د خوست په بېلا بېلو سيمو کې کوچني اختر لمونځ په داسې حال کې ادا شو ،چې په زرګونو خوست مېشتو په هره عيدګاه کې ګډون درلود.
د خوست په مرکزي لوى جامع جومات کې هم د کوچني اختر لمونځ په داسې حال کې ادا شو،چې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ، امنيه قوماندان ، د سولي ولايتي دفتر مشر، د ولايتي شورا رئيس او غړو، د ملکي او نظامي ادارو منسوبينو او چارواکو ، قومي مشرانو او په زرګونو خوست ميشتو حضور درلود.
د اختر په ځانګړي خطابه کې جيدعالم عبدالرحيم د روژې پر فضليت او د اختر په قواعدو خبرې وکړي، ورپسې د حج اوقافو رئيس مولوى اظهارالدين د اختر ورځې پر فضليت له بې وزلو سره په دې ورځو باندې د مرستې پر اجراونو همدا ډول دخلفاء او صحابو په ژوند کې ددې ورځې پر لمانځنه رڼا واچوله .
په خپل وار سره خوست والي عبدالجبارنعيمي په جومات کې راټول شوو خلکو ته په دې خبرې وکړي، چې روژه کې يو مسلمان څه مکلفيتونه لري او له کوم ډول اعمالو بايد ځان وساتي، ده په خپلو خبرو کې وويل، چې روژه په ډيرو اوږدو ورځو او سختو ګرميو کې راغله ، خو مسلمان امت له خداى په فضل دا طاقت پيدا کړ ، چې ټوله روژه په مکمل ډول ونيسي.خوست والي وويل روژه د مغفرتونو او عبادتونو مياشت ده خو له بده مرغه ځينو خلکو دعوې هم کولاى، چې موږ روژه يو خو په رڼا ورځ يې د چا موټرې تښتولې او يا يې مسلمانان په ستونزو او بدمرغيو کې اچول ، داسې خلک هم ول، چې دوى قتلونه او بد کارونه کول، په داسې حال کې، چې دا خلک د خداى پر وړاندې سخت مجرمان او د خداى ج له رحمته څخه محروم خلک دي. دوى نه له خداى ج،
نه له قانون او نه له نظام څخه ويره لري، چې داسې بد او ناروا کارونه په دې مبارکو ورځو کې ترسره کوي.
ښاغلي نعيمي هغه خلک جهلان وبلل څوک، چې په لارو کې بمونه ښخوي او د بې ګناه خلکو وينې پرې تويوي. ده وويل، چې افسوس د داسې خلکو پر ژوند او راتلونکې، چې د يوه بې ګناه انسان پر وژنه افتخار کوي .
خوست والي په خوست کې د قومي شخړو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دوه نيم کال کيږي ، موږ هڅه کوو ترڅو د خلکو ترمنځ سوله ، وروري او يووالى حکام کړو ، موږ له خلکو او ولسونو په بيا بيا غوښتنه وکړه، هيله مو ترې وکړه، قران کريم مو وروړاندې کړ ترڅو په خپلو کې سره جوړ شي خو ځينې جاهل خلک بيا هم د يو بل پر دښمنۍ کې د خپلو ځانونو بقاء ويني په همدې سبب خلک جګړو ته هڅوي.
دده په خبره ترڅو، چې خلک په خپلو کې سره جوړ نه شي او يو بل ته قناعت ورنه کړي تر هغې پورې سوله نه شي راتلاى. خوست والي وويل ،چې د دوى دې بې ځايه مصروفيتونوله امله ، دولت او ولايتي اداره له هغه چارو ليرې ساتل شوي په کومو،چې د ولس او د همدې خلکو خير پروت دى. موږ شپه او ورځ د دوى ترمنځ د سولې او د دوى دعوو په چارو اخته يو په داسې حال کې، چې نورې ډيرې چارې شته ترڅو هغه د همدې ولس لپاره تر سره شي. خوست والي له تجارانو او ځينې سوداګرو هم ګيله وکړه چې دوى د کمې ګټې پرځاى ډيره افراطي ګټه غرض کړې، او ولس په نظر کې نه نيسي په داسې حال کې، چې ولس غريب دى او دا وس نه لري ترڅو د دوى د ډېرې ګټې بوج ادا کړي. ده دا ډول بې انصافه تجاران، حرم خواره وبلل.
خوست والي ځينې دولتي چارواکي هم ووننګول او ګواښ يې ورته وکړ، چې هر څوک له خپل مقام او چوکۍ څخه ناوړه استفاده کوي د نورو په شان به د قانون منګولو ته سپارل کيږي، بيايې مسؤليت پر خپله غاړه دى.
خوست والي له ولس څخه هم هيله وکړه ترڅو چارواکي او مامورين په بې ځايه تحفو او رشوتونو عادت نه کړي.
خوست والي د ولسمشر له ٤٥ ګڼه فرمان څخه هم يادونه وکړه، او ويې ويل چې د دې پلي کول او تطبيق د هر دولتي چارواکي دنده او مسؤليت دى، موږ به تر خپله وسه دا فرمان په خپلو ادارو کې تطبيق کړو، خو په دې شرط، چې ولس هم زموږ ملاتړى پاتې شي.
ښاغلي نعيمي په ټولنه کې د رسنيو مسؤليت ياد کړ او هيله يې وکړ ه، چې رسنۍ هم بايد ټولو هغه نيکو چارو ته انعکاس ورکړي کومې، چې په ټولنه کې تر سره کيږي، ځکه رسنۍ د ټولنې سترګې او غوږونه شميرل کيږي.
په پاى کې خوست والي له ټولو ولسونو وغوښتل، چې په خپلو کې د همدې اختر په وياړ عفه وکړئ او د ورورۍ فضاء رامنځ ته کړئ.
ده وويل، چې وروري او دوستي بايد د مقام، پيسو او نورو مادي امکاناتو لپاره نه وي ځکه ماديات بقاء نه لري، ښه به وي ټول د خداى(ج) او د خداى(ج) د رسول(ص) لپاره په خپلو کې وروڼه او دوستان شو. خوست والي خپلې خبرې ټول ولس ته د اختر مبارکۍ په ورکولو پاى ته ورسولې له هغه وروسته ټولو خلکو په ګډه د کوچني اختر لمونځ په يوه ډېره سوله ييزه او دوستانه فضاء کې ادا کړ او د خداى ج په دربار کې يې دعاګانې وکړي ترڅو په دې هېواد کې سوله، مينه، وروري، ابادي تل پاتې او دايمي شي.