دیوی افغانی رسیني په حواله دبشری حقونو د خپلواک کمېسيون رئیسه او په ځانګړي ډول د دغه کمېسيون مشره سيما سمر په اداري او مالي فساد کي ښکیله بلله شویده.
ددي دکاراوکړنو په اړه له وړاندې هم شکايتونه موجود و،خو اوس یوتازه راپورد دغه کمېسيون دیوه کمېشنرلخواوایی چي پخپله سيما سمرپربې عدالتۍ اواداري فساد تورنه ده.
د ياد کمېسيون يوه کمېشنرعبدالکريم عزيزي پرون د ولسي جرګې د قانون پر پلي کېدو د څار په کمېسيون کې د بشري حقونو پر خپلواک کمېسيون د وکيلانو د نيوکې پر مهال وويل چې سيما سمر په اداري او مالي فساد کې ښکېله ده. ده وويل چې سمر دغه راز د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې پر خپل سر خلک پر دندو ګوماري او د افغانستان قوانينو ته درناوى نه کوي.
د پارلماني چارو د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې عزيزي د سيما سمر د فساد په اړه يو لړ اسناد هم د ولسي جرګې غړو ته سپارلي دي.
وکيلانو نيوکه کوله چې په تېرو لسو کلونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کړنې سياسي او د پرديو د کټو لپاره دې.
دوى د ياد کمېسيون د غړو د ژر تر ژره بدلون د غوښتنې په ترڅ کې وويل چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له چارواکو نه بايد پوښتنه وشي چې په تېرو لسو کلونو کې يې د افغانستان لپاره څه کړي دي.
سره له دې چې ولسمشر څو مياشتې وړاندې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون څو کمېشنران له دې دندې نه ګوښه کړل، خو تر اوسه يې د هغوى پر ځاى څوک پر دنده نه دي ګمارلي.
سیما سمر دطالبانو له ماتې وروسته دافغان حکومت په انتقالي دوره کي دولسمشر کرزی مرستیاله او دښځو چارو وزیره وګمارل سوه.له هغه وروسته سیما سمر دبشری حقونو دخپلواک کمیسیون رئیسه سوه ،چه تر نن ورځي پوری دغه دنده پرمخ بیا یی.که چیری پرسیما سمرباندی لګول شوي تورونه حقیقی بڼه پیدا کړی نو بیا دکرزی په کابینه کي ترټولولمړني ښځینه لوړپوړی چارواکي ده چي په اداری اومالی فساد کي ښکیله او تورنه بلل کیږی.