دخپلواک کشمېر په وادى نيلم کښې دسپرليو ويګن ژورى کندى ته غورځيدلو له امله شپاړس کسان مړه او درې نورژوبل شول دپيښې ښکار شوى ويګن دنوشهرى څخه مظفرآباد ته روان وو دنجکوټ په سيمه کښې دچلونکي له واک څخه ووت او دنيلم سيند پرغاړه يوه ژوره کندى ته وروغوځيده دشخصي تلويزون دراپور ترمخه دپيښې له ځاى څخه ديوې ميرمن په شمول دشپاړس تنو مړى رايستل شويدي.