کندهار افغانستان: د کندهار ولايت د امنيت امر سمونوال رحمت الله خان اطرافي لراوبر ته ویلي دی چي مخالفينو تېره اوونۍ په کندهار کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه ملکيان وژلي دي.
د هغه په خبره چي لومړى چاودنه په معروف ولسوالي کي د اختر په سهار هغه مهال وسوه چي د ېوې کورنۍ پنځه تنه کوچنيان د خپل يوه دوست قبر ته ددوعا کولو لپاره ورغلي وواو مخالفينو د ريموټ کنترول څخه په استفاده په قبر کي له وړاندي څخه ځاى پر ځاى سوي چاودېدونکي توکي پرې وچاودیدل.
دوهمه چاودنه د پنج شنبې په ورځ په سپين بولدک ولسوالي کي د ملکي خلکو د سپرلۍ پر زرنج موتر سايکل باندي سوې چي درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د امنيت امر چي نن يې د کندهار ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته د تيري ا وونۍ په اړه خبري کولې وويل چي پوليسو يې د نورو ملي امنيتي ځواکونو سره په ګډه د يوه جامع امنيتي پلان په ترڅ کي د ولايت ټولي سيمي تر پوښښ لاندي راوستي وې چي په ترڅ کي يې د عملياتو پرمهال ٤ نفره مخالفين وژل سوي، دوه تنه زخميان سوي او دوه نور له وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيول سوي دي.
هغه زياته کړه چي په دې عملياتو کي يې همداراز لس کړۍ ماينونه، يو ميل کلاشنکوف، يو پايه مخابره، ٢٠٠ کيلو ګرامه باروت او نهه کيلو ګارمه تارياک هم نيول سوي دي.
د اطرافي په خبره چي د تيري اوونۍ په عملياتو کي يې ١١ تنه وسلوال غله هم چي د کندهار ښار او ولسواليو په بيلا بيلو سيمو کي يې غلاوي کړي وې او يايې پلانونه لرل هم نيولي او اړوند کسان یی عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.