کور / هراړخیز / د اندړو، پاڅون که سوداګري؟

د اندړو، پاڅون که سوداګري؟

اندړ ولسوالی چي په شلګر هم مشهوره ده، او مرکز يي (میری) یادېږي د غزنی ولایت تر نورو کابو ۱۸ ولسوالیو پر نفوسه او پراخه پرته ولسوالی ده، چې شاوخوا ۵۷۰ کلي پکي پراته دي. اندړ (شلګر) پکتیکا او غزني ولایتونه سره نښلوي.

د سردارد محمد دواود خان له واکمنی وروسته، دغه ولسوالی د څارندوی د یوه غنډ و نورو دولتی قوتونو لخوا ساتل کيده او په چاردیوال سیمه کي د افغانستان په کچه لویه زراعتی پروژه، چي د بند سرده څخه خروبیده هم موقعیت درلود ، چې د مڼو بڼ يي د یادولو دی.

په اندړو کي هغه مهال باسواده کسان لږ او یا له کلي، کوره فراري و،ځکه هغوی لکه د اوس په څیر د وخت د مجاهدینو لخوا د دولت پلویان بلل کیدل او مرګ يي واجب بلل کیده. په دې ولسوالی کي دوه جهادي تنظیمونه چې یو يي اوسنی حزب اسلامي او بل يي د قاري بابا (حرکت انقلاب اسلامي) ګوندونه و، چي د وخت د رژیم سره يي مبارزه او جهاد کول او په سلګونه باسواده اندړ چي له کابله به ولسوالی ته د کوم کار لپاره تلل، د قاری بابا چي په خټه هزاره و، لخوا به د ټنګي د کلي په زړه کلا سیمه کي حلال شول او بیا به يي مړي په سپیو وداړل شول، قاری بابا د دې خلکو په وژلو کي یواځي نه و، بلکه د اندړو څو تنه مخور مفتیان او مخور ملایان چی د مرګ فتوا به يي صادروله، ورسره مل وو.

قاري بابا هزاره، د اندړو رهبر او لیډر و، او په هر ډول ټولنیزو، سیاسی، حقوقي مسایلو کي د بابا فیصله شرط وه. بابا ته دومره احترام کیده چي د هغه ټول کارونه لکه د غنمو کرل، ریبدل، ژرنده کول او پخول او همداراز د کلا خټي او د کالیو مینځل د اندړو د ځوانانو کار و. خو دا کارونه تر ډیره بریده د اندړو په خوښه نه، بلکه د بیګار (زور) په شکل د بابا د یوه اندړ لاسپوڅي چي د بابا په سپی مشهور و، تر سره کیدل. کله چې به ځوانانو د بابا له کاره تیښته وکړه نو تر اویا کلن سپین ږیري به يي له کوره، کار ته بیول.

اندړو په ټولو تيرو حکومتونو کي په دولت کي د ګوتي په شمار غټ کسان درلودل، چي د ریاست او وزارت تر مقامونو پکي رسیدلي وو، لکه ښاغلی محبی د وخت د تعلیم او تربيي وزیر، اسدالله سروري د وخت د جمهور رئیس مرستیال او د خاد ريیس پاتي سوی و او ځینی نورداسي اندړ چې اوس خدای خبر چیرته دي. او د طالبانو په وخت کي يي لا څو کسان په غټو څوکیو ګمارل شوي وو، لکه مولوي نعمانی د لوړو تحصیلاتو وزیر، مولوي شهیدخیل د ښووني او روزني وزارت مرستیال او داسي نور.

اندړو ته هیڅ چا نه په جومات کي ملا او نه په ښوونځي کي ښوونکي دا ورزده کړي، چي اتفاق او یووالی د کامیابی او عکس يي د بربادی زیری دی. ځکه اندړ مشران او کورنی اوس هم ښوونځي ته د کمونیستی رژیم په څیر د کرکې او نفرت او کمیونیزم د زدکړي د مرکز په څیر ګوري او نه غواړي چي ماشومان يي د میږو له پیولو خلاص سی او له قلمه روزي پیدا کړی. په ټوله ولسوالی کي یوه ډیره ښه عالی لیسه وه، چي د جرمنی هیواد له مرستي جوړه سوې وه، د همدې خلکو په مټ وسوځول سوه او ډیرو يي د ننداري په وخت د سوځولو شکر ایستلی و.

په مسجد کي ملا امام د کلي د مخورو لخوا ټاکل کیږی، هغه ملا امام چي د دین تبلیغ يا د دوی د ناپسندو رواجونو غیبت کوي هغه له کلي شړل کیږي او یا هیڅ غوږ نه ورته نیول کیږی.

اندړ ځوانان اکثره بی تعلیمه پاتي دي، نه يي ملا ته غوږ ونیو او نه يي ښوونکي لیدلی. په یوه کلي کي څو مساجد وي او په هر مسجد کي د کرکي او نفرت او خپل منځي بدبینی له امله څو وارته جماعت لمونځ ادا کیږي. اندړ (شلګریان) هیڅ کله یو مشر نه ټاکلی او نه يي لري، نه يي ټاکلی سی. ځکه په هر کور کي دوه وروڼه یو بل نه سره مني، یو د دې او بل د هغه جهادي ګوند غړی وي. همدا بی اتقاقي او بدبینی د دې سبب سوې چي د تیر کال په پارلماني ټاکنو د اندړو د کاندیدانو ځخه یو هم پارلمان ته بریالی نسو، او نه دا طمعه کیږي چي په راتلونکي کي دي څوک په رایو بریالی سی.

د ښاغلي کرزي په تیره ملیاردېزه لسیزه کي اندړو ته یو ډالر هم د مرستي په نوم نه دی لګول سوی، د مرکزي دولت د ضعیف مدیریت له امله چي روابطو ته په ضوابط ترجیح ورکوي، داسی کارپوه او زړه سواند والی مقرر نسو چي د خلکو ستونزو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي، که يي ځوان والي را ولیږل ورځ به يي د جهان ملکي د انجونو په لیسه کي د شاګردانو د سويې د ارزیابی په پلمه تیروله، که يي نیکټايي والا راولیږل د غزنی هزاره ګان يي نه و مطالعه کړي او که یي جهادي والي را ولیږل د نړیوالو نقدي مرستي يي په جیب کي واچولي او دوهم واده يي وکړ. د ولسوالی سړک چي د اندړو په ژوند کي اساسی بدلنیز رول لري تر اوسه ونه رغول شو، نه په کلینیک کي د متخصصو ډاکټرانو په تشکیل کي زیاتوالی راغی، نه ولسوال با سواده مقرر سو، نه امنیه قوماندان مسلکي پولیس و او نه چارواکو وکړای سول چي اندړو ته د پام وړ کارونه تر سره کړي.

ښاغلي کرزي په خپله تیره دوره کي د اندړو ولسوالی ته سفر کړی و او سفر يي د راکتي برید سره مل سوی و. د سفر په ترڅ کي يي د اندړو یو تن جهادي شخصیت د ولایت مقام ته منصوب کړ، چون ولایت لوړ مدیریت غواړي او د جهادي له ټوپکه پرته څه زده نه و، ويي نسو کړای ښه مدیریت وکړي. او د ولایتی بیا رغونی ډلی، (پی آر ټی) لخوا ورکړل شوې دوه میلیونه ډالره چي د اندړو په ولسوالی کي د رغنیزو پروژو د پلي کولو په موخه عالیجناب ته سپارل سوې وې، په جیب کي کیښودې او له همدې امله د امریکایانو لخوا له دولتي موټرو په پاخه سړک د عامو خلکو په حضور کي را ښکته کړای سو او له وظیفی منفک سو.

امریکایان هم چي د اشرباڼي په نوم راغلي، د اندړو وضعیت يي څو ځلې مطالعه کړ، خو پوه نسوو چې کوم يي سر ده او کوم يي بیخ. چون د اندړو نورو خلکو له امریکایانو سره دومره اړیکي نه درلودي، نو امریکايانو د غزنی همدا منفک سوی والي بیا خپل سفارت ته په کابل کي ور وغوښت او د غزنی پخواني ځوان والي اسدالله خالد سره په مشوره يي داسی یو پروګرام جوړ کړ، چي عنوان يي افغاني او مرام يي امریکايي وي. د امریکا سفارت د خپلی همکاري اداری، (یو اس اې آی ډی) په مالي لګښت یو داسی پروګرام رامنځ ته کړ چي نوم يي (سیکا) (SIKA) Stability In Key Areasیا ثبات په کلیدي سیمو کي، رامنځ ته کړ.

دا پروګرام په هیواد کي د ایکام انټرنشل امریکايي موسسې لخوا د سیمي د خلکو په مرسته دا ډول پلي کیږي چي د ولسوالی ولسوال او یا نورو مخورو ته یو مقدار بی حسابه ډالر ورکوي چي د اړوندي ولسوالی په کلیو کي ځیني پروژې تر سره کړي تر څو خلک اقتصادي ګټي ترلاسه کړي او د سیمه ایزو طالبانو په مقابل کي غښتلی او پیاوړي سي. داسي پروګرامونو ته (ګرنتس Grants ) وايي، ګرنتس د پرمختللو هیوادونو او سازمانونو لخوا اشخاصو، افرادو او غیرانتفاعی سازمانونوته د یوه قانوني خیریه فعالیت د تر سره کولولپاره د مالي مرستي په توګه ورکول کیږي.

ګرنتس په دوه ډوله ورکول کیږی، یو ډول يي Solicited (اعلان سوي) او unsolicited (غیر اعلان سوي). اعلان سوي کرنتس ته موسسات او اشخاص خپل پروپوزلونه لیکي او چي کله پروپوزل ومنل سي بیا ګرنتس ورکول کیږي. د ګرنتس د پیسو نهايي اندازه هم د ورکوونکي سازمان لخوا تعیینیږي.

غیر اعلان سوي ګرنتس Grants هغو کسانو ته ورکول کیږي چي د ګرنت اخیستونکي او ورکونکي تر منځ ښې پخوانی اړیکي موجودي وي او د پروګرام تر پیل يي وړاندي موافقه سره کړي وي.

طالبان په اندړو کي د مرکزی دولت د نه پاملرنې او ضعف زیږنده دي، د سواد ټیټه کچه او یا هم مطلقه بی سوادي، بی کاري د دې سبب سوه چې ځیني ځوانان د طالبانو لیکو ور ودانګي، یا خو دا چې هغوی ته یوه اندازه معاش د پاکستاني کلدارو، یا یو ښه نوی موټر سایکل ورکول هر طالب جنګیالي ته او يا داچې د ټوپک د آزاد ګرځولو شوق او په بی ګناه خلکود کفر او الحاد فتوا صادرول د بیسواده او نا اهلو طالب جنګیالیو له خوا او په عام مهظر کي د هغوی د سرونو پرې کول او یا په فجیع او وحشیانه ډول وژل. د خلکو بې ځایه زورول، په عام المنفعه کارونو کي ځوانانو ته د کار نه کولو امر، د حقوقي او قضايي دعوا غیر منصفانه فیصله کول، جومات مخته امریکایانو ته د ماین ښخول او د بیګناه ملکی افرادو وژل، د دوی له لاسه د امریکايي ځواکونو لخوا د کورونو تلاشی، د ښځینه و بی ستري، د رایه ورنکو د لاس د ګوتو پرېکول، د هغو ماشومانو وژنه چې د امریکايي عسکرو نه يي کمپلې او نور شیان په سوغات کي منلي وو، د ساختماني قراردادیانو نیول، صحرايي محاکمه کول او وژل، د میري د بازار بندول، د دولتی شخیصتونو وژل او ترور او په تیرو لسو کلونو کي د اندړو ولسوالی تعلیمی، اقتصادي، سیاسي پاتي والی دا ټول هغه لاملونه دي، چي ولس يي د دوی په ضد را وپارول او د ولس په منځ کي ډیر ناخبره خلک او ځوانان چې نه پوهیږي، چا يي پر سر پیسې اخیستی، څومره يي اخیستي، له چا يي اخیستی؟ هم شامل دي. په پاڅون کوونکو کي داسی کسان هم سته چې د بیګاه ډوډی په کور کي نلري او د مړي دخښولو او ځنازي د وړلو لپاره دوهم کس نلري، او په دې تمه دی چې نن یا سبا به خدای کراري کړي او دی به هم د مرکزی دولت له لوري د پاڅون کوونکي تر نامه لاندي ونازول سي، خو ناخبره له دې چې طالب تر د په جنګ کي ډیره تجربه لري او هره شیبه امکان لريدی ووژني او مور يي بوره سي. کوم داسي ریښتنی دولت سته چې د یوه په اصطلاح شهید یا زخمی ته د راتلونکي غمه وخوري، د شهید کورنی او ماشومانو ته د معیشت او تعلیم زمینه مساعده کړي او زخمي ته د زړه تسلي سي. دولت خپله تر دوو غوږونو په فساد کي ډوب ده، هر یو يي بل ته څارنوال مقرر کړی، هر یو، یو بل ته غل ده. هغه چې له غربه راغلي اوس يي ځولی له ډالرو ډکي کړي دي، هغه چې اوس وار ورته سیخ سو، په هغوی يي د یوه تمثیلی فرمان په ترڅ کي هرڅه حرام کړل اوراشي او مرتشی يي کافر بللي.

په اوسني رژیم کي د غزنی ولایت دولتی مخور، یو اسدالله خالد چي له غرب نه راغلی او بل هغه د دوو ورځو والي او جهادي قوماندان ښاغلی فیضان الله فیضان ده چې د اسدالله خالد په مشوره بیا د امریکې سفارت ته بیول سوی وو، او له هغه ځايه يي د پاڅون په نوم بی توله ډالر د اندړو په سر اخیستي او یو څو محدود ځوانان چې په تیرو لسو کلونو کي يي کوناټي د باغچو په لمن سولیدلي و، له ځان سره د ډالرو په مرسته یو ځای کړل او په اصطلاح پاڅون يي پیل کړ.

که څه هم دا پاڅون ځیني ښيګڼي او ځانګرتیاوي له ځان سره لري، خو په اوږد مهال کي به لکه د ولایتی بیارغوني ډلی (پی آرټي) پروژو مثال ولري، هغه داسي چې تر اوسه ټول حکومتي چارواکي د خپل مربرطه ولایت د ولایتی بیارغونی ډلې په پروژو مزې کولي او تر اوسه يي شکایت چا نه وو اوریدلی، خو کله چې د پی آرټي پروژې پای ته ورسیدي او د ولسمشر کرزی له غوښتنی سره سم د دغو ډلو د بندیدلو غوښتنه وسوه، ولایتی چارواکو په اداری پراخ فساد د ولایتی بیا رغوني د ډلو لخوا تورن وبلل سول، او ولایتی چارواکو بیا بلعکس امریکایان په اداری فساد تورن کړل.

اوس هم د SIKAسیکا پروژو، اندړ د اندړو په مقابل کی استعمال کړل، داسي چې یو کلیوال په کابل کي اوسیده، له فیضان او اسدالله خالد سره مل سول، تر څو خپل کلیوال په شلګر (اندړو) کي د طالب تر عنوان لاندي وټکوي، آن تر دې چي خپل کلیوال يي پاکستان او ایران ته تبعید کړي دي.

د اندړو طالبان د دولت او د هغوی د غربی متحدینو په مقابل کي جنګیدل، نه د خپلو کلیوالو په مقابل کي، خو اوس لوبه سرچپه سوه، کلیوال له کلیوال سره په جګړه بوخت دی او ډالر د دوو کسانو په جیبونو کي توييږي. د سیمي د اوسیدونکي په صفت، زموږ باور دا دی چي اندړ يي په خپلو کي په بدي سره اخته کړل او دا بدي به د دوی تر منځ تر کلونو پوري پاتي سي، او هغه وخت به نه ګرنتس Grants وي او نه به امریکايي ډالر او سرتیري. د دې پاڅون په پیل کي آوازه وه چې، فیضان ته يي ځانمرګي بریدګر د حملې لپاره تیار کړي، او هغه و چې تیره ورځ يي یوه ناکامه حمله پرې ترسره کړه. د امریکا د سفارت پوچې مفکوري او بی توله ډالرو د سیمی د خلکو تر منځ بدي وزیږوله او هغه چې وايي: ژمی به تیر سي، سکرو ته به تور مخ پاتي سي.