کور / تازه خبرونه / هلمند: په ټرافيکي پېښه کي ۶ مساپر مړه او ۲۷ زخميان سول

هلمند: په ټرافيکي پېښه کي ۶ مساپر مړه او ۲۷ زخميان سول

لښکرګاه:نن دهلمند ولایت دهرات او کند هار پر لویه لار ددوراهی په سيمه کې د ٣٠٣ ډوله سرویس موټر د اوښتو له امله شپږ تنه مړه او ٢٧ نور ټپيان شويدي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي د وږي په ٣ مه نیټه یوی افغانی رسني ته خبر ورکړ یدی، چې دغه پېښه نن سهارد ٩ بجو په شاوخواکي هغه وخت منځ ته راغله چه له هرات څخه د کابل پر لورروان ٣٠٣ ډوله سرویس موټر چلوونکي دبی احتیاطی له امله موټر دپاخه سړک څخه واوښت. د نوموړۍ سرویس موتر چلوونکی اوکلینردواړه په تیښته بریالي شویدي.
ددي پېښې ټپيان او مړي د ګرشک ولسوالۍ د ايمرجنسي روغتون ته وړل شوي او د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
احمدي وويل، چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شاملي دي.
د هلمند د ترافيکو مديريت مرستيال داود نورزي بیا وایی چې دوى د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي او ياده مرګ ژوبله يې ومنله.
نوموړي زياته کړه، چې تراوسه دا هم نه ده معلومه ، چې ياد ٣٠٣ سرویس موټر په کوم شرکت پوری اړه لری او اصلي خاوند یی څوک دی.