کور / راپور / خوست:د۴۰ قاريانو ترمنځ د قرآن کريم دتلاوت سيالي

خوست:د۴۰ قاريانو ترمنځ د قرآن کريم دتلاوت سيالي

دشاوخوا 40تنوقاريانوترمنځ دښکلي قرآت ويلوسيالي ترسره شوه
چهارشنبه 25 اسد 1391


دنن ايف ايم راډيو په نوښت دشاوخوا40 قاريانو ترمنځ دقران کريم دحسن قرات
سيالى تر سره شوه.
دغه سيالي  په خوست کې ددريم ځل لپاره دنن ايف ايم راډيو په نوښت په لاره
واچول شوه .


هغه مراسم چې په همدې موخه دچهار شنبې په ورځ دخوست په لوى جامع جومات کې
جوړ شوي وه ،دحج اواقافو ريس مولوي اظهاردين دمرکزي جامع جومات خطيب
مولوي محمد شريف سربيره ګڼ شمير قاريانو علاما کرامو اوپه دين مينو خوست
ميشتو برخه ايستې وه .




دغه سيال غونډه چهار شنبه سهار 9 بجې دقارې محمد وليد اسحاق زي  لخوا
دقرانکريم د څومبارکو ايتونوپه تلاوت پيل شوه.
ورپسې دنن ايف ايم راډيو مشر اوبڼسټګر ډاکټر محمد اسلم قانوني
پرانيستونکې وينا وکړه.
قانو ني په خپلو خبرو کې ديادې غونډې دهدف ترڅنګ نن راډيو يو ه خپلواکه
ناپيلې اولسې اوبې طرفه راډيو وبلله اودايي دځان لپاره وياړ وباله چې په
خوست کې دحسن قرات سيالي په لاره اچوي چې پکې دخوست دبيلابيلو سيموڅخه
شاوخوا40 قاريان صاحبان برخه اخلي.اوهمدا رنګه ده له خوست مېشتو وغوښتل
چې دراډيو په اړه هرډول نيوکې وړانديزونه اوسالمې مشورې له مونږ سره
شريکې کړۍ ترڅو وکولاى شو ستاسو دغوښتنو مطابق خپرونې وړاندې کړو،
ورپسې دښکلي قرات دلوستلو سيالي پيل شوه ،
چې هر قاري صاحب ته پکې دښکلي قرات کولولپاره 5 دقيقې وخت ورکړل شوى وه،
چې قاري صاحب ،قاري فضل رحمن جلالي، قاري محمد حکيم شاه منيب،اوقاري محمد
وليد اسحاق زى، دارزونې لپاره ټاکل شوي وه.
چې وروسته دارزيابۍ په نتيجه کې دنوموړې سيالۍ لمړۍ درجه ګټونکى قاري
صبغت الله  ، ددوهمه درجه ګټونکى قاري عنايت الرحمن ،ددريمې درجې ګټونکى
قاري عابد الله،وپيژندل شول.
چې دنن ايف ايم راډيو لخوا په تصديق ليکونونغدي اوغير نغدي مکافاتو ونازول شول.
همدارنګه په ياده سيالى کې په ټولو ګډون کوونکو قاريانو باندې ډالۍ ووېشل شوې.
دغونډې  ارزونه دخوست ولايت دحج اواوقافو ريس مولوي اظهارالدين وکړه
.نوموړي دنن ايف ايم راډيو دروژې په مبارکه مياشت کې دروژې په اړه ځانګړې
شوي خپرونې اودحسن قرات سيالي وستايله اودا يي په خوست کې دنن ايف ايم
راډيو يو نوښت وباله ،
همدا رنګه ده په نورو رسنيوهم غږ وکړ چې خپلې خپرونې داسلامي معيار مطابق
پرمخ يوسي،
دغونډې په وروستى برخه کې دڅو تنو قاريانو لخوا په زړه پورې نعتيه
کلامونه دغونډې برخه والوته واورول شول.
ديادونې ده چې دا دريم کال دىچې نن ايف ايم راډيو دروژې په مبارکه مياشت
کې خپلې خپرونې ځانګړې کړې وې اودښکلي قرات سيالي ېې په لاره اچولې دي چې
تر دې مهاله پکښې په ټوليز ډول150 تنو قاريانو برخه اخيستې ده،
چې دبې پايه وياړونو په روان بهير کې دنن ايف ايم راډيولپاره  دايو ستر وياړدى.