ننګرهار :لراوبر ته خبری سرچیني وایی چي د ننګرهار ولايت د سکتوري رئيس ښاغلی احمد شاه سادات تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند له بارګېنو سيمې څخه ناپيژاندو وسله والو تښتولې دى.
د دې ولايت مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال دا خبره تائید کړی او وایی چې د سکتوري خدماتو رئيس احمدشاه سادات تیر ما ښام پر اتو بجو خپل کور ته روان وو چي د هوایی ډګر پر لاره د بارګینو په سیمه کی د نا مالوموکسانو لخواه وتښتول سو.
ګرديوال زياته كړه، تښتونکو له سادات سره يوځاى د ده يو ساتونکى او موټر چلوونکى هم وړي وو، خو موټر چلونکى او ساتونکى يې بېرته خوشي کړيدی. د سادات د موندنې په هکله کلکي پلټنی پیل شویدی ، ولی تر اوسه پوری امنیتي چارواکی په دي نه دی توانیدلي چي دهغه پته او ځای ځایګی پیدا کړی.
په ننګرهار کې دتښتونکو داسې پیښي مخکي هم شویدی چي د يوه چارواکي په تښتولو لاس بري کېږي، اووړاندې يې په ځلونه د پيسو لپاره يو شمېر سوداګر او د دوى ماشومان تښتولي وو.