کور / تازه خبرونه / پاکستانی پلاوی هند سره امن او تجارت ښه کولو ته ځو

پاکستانی پلاوی هند سره امن او تجارت ښه کولو ته ځو

اسلام آباد:- د پاکستان د پارليمان د غړو يو ډله د واهګه په پوله هند ته تللې ده،په دي ډله کې جهانګير بدر،حاجي عديل،فيصل کريم کنډي،نفيسه شاه،نديم افضل چن،خرم دستګير او شازيه مري شامل دي.په واهګه بارډر له مطبوعاتو سره په خبرو کې جهانګير بدر وویل، چې د پارليماني غړو هند ته د تګ موخه د هند او پاکستان د مذاکراتو د څلورم پړاو برخه ده چې له مخې یې په سیمه کې امن او تجارت ته وده ورکول دي.،،تجارت،تعليم،صحت،اوبه او سيلګري په ټولو معاملاتو به خبرې اترې کوو او چې کوم په سرکارې کچ د دواړو هيوادونو ترمينځه خبرې شوې دې هغه په ولسي کچ راوستو او کاميابولو لپاره به خبرې اترې کېږي،،سېنيټر حاجي عديل په خپلو خبرو کې وويل چې هند ته د ښه مخۍ (خير سګالې) پېغام وړو.د دوستې رشتي قايمولو لپاره هند ته روان يو، د کومو ملکونو ترمنځ چې جنګونه شوي دي نو د دوستۍ لپاره ورته د وخت ضرورت وي،خو د اوسني حکومت له راتلو سره په دې کې تيزوالی راغلی دی،دا ټولي مسلی به هله هواريږي چې کله د ولسونو تر منځ رابطې سېوا شي، او دغه رنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله ويزه ختمه کړل شي او خلک صرف پاسپورټ سره تګ را تګ شروع کړي نو په هغه ورځ به د اوبو، کشمير او د سياچين مسلې هم هواري شي،،د پارليمان د غړو هند ته د تګ را تګ په اړه د سياسي چارو کار پوه ايمل خټک وويل چې د ولسونو او چارواکو تر مېنځ رابطي د دواړو هيوادونو تعلقات ښه کوالای شي.،څومره چې په سرکاري او غېر سرکاري کچ رابطې ډېرېږې ،دا ښه ګام دی، نو چې کوم تاو تريخوالی د دواړو ملکونو ترمنځ دی د هغې لپاره ضروري ده چې د دواړو ملکونو خلک او چارواکي کښيني او د يو بل په مسلو ځان خبر کړي،اود خپلمنځي بدګمانيانیو د حلولو لپاره لارې چارې ولټوي،،له هند سره د تجارت کولو په باب د اقتصادي چارو کار پوه معراج الحق وايي. هند يو غوړېدونکی اقتصاد لري، نو د پاکستان برامداتو ته يو ښه موقع ترلاسه کيدای شي، بل د پاکستان سټراټيجيک اهميت داسې دی چې که هند ورسره خپلې تجارتې رابطې مضبوطې کړي نو هند ته د افغانستان،وسطې ايشيا،او ايران لارې ملاوېدای شي، او د پاکستان د سمندر د غاړې علاقې هم تجارتي رابطوله پاره استعمالولای شي.نوموړي زياته کړه چې دواړو ملکونو ته د سياسي ډلو تګ را تګ د تجارت له لارې هوارولای شي.