې د حکومتدارۍ او پرمختيايي پروژو په برخه کي هم د پام وړ کارونه سوي دي.

نوموړي زياته کړه چي مکاتب يې ټول خلاص کړي ولي تر اوسه هم په دې برخه کي څه ناڅه ستونزي لري او هغه هم د مکاتبو د احاطې دېوالونو د نه شتون له خاطره چي په خبره يې ولايتي اداره يې ورته بايد حل کړي.

د کندهار د عالي دارالمعلمين رئيس احمد نبي خان وويل چي دوى پلان لري چي په نژدې ورځو کي په دې ولسوالۍ کي د دارالمعلمين څانګه پرانيزي او ددې کار لپاره تر دې دمه ورسره په لسګونو د دوولسم ټولګيو فارغينو ځانونه راجسټر کړي دي.

نوموړي زياته کړه چي دوى به د سږ کال لپاره په يوه موقت ځاى کي دارالمعلمين پرانيزي ولي د راتلونکي کال لپاره به ورته د ښونکو په ښارګوټي کي په ١٥ جريبه مځکه کي مجهزه ودانۍ جوړه کړي چي هم به لاربراتوار ولري او هم به هلته زدکوونکي انټرنيټ ته لاسرسى ولري.