په برما کې د بودايانو لخوا پر مسلمانانو باندې تېرى او زياتى نه يوازې دوام لري، بلکې نور اوج ته رسېدلى دى او هره ورځ په زياته اندازه د مسلمانانو ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان په بې رحمۍ سره وژل کيږي. همدارنګه يې شتمنۍ کنګل کيږي، چې دوى په دې ترتيب سره له اقتصادي پلوه کمزوري ساتل کيږي او نه شي کولاى، چې له دې ظلم او ستم څخه ځانونه او خپلې کورنۍ وژغوري. ددې تر څنګ پرې دا بنديز لګېدلى، چې دوى به اسلامي هېوادونو ته مهاجرت نه کوي. په برما کې تر پېنځو زرو زياتو مسلمانو ښځو باندې جنسي تېرى شوى او وروسته بيا وژل شوې دي او دا وحشت تر اوسه هم دوام لري.
برما په ( ١٩٣٧ ) کال د اپرېل په ( ١ ) نېټه له هند هېواد څخه خپله ازادي تر لاسه کړه او د يوه خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو. هند په هغه وخت کې د انګليستان د امپراطورۍ يوه برخه وه. همدارنګه په دوهمه نړيواله جګړه کې جاپانيانو هم په زرګونو برمايي مسلمانان په بې رحمانه ډول ووژل. کله چې په ( ١٩٤٥ ) ميلادي کال دوهمه نړيواله جګړه پاى ته ورسېده، نو انګلستان يو ځل بيا برما تر خپل کنټرول لاندې راوسته، خو درې کاله وروسته برما بيا خپله ازادي تر لاسه کړه.
د برما د وګړو شمېر د اوسنيو شمېرنو له مخې ( ٥٥ ) ميليونه تنه دي، چې په دې کې يې ( ١٥ ) سلنه مسلمانان دي. يعنې د مسلمانانو شمېر يې شاوخوا اته ميليونو تنو ته رسيږي، چې د دې شمېرې نيمايي وګړي په ( اراکان ) ايالت کې ژوند کوي، چې د دې ايالت ( ٧٠ ) سلنه برخه تشکيلوي .
د برما وګړي په بېلابېلو نژادونو وېشل کيږي او په مختلفو ژبو خبرې کوي؛ خو د مالوماتو له مخې ډېرى اوسېدونکې يې په برمايي ژبه غږيږي چې (بورمايان) ورته وايي. بورمايان په خټه چينايان او د (تبت) ښار اوسېدونکي دي، چې په ( ١٦ ) مه ميلادي پېړۍ کې له چين څخه دې سيمي ته راغلي دي او مذهب يې بودايزم دى او د الله ج پر ځاى د بوتانو عبادت کوي.
د ( ١٨ ) پېړۍ په وروستيو کې همدا بودايان پر سيمه واکمن شول او نور قومونه يې تر خپلې ولکې لاندې راوستل، چې په دې کې مسلمانان هم راځي. د برما يا اوسني ميانمار اراکان ايالت ته د عباسي خلافت په زمانه کې چې هارون الرشيد پاچا و، د اسلام اوازې ورسېدلې او دا د هغو تجارتي قافلو په برکت، چې له اندونيزيا، ماليزيا او د همدې سيمې له هېوادونو څخه به د تجارت په موخه عربي نړۍ ته راتللې. تر دې چې دا سيمه د اسلام له رڼا څخه برخمنه شوه او د برما نورو برخو ته يې هم ريښې وکړې، چې اوس هم هلته د اسلامي مرکزونو او جوماتونو نښې تر سترګو کيږي.
په ( ١٧٨٤ ) ميلادي کال د برما د بودايانو مشر (بوداباى) د مسلمانانو د پرمختګ له ويرې په اراکان ايالت سخته حمله وکړه،چې په دې حمله کې يې د هغوى کورونه او شتمنۍ وسوځولې، جوماتونه او اسلامي مرکزونه يې وران کړل، په زرګونو علماء کرام او اسلام ته رابلونکي يې شهيدان کړل، اراکان يې بېرته له برما سره ونښلاوه او تر څلوېښتو کلونو پورې يې د مسلمانانو ځورولو او کړولو ته دوام ورکړ او دا لړۍ تر هغې اوږده شوه، تر څو، چې په ( ١٨٢٤ ) ميلادي کال انګريزي استعمار په سيمه واکمن شول.
بودايانو په ( ١٩٤٥ ) ميلادي کال کې له بريتانياوي ځواکونو څخه د هغه وخت پر مختللي وسلې تر لاسه کړې او يو ځل يې بيا د انګريزانو په مرسته په مسلمانانو باندې د قتلې عام تر نامه لاندې حمله وکړه، چې په دې حمله کې يې په لسګونه زره د مسلمانانو ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان شهيدان او ټپيان کړل. همدارنګه يې په سلګونو زره نور دې ته مجبور کړل، تر څو خپلې پلارنۍ سيمې پرېږدي او پر ځاى يې نورو هېوادونو ته مهاجر شي، چې اوس هم په ډېرو هېوادونو کې د برما مسلمانان د مهاجرت سختې شپې او ورځې تيروي.بودايانو له بريتانيا څخه د ازادۍ د تر لاسه کولو نه يو کال مخکې يعنې په (١٩٤٧) ميلادي کال کې يوه غونډه جوړه کړې وه، چې په هغې کې يې مسلمانانو ته اجازه ورنه کړه او دا په دې خاطر،چې مسلمانان د ازادۍ له خوږ نعمت څخه بې برخې کړي.
کله چې د برما د ازادۍ ( ١٤ ) سپرلي يعني ( ١٤ ) کلونه تېر شول، نو يوه برمايي جنرال، چې نيوين نومېده، د حکومت پر وړاندې يې کودتا وکړه او په همدې توګه يې د برما د چارو مسووليت په خپل لاس کې واخيست او خپلو چارو ته يې دوام ورکړ. له جنرال نيوين سره د چينايانو او روسانو ملاتړ هم پراخ شو او په برما کې د جنرال نيوين په راتګ سره پر مسلمانانو د نوي ظلم د پيل دروازه خلاصه شوه او په دې بهير کې هم زيات برمايي مسلمانان وکړېدل، چې تاريخ يې هم په يادولو ژاړي. د جنرال نيوين په دوره کې د مسلمانانو زياتې ځمکې غصب شوې، اقتصاد يې له خاورو سره خاورې کړ او د زده کړو کولو بنديز يې هم پرې ولګاوه. همدارنګه يې خپل حکومت ته اعلان وکړ، چې برمايي مسلمانان له دې وروسته حج کولو ته نه شي تللى او په دې توګه يې نور ډول، ډول بنديزونه هم پرې ولګول، چې په دې کې يو شمېر دينې مدرسې هم راتللې.
د جنرال نيوين د واکمنۍ پر مهال رسمي اعلان وشو، چې مسلمانان د برما اوسېدونکې نه دي او په همدې ډول ورڅخه د هغه هېواد تابعيت هم واخيستل شو او همدارنګه کله، کله د هغه وخت حکومت اعلان وکړ، چې سږ کال د برما مسلمانان په خپلو منځو کې ودونه، نه شي کولاى او دا کار به يې ځکه کاوه، چې په برما کې د مسلمانانو نسل له منځه لاړ شي او په دې ډول له دوى څخه د برما خاوره خلاصه شي. جنرال نيوين غوښتل، چې مسلمانان يوازې په برمايي ژبه وپوهيږي او هغه هم ددې لپاره، چې بودايان ورڅخه د خپل ځان د خدمت کولو په وخت کې ورسره په ژبه پوه شي.
کله چې بودايانو مسلمانان په دې ډول وځپل او د دوى هر څه يې له منځه يوړل، نو له هغې وروسته يې اعلان وکړ، چې د برما مسلمانان بايد د هېواد په ابادۍ کې د مزدورانو په شان برخه واخلي، نو دوى هم له مجبوريته درنو کارونو ته مخه کړه او د برما حکومت له برمايي مسلمانانو څخه په هغو ځايونو کې کار اخيسته، چې په هغه کې له ماشينونو پرته انسانانو ته کار کول ستونزمن و. په دوى باندې به يې پلونه تړل، لوړ پوړيزو ودانيو ته به يې هر ډول تعميراتي مواد پورته کول او د سړکونو د ډبرو ماتول خو يې لا اسانه دنده وه. وروسته له هغې د مسلمانانو لپاره داسې قانون هم وضع شو، چې دوى په خپل نوم تجارت کولاى نه شي او نه هم په خپل نوم پانګه ساتلى شي. بالاخره مسلمانان مجبور شول، چې د يوه بودايي په نامه تجارت وکړي، خو هغه بودايي به ټولې پيسې د ځان لپاره ګرځولې او مسلمانانو ته به يې ډېر کم څه ورکول، چې پر هغوى به د دوى ګزاره ګرانه وه.
په هغه وخت کې برمايي مسلمانانو د اراکان خپلواکي په لاس کې واخيسته، نو د پاکستان له بنسټ ايښودونکې محمد علي جناح څخه يې وغوښتل، چې د ارکان سيمه د پاکستان يوه برخه وګرځوي، خو پاکستان په دې اړه کوم اقدام ونه کړ او بالاخره په هغه وخت کې د برمايي مسلمانانو پر سر د برما او پاکستان اړيکې خړې پړې شوې او هر ډول همکارۍ يې په خپلو کې سره بند کړې.
شاوخوا درې مياشتې کيږي، چې په برما کې د مسلمانانو ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان په بې رحمانه ډول سره قتليږي. دا تاوتريخوالى هلته رامنځته شو، چې د مسلمانو يو لس کسيزه ډله د اراکان ايالت په کليو کې ګرځېدل او خلک يې د اسلام مبارک دين ته رادعوتول او همدارنګه يې دوى ته د اسلام دين په باره کې مالومات ورکول، تر څو ددې سيمې خلک د اسلام له اصلو او تګلارو څخه خبر شي. خو په دې وخت کې د برما د بودايانو ځوانان راځي او دا ډله نيسي. له نيولو وروسته يې وهي او ډبوي، چې کله يې له پښو وغورځوي، نو له هغې وروسته يې بيا په ډېر بد حالت کې وژني.
د برما بودايانو دا کار د هغې انجلۍ د مړينې په بدل کې وکړ، چې له دې پېښې څو ورځې وړاندې د اراکان په سيمه کې په پټه د يو چا لخوا وژل شوې وه، خو پړه يې د برما پر مسلمانانو واچول شوه. له هغې وروسته د برما مسلمانان د اراکان واټونو ته راووتل او په لاريونونو يې لاس پورې کړ، چې په دې وخت کې هم د برما حکومت بودايانو ته هم مخه ورکړه، تر څو له مسلمانانو سره داسې چلند وکړي، چې له مخې يې په لسګونو زره بې ګنا انسانان ووژل شي او څوک يې په اړه هېڅ راز اندېښنه نه ښکاره کوي.
تر ۹۰ زرو ډېر مسلمانان له يوې مخې قتل عام شوي او په فيس بوک او نورو ټولنيزو انټرنيتي شبکو کې د مسلمانانو د قتل عام سخت زړه بوږنوونکي انځورونه او ويډيوګانې خپريږي، چې په دې کې د مسلمانانو لوڅې لغړې ښځې هم ښکاري او د بودايانو په مرکزونو کې يې جسدونه پراته دي. دا ډول وحشتناکې پېښې هېڅ د زغملو نه دي او په نړۍ کې ډېر کسان دا فکر نه کوي، چې اوس به هم په نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې په دومره لويه کچه وحشت موجود وي او د دوى له ښځو سره به جنسي عمل کيږي او وروسته به بيا وژل کيږي او همدار راز به يې ماشومان د اور لمبو ته اچول کيږي، چې دا ډول پېښې په اوس وخت کې هېڅ نه مني، ځکه دوى دا فکر نه کوي، چې په دې پر مختللي نړۍ کې به اوس هم په دومره لويه کچه وحشت موجود وي. خو د برما پر مسلمانانو دا هر څه تيريږي.
دا چې له دريو مياشتو راهيسي د برما د مسلمانانو پر ښځو جنسي تيري کيږي او بيا په بې رحمانه شکل سره وژل کيږي، نو ولې يې د بشر حقوق غږ نه اوري. د دوى ماشومان او نور بې ګناه کسان قتلې عام کيږي، د هغې پر وړاندې د بشر حقوق ولې خپل غږ نه اوچتوي او همدراز ولې د دوى ساندې ملګري ملتونه، نه اوري، چې هره ورځ دا نارې وهي، چې زموږ غم دې وخوړل شي. که چېرې په يوه سيمه کې يو عيسوى او يا يهودى له منځه لاړ شي، نو په ډېر کم وخت کې نړيوال کلک غبرګونونه ښايي او په هغه وخت کې د بشر حقوق هم پيدا کيږي، خو کله چې په يوه سيمه کې مسلمانان قتلې عام کيږي، نو هلته بيا نه د بشر حقوق شته او نه هم نړيواله ټولنه.
له دې داسې ښکاري، چې د فلستين او برما په څېر نورو هېوادونو کې هم پر مسلمانانو سختې شپې او ورځې راغلي او د کفارو لخوا تر سخت فشار او تهديد لاندې دي، خو تر اوسه پورې داسې څوک نه دي پيدا شوې، چې د دوى سوي چيغې او فريادونه واوري او مرسته ورسره وکړي.
کله چې په کفري نړۍ کې پر يو کفار څه کيږي، نو ټوله کفري نړۍ يې پر وړاندې په يوه غږ سخت غبرګونونه ښايي. خو کله چې په يوه هېواد کې مسلمانان په دومره لويه کچه قتلې عام کيږي، نو ټول اسلامي هېوادونه يې پر وړاندې چوپه خوله پاتې کيږي او هېڅ خپل غږ نه پورته کوي. تر څو به پر مسلمانانو او اسلامي هېوادونو دا بد حالت وي او تر څو پورې به يې دوى پر وړاندې چوپه خوله پاتې وي. له دې وروسته بايد اسلامي هېوادونه د برما د مسلمانانو غم وخوري او په دې اړه بايد دوى يو غوڅ اقدام وکړي، تر څو دا مظلوم او غريب مسلمانان نجات ومومي. همدارنګه د بشر حقونو له نړيوال کميسيون څخه غوښتنه کوو، چې که ته په نړۍ کې په رښتيا سره د بشر حقونه خوندي کوې، نو د برما له مسلمانانو سره مرسته وکړه او که يوازې د يهوديانو او عيسويانو د بشر حقونو ټولنه وې، نو زموږ د الله ج مل شي. ملګري ملتونه هم بايدپه دې اړه يو غوڅ تصميم ونيسي، تر څو د برما مسلمانان له دې وحشتناکې څپې څخه وژغوري او که بيا دا حالت همداسې پاتې شي، نو بې له شکه به د نړۍ امنيت متضرر شي او د يوه لوى خطر سره به مخامخ شي.