پېښور:د خيبر پښتونخوا حکومت د افغان وګړو څخه په زور د پيسو اخيستو له امله اووه پوليس له دندې گوښه کړي د دپېښور ښاري (کيپيټل سټي) پوليسو لخوا د کورنيو چارو( داخله) محکمې ته راپور استولى شوى دى. حکومت د درملنې د پاره د راغلو افغان وګړو څخه د پيسو اخيستو سخت نوټس اخيستى وو دگرځنده پوليسو (د رائيډر سکواډ د اهلکارو )په ضد يې دکړنې لارښوونه کړې . دپېښور ښاري پوليسو ( کيپيټل سټي پوليس) دپېښور اسلاميه کالج سره نږدې د دوو تاڼو داووو نه زيات پوليس له دندو گوښه کړي او پر خلاف يې پلټنې پيل شوې د پيښور پولیسو عالي رتبه افسران وايي د هغه افغان د ادعا په اړه يې تحقیقات پیل کړي چې وايي پولیسو لوټلی او ناروغه لور يې پر میدان ورته پاتې ده. اس پي ټاون سرکل زوهیب اشرف چې په خبره يې د عالي رتبه دولتي او امنيتي مقاماتو په وینا يې دغه دوسیه څاري نوموړي رسنيو ته وویل، چې تحقیقات روان دي او که ثابته شوه چې دغو پولیسو له یاد افغانه پیسې اخیستي نو د قانون منګولو ته به يې وسپاري. دپولیسو دغه افسر یاد افغان ته چې ددرملنې لپاره پېښور ته تللی یوه اندازه پیسې هم له جیب نه ورکړي دي، خو دا مرسته ده او دهغه حق نه دی چې نورو پولیسو ورڅخه وړي دي. ښاغلی اشرف په دې هکله څه ویل له وخته وړاندې بولي خو دا مني چې د پولیسو په اصطلاح سترګې خړې دي. ( تحقیقات روان دي، موږ د مدعي او پولیسو خبرې واورې او د هغو پر بنسټ مو پر راپور کار پیل کړ که څه هم اوس خو څه ویل له وخته وړاندې راته ښکاري خو دومره پوهیږم چې پولیسو یو څه کړي دي. دوی وايي چې یو تن مو ترې ونیوه او بیا مو خوشې کړ، په حقیقت کې دا پخپله یو جرم دی چې څنګه يې یو بې اسناده کس خوشې کړی) بل پلو په پيښور کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خیل وویل، چې د کونسلګرۍ دویم سکرتر هاشم نیازي ته يې دنده سپارلې څو دا موضوع له نژدې وڅاري. نوموړی وايي ښاغلی نیازې له لومړۍ ورځې له دغو کسانو سره یوځای تاڼه په تاڼه او هرځای ګرځي. دغه افغان چې عبدالواحد نومیږي د تیرې شنبې په ورځ په داسې حال کې چې خپله اووه کلنه لور يې په سخت ناروغ حالت کې پيښور ته د تداوي لپاره بیولې وه د بورډ تهکال په سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوی. عبدالواحد وايي له ده سره بل ملګری چې پنځوس زره کلدارې او پنځه ویشت زره افغانۍ يې په جیب کې وي پولیسو ناڅرګند لور ته بوته خو یوه ورځ وروسته معلومه شوه چې هغه تر وهلو ډبولو او ګواښلو وروسته افغانستان ته لیږلی او ټولې پيسې يې ترې اخیستي. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار حسین وویل چې په دې هکله به زر تر زره تحقیقات پيل او په دولتي لګښت به د ناروغې درملنه وکړي