٢٨ مه اګسټ ۲۰۱۲ د ناټو له خوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يوې الوتکي نن ورځ د افغانستان په ختيځ کي بېړنۍ ناسته کړې .
دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن سهار (٠٦:١٠) دقيقې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای ئې نه دئ ښوولى .
خبرپاڼه ليکي چي په دې پېښه کي د دوى لوري ته کوم ځاني زيان نه دئ اوښتى او د پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي .
د خبرپاڼي په حواله چي لومړني معلومات ښيي چي په سيمه کي وسله وال موجود نه ول او دا يوه تخنيکي ستونزه ده .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.