غزل
یوه جینۍ کور ته اوبه وړي قدمونه شماري
خدای چې د څومره غریبانو سوي زړونه شماري
لکه ښارو په وړه ژبه وایې ستړې نه یم
مور یې په سترګو کې ټول ستړي نفسونه شماري
شوه ملایکه د اسمان، لاړه له ستورو سره
جانان یې لاهم لوړې غاړې ته ګلونه شماري
چا چې ډیوه لاس کې اخیستې ده تیاره ماښام کې
هغوی د لمر د خورو وړانګو تنابونه شماري
غرمه مې واوریدل سبا د ماشومانو ورځ ده
یوه ماشومه پر مخ اوښکې کتارونه شماري
انګار دځان په فلسفه کې د جانان په لټه
نه ورته ګوتې شماري، نه هم کتابونه شماري
غزل
چاچې له ما سره کولې لوبې
راته یې ټولې وبایللې لوبې
هغوی پایلوبې ته ونه رسیدل
ماته، به ومني د خپلې لوبې
غورځوي څڼې په اتڼ کې ژڼي
غورځی نارې دي او بدلې لوبې
نورو په عقل وڅیرله ځمکه
پښتون ته غورې او کنځلې لوبې
په ډیره ګرانه به میدان وګټي
انګاره بیا به وي څوځلې لوبې
غزل
لاخو غوټۍ ده غوړیدلې نه ده
لاخو، خوشبو ترې الوتلې نه ده
خیر دی که سیوری مې په کاڼو ولي
وړه په مینه پوهیدلې نه ده
دا چې موسکۍ، موسکۍ وي هره شیبه
د چا له غمه ژړیدلې نه ده
چې پرې کوي خلی وطن نه څاري
دا غرڅه خویه ترهیدلې نه ده
پر ژبه وری زړه یې لیوه لیونی
د ژوندانه جال کې لویدلې نه ده
انګاره ځکه ده له تیږې سخته
نن په ګلونو چا ویشتلې نه ده
غزل
په لمن کې ټولوم تورې ګورګورې
مستربل کې لټوم تورې ګورګورې
چې ګورګورو پسې ووځمه له کلي
پل په پل دې یادوم تورې ګورګورې
خوست ته مه راځه لوګرکې دي سنځلې
په ټوکرۍ کې درلیږم تورې ګورګورې
هسې نه، نازکې شونډې يې شي غوڅې
له اغزیو پاکوم تورې ګورګورې
دا دلپه اشرفیو سودا نه ده
په غنمو خرڅوم تورې ګورګورې
سترمنې تورې، تورې راته ګوري
په کوڅو کې خرڅوم تورې ګورګورې
بدل شوی مې د خیال اسمان انګاره
بل موسم کې پخوم تورې ګورګورې
غزل
بیګاه پر عالمونو مرغلرې اوریدې
چې ستا له خولې دانه، دانه خبرې اوریدې
لمدې وې تورې څڼې و، نری نری شمال
وږمې یې خدای خبر له څومره لرې اوریدې
را یاده به چې شوله د کتاب قلم کیسه
د ژوند پر دښمنانو به ډبرې اوریدې
نازکه په نازک تار له سپوږمۍ سره پیوند
لشې، لشې باڼه یې تورې زغرې اوریدې
حیران ومه چوغار مې د طوطیانو اوریده
اخر په دې خبر شومه، شکرې اوریدې
ځنګل، ځنګل ښکلا یې دنګه لمنځه خوځیده
مچۍ، مچۍ کاته لکه ګورګورې اوریدې
وریاده شوه په نظم کې د یار دیاد سندره
انګاره له لفظونو یې سندرې اوریدې
زاهد شاه انګار
حسن
تا ښکلا ده پنځولې
د هرچا صنم کې ښکليه
او هستي دې خوندي کړې
په عدم عدم کې ښکليه
تا وږمې له ګله خورې کړې
ګل دې تاو کړ په اغزو کې
تا بلبل هم ثناخوان کړ
سندريزو ترانو کې
وچ لرګي ته دې زړه ورکړ
په يو پو يې زړه سورى شو
د شپيلۍ نوم دې پرې کيښود
چې ېې غږ کله نرى شو
دستا حسن په يو غړپ کې
ډک روان يو سمندر دى
پکې جوړ دې بل اسمان دى
دا دې بل عجيب هنر دى
تا د ژوند په کرونده کې
و کاره د مينې زړى
له ازله دې له دوو دوو
دى را تاو د قسمت پړى
نور د څه په خيال کې نه وې
چې د خور نور د جانان کړ
او د يوه جانان لپاره
دې اباد واړه جهان کړ
تا په هر څه کې ځان پټ کړ
چې په هرڅه کې موجود شوې
ته زما د زړګي ور يې
او زما د زړه معبود شوې
زاهدشاه انګار