کور / تازه خبرونه / سايمونګېس:زموږ وتل کورنۍ جګړې نه پېښوي

سايمونګېس:زموږ وتل کورنۍ جګړې نه پېښوي

د بهرنيو ځواکونو وتل به افغانستان کورنۍ جګړې ته کش نکړي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى سايمون ګيس وايي چي له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له و تلو وروسته به دا هيواد د کورنۍ جګړي پر لوري ولاړ نه شي.

سايمون ګيس دخبره د فرانسي خبري اژانس او فاکس نيوز تلويزيون سره په يوه مرکه کې ويلي دي، چي يو شمير خلک په افغانستان کي د کورنۍ جګړې خبرې کوي خو دا هغه شى دي چې په تاريخ کې به بيا تکرار نه شي.

ګيس فکر نه کوي چې داسې يوه څه به پيښ شي ځکه د هغه په اند که د افغانستان ګاونډيان وغواړي چې دا هيواد د اوږد مهالي کړکيچ خواته بوځي نو خپله به هم له ستونزو سره مخامخ شي.

ځينې اټکلونه شته چې هند او پاکستان به وروسته د نړيوالو ځواکونو له وتلو څخه په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره ممکن يو شمير هغو ډلو ته چې په افغانستان کې جګړو ته لمن وهي زمينه برابره کړي.

خو د ناټو ملکي استازي دا خبري ردوي او وايي، داسي فکر نه کوي چې د افغانستان ګاونډيان به په سيمه کې د بې ثباتۍ پلويان وي او يا به هم د افغانستان د اوضاع خرابي ته هڅې ډيرې کړي چې کيداى شي ټوله سيمه به ناکراه کړي.

د هغه په وينا په افغانستان کې د کورنيو جګړو لپاره زمنيه ډيره کمه ده او بله خوا افغان امنيتي ځواکونه ډير پياوړي شوي دي اوطالبان هم و سيميزو زورواکي ته ليواله نه دي چې بيرته د نويمي لسيزي تورو ورځو ته وګرځي.
ګيس وايي :يوه مسئله چي ډيره ياديږي او هغه دوه نويم او درې نويم کلونو ته بيرته راګرځيدل او پر کابل بيا د توغنديو اورول دي چې دا يوه له وحشته ډکه مفکوره ده.

سايمن ګيس وايي کورنۍ جګړې به د ډيرو افغانانو د مهاجرتونو سبب شي خو هغه دا اټکل عملي نه بولي او اوس وخت دهغه وخت سره ډير توپير لري.

د ناټو ملکي استازي وايي، ممکنه ده چې د طالبانو ډلې بمونه ښخ کړي او بيلابيلې حملې وکړي .خو دوى به ونشي کړاى چې افغان ځواکونو ته په مخامخ جګړو کې ماتي
ورکړي د ګيس په اند طالبان دا توان نه لري چې بيا کندهار ته ولاړ شي.

هغه وايي: يوازنۍ لاره چې طالبان به قدرت ته ورسوي له خلکو سره ددوي يوځاي کيدل دي . د ناټو ملکي استازي ، د حقاني شبکه چې په پاکستان کې پناه ځايونه لري او د افغانستان پر ختيځو سيمو توغندي اوروي يو جدي تهديد بولي او وايي پاکستان بايد ددې شبکې د ځپلو لپاره همکاري وکړي.

سايمن ګيس به په نيژدي راتلونکي کې په افغانستان کې د ناټو د ملکې استازي په توګه له خپل مقام څخه ليرې شي او د هغه پرځاى به يوهالندي ديپلومات موريتس يوخيمز راشي.