کور / سياسي / افغانستان تر خپلواکۍ وروسته

افغانستان تر خپلواکۍ وروسته

دغه ليکنه په بلخ کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په مراسمو کې لوستل شوې وه.

((ازادي د ژوند په قيمت تر لاسه کېږي.))
((د زنځيرونو تر ژوند د ازادي مړينه ښه ده.))

په يو بل ځای کې ليکل شوي دي، چې ازادي د ظالم له خوا په خپله خوښه نه ورکول کېږي، تر دې چې مظلوم يې ونه غواړي. د ازادۍ بل تعبير داسې دی:

((ازادي نوې (تازه) ساه اخيستنه ده.))

افغانانو ازادي د ژوند په قيمت پېرلې، زنځيرونه يې مات کړي، ظالمان يې په ګونډو کړي؛ خو د ازادۍ وروستی تعبير څه ناڅه تامل غواړي. ايا افغانانو له خپلواکۍ وروسته تازه ساه اخيستې؟

د مقدونيې د سترواک- سکندر- ځواک په افغانستان کې ختم شو. د مغلي خوني يرغلګر، چنګيز خان تېغ دلته مات شو. د انګريزانو هډونه تر پرونه د ميوند په دښته کې موندل کېدل. روسانو هم له مونږ سره خپل سر په څنګ وهلی، چې لا تر اوسه يې ماغزه په کرار نه دي.

د خپلواکۍ لنډه تاريخچه:

د افغانستان حکومت هر کال- د ۱۲۹۸ لمريز د زمري اته ويشتمه، چې د ۱۹۱۹ زيږديز د اګست له ۱۹مې سره سمون خوري، د اوسني پاکستان په پنډۍ ښار کې د افغان-انګليس د معاهدې له مخې له برتانيوي امپراتورۍ څخه د هېواد خپلواکي- د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې لمانځي.

افغانستان کله هم رسما د برتانيوي امپراتورۍ برخه نه وه جوړه شوې؛ خو بيا هم انګريزانو په درې پرله پسې ډول پر هېواد د وخت برتانيوي هند له لوري حملې وکړې. لومړۍ افغان-انګليس جګړه په ۱۸۳۹- ۱۸۴۲کې پېښه شوه، چې د افغان ځواکونو له خوا د برتانيوي يرغلګرې قوې پر ډله ييزې وژنې پای ته ورسېده. دويمه جګړه په ‍۱۸۷۸-۱۸۸۰ کې د انګريزانو په برياليتوب رامنځته شوه. دوی په کندهار حوزه کې د يعقوب خان له خوا په پرېښودل شويو سيمو کنټرول پيدا کړ. په ۱۹۱۹ کې د افغان-انګليس وروستۍ جګړه ترسره شوه، چې د ډيورنډ کرښې په رامنځته کېدو- سره له دې چې افغانانو دغه کرښه هېڅکله نه ده منلې- د اوسني افغانستان پر خپلواکۍ پای ته ورسېده.

له خپلواکۍ وروسته:

وحيد عمر- د ولسمشرۍ د ماڼۍ پخواني وياند- د خپلواکۍ د ورځې په وياړ په خپلې ليکنې کې له انګريزانو څخه د خپلواکۍ تر لاسته راوړلو وروسته خپل ولس ته د پاچا د وينا په اړه ليکي: ((په همدې پغمان کې نږدې سل کاله وړاندې يو شمېر عصري ښاريان او څه ساده کليوال- له ما او چېرته چې چاودنه شوې، څو سوه متره لرې- سره راټول شوي و، چې د افغانستان له ځوان او غښتلي پاچا څخه د هغه د دولت طرحې واوري.

ځوان پاچا په مډرن لباس کې د پغمان جرګې ته راغی او له خلکو يې وغوښتل، چې په جهاد اکبر کې له هغه سره ملګري شي، چې افغانستان پرمختللی او له ترکيې او اروپا سره يې برابر کړي. په دې ناسته کې د افغانستان مډرن اساسي قانون جوړېدی، چې د هېواد ټول اوسېدونکي يې د قانون په وړاندې يو ډول کړي؛ غلامان ازاد کړي، تعليم او تربيه اجباري کړي، د نجونو مکتبونه پرانيزي، خلک مکتوبونو ته د خپلو لوڼو په استولو وهڅوي، اجباري او د کم عمر ودونه له منځه يوسي…. ځوان پاچا خپلو خلکو ته په دې ناسته کې بې ساري ارمانونه درلودل؛ هغه ارمانونه چې په اوسني پغمان کې- چېرته چې زه ناست يم- ډېر کم ليدل کېږي.))

ليکوال ليکي چې ځوان پاچا د پغمان له جرګې درې کاله وروسته، په غزني کې د خلکو تر منځ ښکاره کېږي. دا ځل په تکليف کې دی. په الحاد تورن شوی دی. ګوډ ملا او نور ورپسې راپورته شوي دي.

افغانان له خپلواکۍ وروسته د هېواد د خپلواکۍ ګټونکي او په زده کړې، پرمختګ او عصري کېدو (Modernization) مين پاچا، غازي امانه الله خان پسې راپورته شول او له هېواد څخه وتلو ته يې مجبور کړ. هغه به له افغانستان سره څومره مينه درلوده؛ خو زمونږ هېر دی او لا هم پسې خبرې کوو.

له روسانو څخه د ميلون شهيدانو په قيمت خپلواکي ترلاسه شوه؛ خو تازه ساه اخيستی ونه شوه؛ د داسې کورنۍ جګړې اور بل شو، چې بڅري يې لا هم په ايرو کې پټ دي او وخت ناوخت لوګي کوي.

بخت يو ځل بيا ياري وکړه؛ په ۲۰۰۱ کې د نړيوالې ټولنې په مرسته نوی حکومت جوړ شو . ولسمشر، پارلمان، قضايي سيستم، ځواکونه، تعليمي نظام، مخابرات، مطبوعات، نړيوالې اړيکې او… هر څه لري؛ خو د پخوا په څېر د ګاونډيو لاسوهنو يې په وړاندې مخالفتونه رامنځته کړل. سمه ده، چې ستونزې به لري؛ خو تر دې نه دی، چې له سره دې لري شي. ښايي د سمونې په اړه يې فکر وشي.

اوسنۍ خپلواکي:

خپلواکي خورا تعبيرونه لري، يو بل يې داسې دی:

((ازادي، په ټولنه کې د هر وګړي د مصوون ژوند ضمانت دی.))

له نړيوالې ټولنې مننه کوو، چې په افغانستان کې د يو قانوني حکومت په جوړولو کې يې مرسته وکړه، د اساسي قانون د جوړېدو او د ټولټاکنو د ترسره کېدو لارې يې هوارې کړې. بيارغونه يې وکړه او له پاتې نړۍ سره يې ونښلولو؛ خو ايا په هېواد کې د تاوتريخوالي په زياتېدو زمونږ د ازادۍ پورتنی تعبير نه زيانمنېږي؟

د خپلواکۍ د ورځې له لمانځلو څو ورځې وړاندې- د زمري په ۲۴مه- په دوو بېلابېلو پېښو کې ۴۶ تنه مړه شول- ډېری يې ملکيان و- او څه د باندې سل نور ټپيان شول.

پايله:

د خپلواکۍ د تعبيرونو په لړ کې راځي:

((تاسې خپله ازادي يوازې د نورو د ازادۍ په ژغورنه کې ساتلی شئ. ته يوازې هغه وخت ازاد يې، چې زه ازاد يم.))

دا تعبير هم ښکلی دی. په افغانستان کې بېلابېل قومونه او ژبې شته دي، چې دا ټول د يو وجود غړي دي. دا مشهور فارسي شعر د هر چا په ژبه دی:

بنی ادم اعضای يکديگــر اند که در افرينش ز يک ګوهر اند

چو عضوی به درد اورد روزگار ديگر عضوهــا را نماند قرار

په شمال کې په ځانګړي ډول د بلخ امنيت د هېواد د نورو سيمو په پرتله خورا ښه دی. په دې برخه کې د بلخ ولايتي اداره د ستاينې وړ ده.

په بلخ کې تاوتريخوالی کم دی، ولس له حکومت سره راضي دی او ورسره مرسته کوي. ددغه ولايت پر سرحدونو د ګاونډيو راکټونه نه لږېږي. دوی ښه خلک دی؛ خو ايا د پاکستان له لوري پر کنړ د راکټونو حملې د بلخ چارواکي نه دي خواشيني کړي؟ خامخا؛ ځکه چې بلخ او کنړ دواړه د يو وجود غړي دي او حتما به د يو بل په درد ځورېږي. زمونږ خپلواکي هغه وخت بشپړه کېدای شي، چې ټول د يو بل د مصوونيت لپاره لاسونه ورکړو.

بل تعبير داسې دی:

((د ازادۍ او عدالت په برخه کې زده کړه هم اهميت لري؛ له زده کړې پرته نه ازادي او نه هم عدالت دوامداره پاته کېدای شي.))

افغانستان د امان الله خان مفکوره او طرحه ونه شوای زغملای. د روسانو له وتلو وروسته د ګاونډيو په لمسون په خپلو کې ولوېدل. ځينې لا د اوسنۍ خپلواکۍ زيانمنېدو ته لمن وهي. دا ولې؟

دا کټ مټ د پورتني تعبير خبره ده. د افغانستان خپلواکي په پرله پسې ډول د زده کړې د نه شتون له امله زيانمنه شوې ده. غازي امان الله خان پر زده کړې ټينګار کاوه؛ خو ولس يې لوستی نه و. د روسانو د يرغل پر مهال افغانان دننه او يا دباندې، يو نه يو ډول په جګړه کې ښکېل و؛ نو همدا وه چې تعليم ترې پاته و او له خپلواکۍ وروسته يې يو بل ونه شو زغملای. د طالبانو پر مهال د زده کړې نظام ډېر خوار و؛ کرزی هم په يوه اندازه نالوستي ولس واوښت.

په دې ډول ويلای شو، چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د ساتنې په موخه په ټول هېواد کې د زده کړې سيستم مساويانه پلي کېدل او د يو بل زغمل اړين دي.

په درناوی