کور / ترخې خبري / زموږ پاکي او مقدسي کوڅې په ناولو نومونو مه ناولي کوۍ !

زموږ پاکي او مقدسي کوڅې په ناولو نومونو مه ناولي کوۍ !

په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر غندنلیک
بروکسل 14/08/2012

د افغاني ملي رسنیو څخه مو خبر تر لاسه کړ چي د بلخ ولایت د ولایتي شورا په وړاندیز او د بلخ د والي عطامحمد نور په منظورۍ د ابومسلم خراساني جاده چي روضه مبارکه د مزارشریف له مرکز سره مښلوي ، د ایراني په اصطلاح دپلماتانو په نامه نومول سوی ده . دا په اصطلاح هغه دپلماتان دي چي شمالي ټلوالي ته یې د وروروژني وسایل برابرول ، هغوی ته یی د وژلو او نابودولو مشوری ورکولی او کله چي طالبانو د مزارشریف ښار ولکه کړ نو دا په اصطلاح دپلماتان یی ووژل ( ویل کیږي چي دا وژنه د پاکستان د استخباراتو هغو کړیو ترسره کړل چي نه یی غوښتل طالبان او ایران د شمال تر نیولو وروسته خبرو ته سره کښیني ) .
موږ بلجیم میشتي افغانان دا نومه ونه په کلکو ټکو غندو او د دولت چاروکو ته ګوتڅنډنه کوو چي خپلي کوڅي د اغیارو او دښمنانو په نومونو ککړي نه کړي . د ابو مسلم خراساني نوم او د دې جاسوسانو نومونه هیڅ کله د پرتلی وړ نه دي . ویل کیږي چي د بلخ والي دا د خپله جیبه خیرات په دې سبب کړی دی چي د تهران یو لوی واټ د قهرمان !؟ احمد شاه مسعود په نامه مسما سوی دی . له دی څخه څرګندیږي چي قهرمان !؟ زموږ نه بلکه د ایران د ګټو قهرمان وو چي اوس یی پاته شوني ارمانونه پلي کوي .
زموږ پاکه او د سجدو وړ خاوره پاکه وساتۍ !
زموږ پاکي او مقدسي کوڅې په ناولو نومونو مه ناولي کوۍ !
موږ بلجیم میشتي افغانان پر ښاغلي کرزي ږغ کوو چي : د دی بی بندوباریو مخه ونیسه !
که د خاوري عزت او عفت ته خدمت نه سی کولای نو د بی عزتۍ حق یی نه لری !
د ښاغلي جمهور ریس څخه مو هیله ده چي خپل دفتر ته دستور ورکړي تر څو ژورنالستان راوغواړي او په کلکه دا خبره وغندي او د بلخ والي ته امر وکړي تر څو خپله خبره بیرته واخلي .

بلجیم افغان کلتوري بهیر
مشرتابه جرګه