د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په په موسى کلا او خانشين اولسواليو کي ئې يوشمېر پلټونکي عمليات کړي چي په پايله کي ئې شپږ تنه ماين ښخوونکي نيولي .
چارواکي وايي چي په نيول سوو کسانو کي ئې يو تن د ماين جوړولو ډېر ماهر دئ او په لويو لويو چاودنو کي لاس لري.
د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نيول سوي کسان اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي.